Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د یو بل برید د ترسره کېدو شونتیا ډېره ده – بایډن

خپور شوی

د

رویټرز په ډاګه کړې، چې ولسمشر جو بایډن د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د اورپکو د یوه بل برید شونتیا ډېره شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ویلي؛ پوځيانو ورته په راتلونکیو ۲۴ یا ۳۶ ګړیو کې د یو بل برید له شونتیا خبر ورکړی دی.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو له مخې؛ واشنګټن او متحدین یې په افغانستان کې خپله هغه نظامي ښکېلتیا پای ته رسوي، چې ۲۰ کاله مخکې په کې طالبان له واکه لرې شوي وه.

دغه راز امریکا ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ له کابل هوایي ډګره بهر د رامنځته شوي ځانمرګي برید   پلانوونکی یې تېره ورځ په ننګرهار کې له یوه بل وسلوال سره وژلي دي.

د دغه برید پړه داعش جنګیالیو پر غاړه اخیستې ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکایي چارواکو پر لویدیځ او نویو طالب واکمنانو د دې ډلې لخوا د یو بل برید له تر سره کولو هم خبرداری ورکړی دی او همدا لامل دی، چې بایډن د امریکایي ځواکونو لخوا ټاکل شوې ماموریت د سې شنبې پر ورځ پای ته ورسوي.

بایډن ژمنه وکړه، چې د پنجشنبې د ورځې په چاودنه کې، چې لسګونه افغانان او امریکایي سرتېري ووژل؛ له تېرې یوې لسیزې راپدیخوا ترټولو وژونکې او خونړۍ پیښه وه او مونږ به یې د عاملانو پوره څارنه وکړو.

طالبانو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې هغه برید غندلی، چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې  ترسره شوی دی.

طالبانو ویلي؛ باید له برید مخکې یې دوی خبر کړي وای؛ ځکه، نو دا برید پر افغان خاوره یو ښکاره تېری دی، چې باید ترې ډډه وشي.

طالبانو ویلي، چې دوی د هوایي ډګر په چاودنه کې ښکېل ځینې مشکوک کسان نیولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي، چې طالبان به د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ډېر ژر د هوایي ډګر کنترول ترلاسه کړي او په راتلونکیو ورځو کې به بشپړه کابینه اعلان شي.

د لویدیځ ملاتړ لرونکي حکومت او افغان پوځ په داسې حال کې، چې طالبان د اګست پر ۱۵ پلازمېنې ته ننوتل؛ یوه داسې اداري تشه پریښوه، چې په نوي نظام کې یې  مالي بحران او د پراخې لوږې وېره پیاوړې کړه.

مجاهد رویټرز ته ویلي، چې دې ډلې د افغانستان له یو ولایت پرته په نورو ټولو کې والیان او د پولیسو مشران ټاکلي او د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل لپاره به اقدام وکړي.

یوه امریکایي چارواکي د شنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې په هوایی ډګر کې له ۴۰۰۰ څخه لږ سرتېري پاتې دي، چې د وتلو ماموریت پر وخت یې شمېر ۵۸۰۰ و.

د پنټاګون ویاند جان کربي خبریالانو ته تائید کړې، چې وتل پیل شوي؛ خو دا یې ونه ویل، چې څومره ځواکونه پاتې دي.

د پنجشنبې ځانمرګی برید، چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې؛ د هوایی ډګر له دروازو بهر یې هغه افغانان پر وینو ولړل، چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د وتلو لپاره راټول شوي وه.

دا په داسې حال کې، چې امریکایي سرتېرو او متحدینو یې د تېرو دوه اوونیو په بهیر کې د خپلو وګړیو او له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو د پیل لپاره د کابل هوایي ډګر غوره کړی دی.

تازه خبرونه

روسیې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د شتمنیو د خوشې‌کېدا غوښتنه یې وکړه

زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده او د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.

هغې ویلي، په افغانستان کې ډېر ماشومان تر لس کلنۍ پورې واکسین شوي نه‌دي او یوازې له ۵ څخه تر ۷ سلنې پورې ماشومانو واکسین ترلاسه کړی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په هر زر زېږونونو کې ۳۳.۱ ده، چې د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره ده.

زاخارووا د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل «د لویدیځو هېوادونو له لوري د نړیوالو مرستو سیاسي کېدا» بولي او د کابل پر وړاندې د امریکا او د هغې د متحدانو پر بندیزونو د نیوکې تر څنګ وایي، دغو کړنو تر ټولو ډېر د افغانستان پر زیانمنو قشرونو( ماشومانو او نویو زېږېدلیو) اغېز کړی دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې ډېری پېښې له وخته مخکې زېږونونو او د مور شیدو یا بدیلو خوړو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره تړاو لري.

زاخارووا له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته وسپاري او له افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نه‌کړي.

هغې ویلي، د افغانستان د بشري پروګرامونو لپاره نړیوالې مالي مرستې کمې شوې دي او د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدا د بحران پر وړاندې د حکومت د مبارزې وړتیا محدوده کړې ده.

هغې ټینګار کړی، چې روسیه به د نړیوالو اړوند بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نه‌لرم – جمعه‌خان فاتح

فاتح بي‌بي‌سي ته ویلي، په رسنیو کې د هغه او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه«له حقیقته لرې» دي او نوموړی نه پخوا او نه اوس کوم مخالفت لري.

Published

on

 

د زابل پخواني مرستیال والي جمعه‌خان فاتح کابل ته له سفر او د افغانستان د حکومت له رییس‌الوزراء سره له لیدنې وروسته هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف لري.

فاتح بي‌بي‌سي ته ویلي، په رسنیو کې د هغه او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه«له حقیقته لرې» دي او نوموړی نه پخوا او نه اوس کوم مخالفت لري.

هغه ویلي، په زابل ولایت کې یې د دندې د پای ته رسېدا لامل له پښتو ژبې سره نابلدتیا او روغتیايي ستونزې وې.

نوموړي زیاته کړې، چمتو دی په هر هغه ځای کې خدمت وکړي، چې د اسلامي امارت رهبري یې مناسب وبولي.

جمعه‌خان فاتح داسې مهال ارګ ته ورغلی، چې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز او د اقتصاد له وزیر سره یوځای یې له رییس‌الوزراء سره په لیدنه کې ګډون کړی و.

په وروستیو اوونیو کې د فاتح او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د احتمالي اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي وه؛ خو نوموړي دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی، چې له اسلامي امارت سره تل همکارۍ ته چمتو دی.

تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې له دې لیدنې وروسته به د نوموړي د راتلونکي موقف په اړه څه پرېکړه وشي او آیا کومې نوې دندې ته به وګومارل شي که نه.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره پر سوله‌ییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي دغه څرګندونې په هغه نړیواله غونډه کې کړي، چې د « په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان» تر سرلیک لاندې د اسلام‌آباد د سټراټیژیکو څېړنو اندتون(انسټیټیوټ) له لوري جوړه شوې وه.

Published

on

پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د سوله‌ییزو او باثباته اړیکو پر ساتلو خپل تعهد څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د اوږدمهالي ثبات لپاره خبرې اترې او سیمه‌ییزې همکارۍ اړینې دي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي دغه څرګندونې په هغه نړیواله غونډه کې کړي، چې د « په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان» تر سرلیک لاندې د اسلام‌آباد د سټراټیژیکو څېړنو اندتون(انسټیټیوټ) له لوري جوړه شوې وه.

سولنګي ویلي، پاکستان له افغانستان سره سوله‌ییزې او دوامدارې اړیکې غواړي او په تېرو وختونو کې هم د افغانانو ترڅنګ ولاړ و.

هغه زیاته کړې، اسلام‌آباد نه غواړي افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو پر مرکز بدل شي او د سیمې د سولې او امنیت پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه‌والي لپاره د چین، ترکیې او قطر د منځګړیتوب له هڅو هرکلی کړی او څرګندوي، اسلام‌آباد د دوه‌اړخیزو ستونزو د حل لپاره له خبرو ملاتړ کوي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند افغانستان د سیمې د لیدلوري مهمه برخه وبلله او د سیمه‌ییز نښلون، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د «افغانستان، منځنۍ آسیا او د سیمه‌ییز ثبات راتلونکی» تر سرلیک لاندې ځانګړې ناسته هم جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د سیمه‌ییز امنیت، ټرانزیټي نښلون او د همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل ویلي، هیچا ته به د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه د ګاونډ هېوادونو پر ضد اجازه ورنه‌کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117