تازه خبرونه
په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي دي – ذبیحالله مجاهد
ذبیحالله مجاهد آریانانیوز ته ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په اسلامآباد کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د ښځو چارو وزیرانو د نهمې غونډې په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو د هوساینې لپاره د دې ټولنې هڅې د ملاتړ او ستاینې وړ دي.
ذبیحالله مجاهد آریانانیوز ته ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي شوي دي.
هغه ویلي؛ اسلامي همکارۍ ټولنه د خپل اسلامي ارزښت له مخې؛ هغو حقونو ته پاملرنه کوي، چې اسلام ښځو ته ټاکلي دي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه او اړتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړې: افغانستان نهشي کولی د نورو ټولنو او بنسټونو د غوښتنو یا هغو ارزښتونو پر بنسټ، چې د ده پر وینا له لویدیځ فرهنګ سره تړاو لري؛ د ښځو لپاره هغه حقونه وټاکي، چې د شریعت له نظره د منلو وړ نهدي.
مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت د اسلامي عالمانو لهخوا اداره کېږي او د ده پر وینا؛ دغه عالمان د اسلامي احکامو او حقونو په اړه ښه پوهه لري. هغه ډاډ څرګند کړ، چې په افغانستان کې ښځې له خپلو شرعي حقونو برخمنې دي.
تازه خبرونه
متقي او د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر کونسلي خدمتونو او سرحدي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ چارو مرستیال وحید جلالزاده کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د کونسلۍ خدمتونو د ښهوالي او سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.
وحید جلالزاده هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلۍ همغږي مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې له افغان لوري سره روانې خبرې به د کونسلۍ چارو د بهیر په ښهوالي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د آسانتیاوو پراختیا کې مرسته وکړي.
تازه خبرونه
جمعهخان فاتح له نظامه نه لرې شوی او نه به لرې شي
فطرت زیاته کړې، چې جمعهخان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، چې جمعهخان فاتح له اسلامي امارت څخه نه لرې شوی او نه به لرې شي. نوموړي د هغه او د حکومت د مشرتابه ترمنځ د اختلاف راپورونه «رسنیزې تبلیغات» وبلل.
فطرت زیاته کړې، چې جمعهخان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.
لوی درستیز ټینګار کړی، چې دا ادعاوې حقیقت نهلري او موضوع یوازې د نوموړي له شخصي او کورنیو ستونزو سره تړاو لري.
هغه همداراز د جمعهخان فاتح د نیولو لپاره د ځواکونو د لېږلو راپورونه هم «دروغ او له حقیقته لرې» وبلل.
تازه خبرونه
د تهران او کابل اړیکې د پراختیا پر لوري روانې دي – ایران
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ پارلماني چارو او بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال وحید جلالزاده د ایران او افغانستان د کونسلۍ کمېسیون د ګډې پېنځمې غونډې د جوړېدو او له افغان چارواکو سره د لیدنو لپاره کابل ته راغلی دی.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.
جلالزاده د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان اړیکو د تېر کال پر پرتله ښه پرمختګ او پراختیا کړې ده.
هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د خپلو ګډو پولو سرحدي لارې پراخې کړي، چې له دې سره په سرحدي سیمو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي زمینه برابره شي.
-
سوداگري4 days agoروسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي
-
تازه خبرونه4 days agoزرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه
-
نړۍ4 days agoروسیې د ناټو پر تازه پرېکړو سختې نیوکې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو سرمنشي بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه افغانستان ته خپله ځانګړې استازې ونوموله
-
تازه خبرونه4 days agoد جبلالسراج د سمنټو د دوهیمې سترې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
