Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف

یونیسف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پدې کچه د افغانستان د ټولو ولایتونو ماشومان د خوارځواکۍ او د ماشومتوب پر مهال د خوړو او تغذیې د ناامنۍ د واقعي تجربو له مخې ارزولي دي. په دې ارزونه کې د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او وږي پاتې کېدل شامل دي.

خپور شوی

د

 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق(یونیسف) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د خوړو او تغذیې ناامني په افغانستان کې له پېنځه کلونو کم عمره ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له لوړ ګواښ سره مخ کړي دي.

یونیسف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پدې کچه د افغانستان د ټولو ولایتونو ماشومان د خوارځواکۍ او د ماشومتوب پر مهال د خوړو او تغذیې د ناامنۍ د واقعي تجربو له مخې ارزولي دي. په دې ارزونه کې د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او وږي پاتې کېدل شامل دي.

د « ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو بحران» تر سرلیک د یونیسف راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې افغانستان د ماشومانو د سختې وچېدا د زیاتېدا پړاو ته داخل شوی دی. د تغذیې د برخې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال پر پرتله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو د خوارځواکۍ وضعیت خراب شوی دی.

یونیسف وايي، له جولای څخه تر سپټمبر پورې د خوارځواکۍ د زیاتېدا د اصلي موسم له پیل مخکې هم دغه وضعیت د یوه پراخېدونکي او له وخته مخکې رامنځته شوي بحران نښه ده. له دوه کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیان‌من دي، چې د سختې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې جوړوي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویواله ویلي، چې کوچنی ماشومان د خوارځواکۍ د اصلي موسم له پیل مخکې د تغذیې د بحران پر لوري روان دي او باید له سختې خوارځواکۍ مرحلې ته له رسېدا مخکې یې پر وړاندې هحې وشي.

یونیسف ټینګار کړی، چې د خوارځواکۍ د زیاتېدا لاملونه یوازې د تغذیې له خدمتونو سره تړاو نه‌لري، بلکې د ناروغیو خپرېدل، د واکسین د پوښښ ټیټه کچه، د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو کمښت، او د بودجې او تجهیزاتو کموالی هم د دې بحران د زیاتېدا لاملونه دي.

دغه بنسټ ویلي: هغه ماشومان، چې کورنۍ یې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي؛ د خوارځواکۍ د زیاتېدا په پړاوونو کې تر نورو ماشومانو شپږ برابره ډېر د سختې وچېدا له خطر سره مخ کېږي.

یونیسف د کوچنیانو د خوړو د ساتنې، د مخنیوي تغذیوي پروګرامونو د پراخولو، له ۶ څخه تر ۲۳ میاشتو ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې او د روغتیا، تغذیې، اوبو، حفظ‌الصحې، زده‌کړې او ټولنیز ملاتړ د خدمتونو د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د خوارځواکۍ د زیاتېدا موسم ته له نږدې کېدو سره د هڅو فرصت کمېږي او د دې لپاره بېړنیو او انعطاف‌منونکو مالي مرستو ته اړتیا ده، چې د ماشومانو د خوړو ناامني پر مرګونې خوارځواکۍ بدله نه‌شي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت درېیم هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د مسوولانه چلند غوښتنه وکړه

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د نژاد او نورو توپیرونو له په پام کې نیولو پرته، د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون کې، چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان یا درېیم هېواد ته ولېږدوي؛ ویلي، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه باید د هغو قانوني حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیول شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د نژاد او نورو توپیرونو له په پام کې نیولو پرته، د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.

په دې خبرپاڼه کې له امریکا غوښتل شوي، چې په دې اړه له مسوولانه او سنجول شوي چلند څخه کار واخلي او د افغان کډوالو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړې او اقدامات د روښانه دوه‌اړخیز تفاهم، اړینې همغږۍ او د اړوند کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو د برخلیک په اړه باید د لنډمهالو امتیازاتو او نورو ملاحظاتو له مخې پرېکړې ونه‌شي او په دې بهیر کې د انساني کرامت، حقونو او بشري معیارونو ساتنې ته پام وشي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خپلو اتباعو د ملاتړ او هغوی ته د خوندي او داوطلبانه راستنېدا د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې هر ډول رغنده همکارۍ ته ژمن دی او د خپلو وګړو د حقونو او خوندیتوب تأمین خپل مسوولیت ګڼي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان جګړه مې په درې اوونیو کې ګټلی شوه – ډونالډ ټرمپ

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو په جګړو کې د روښانه موخې او بریا لپاره ګام نه‌دی پورته کړی.

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د افغانستان جګړه یې په درې اوونیو کې ګټلی شوه. هغه د امریکا پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې، چې ولې یې د دغه هېواد په تر ټولو اوږده جګړه کې بریا ترلاسه نه‌کړه.

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو په جګړو کې د روښانه موخې او بریا لپاره ګام نه‌دی پورته کړی.

هغه د افغانستان په جګړه کې د امریکا پوځي حضور ته په نغوته کې هم ویلي:« افغانستان، کلونه او کلونه. مونږ هېڅکله د بریا لپاره جګړه نه‌کوو؛ د بریا لپاره جګړه نه‌کوو، بلکې د مساوي کېدا لپاره جګړه کوو.»

هغه زیاته کړې:« ما دغه جګړه په درې اوونیو کې ګټلی شوه.»

ټرمپ د ویتنام جګړې په اړه هم ورته ادعا کړې او ویلي یې دي، چې هغه جګړه یې په یوه اوونۍ کې ګټلی شوه.

امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ۲۰۰۱ز.کال په اوکټوبر کې پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. دغه جګړه نږدې ۲۰ کاله روانه وه او امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

خبریالان د رښتیا ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي-  ګوترش

ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوه‌یمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بې‌برخې کوي او ټول زیانمنوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش ويلي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خبریالان اوس هم د رښتیا او حقیقت ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي.

ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوه‌یمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بې‌برخې کوي او ټول زیانمنوي.

هغه ویلي:« کله، چې خبریالان پر نښه کېږي او د هغوی د راپورونو خپرول بندېږي؛ په حقیقت کې مونږ ټول زیان وینو.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې د خبریالانو لپاره د عدالت پر ټینګښت او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د ځواب‌ویلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!