Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

په جاپان کې د تویوتا موټرو تولید له خنډ سره مخ شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د تویوتا موټرو د پرزو د پروسسس د وړاندیز کوونکي کمپیوتري سیستم د ناکامۍ له کبله د تویوتا موټرو په تولید کې لوی خنډ رامنځته شوی دی.

دا کار په جاپان کې د  ۱۴ کارخونو د لنډمهاله بندیدو لامل شو. که څه هم ځانګړی علت یې په ډاګه شوی نه‌دی؛ خو شرکت ویلي، چې دا مسله د سایبري برید له کبله نه‌ده. تېر کال د تویوتا په یوه عرضه کوونکي سیستم کې سایبري ستونزې د جاپان د اکمالاتو بهیر د سایبري امنیت په اړه اندېښمنوونکی کړ.

د یوې ورځې د تولید د ضایع کیدو اغېزه کیدای شي د پام وړ وي؛ ځکه په ځانګړي توګه لکه څنګه، چې د تویوتا تولید سږکال ډېر و. په جاپان کې د تویوتا کورنی تولید د کال په لومړۍ نیمایي کې ۲۹ سلنه زیاتوالی وموند. په نړیواله کچه د یوه موټر د خرڅلاو د منځنۍ بیې له مخې ۲۶۳۸۴ دالر اټکل کیږي، چې په ۱۴ کارخونو کې د یوې ورځې د تولید د عوایدو تاوان ۳۵۶ میلیون دالره اټکل شوی دی. شرکت تر اوسه اعلان نه‌دی کړی، چې څنګه به دا زیان جبرانوي.

په مشرتابه کې له وروستي بدلون وروسته، چې کوجي ساتو د اجرائیوي رییس په توګه د اکیو تویودا پر ځای وټاکل شو؛ تویوتا له نورو ننګونو سره مخ شوه. په ستونزو کې هغه درغلۍ راځي، چې سیستم ورسره مخ شوی. دې شرکت د برښنایي موټرو په لیږد کې د تسلا له اي وي سره په سیالۍ کې ننګونې رامنځته کړې دي.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ایلان ماسک پر X پراخ سایبري برید وشو

ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.

Published

on

(Last Updated On: )

د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس د دوشنبې پر ورځ وقفهیي له کاره وغورځېد؛ خاوند یې ایلان ماسک پر یو غیر معمولي ځواکمن سایبري برید پړه واچوله.

ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.

هغه په ​​سمه توګه روښانه نکړه، چې له “ډېرو سرچینو” څخه یې مطلب څه دی او د هغه نظرونو د سایبري امنیت د متخصصینو شکونه راوپارول. هغو نغوته( اشاره ) کړې، چې دا ډول بریدونه – له خدماتو ډډه کول بلل کیږي، چې په هروخت د کوچنیو ډلو یا اشخاصو لخوا ترسره شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د ډاونډیټیکټر د څرګندونو له مخې، ایکس له وقفې وقفې سره مخ شو.

په همدې حال کې ډیجیټل ټرایډز Digital Trends د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ داسې راپورونه شته، چې ایکس اوس هم ستونزې لري.

د انټرنیټ صنعت کارپوهانو ویلي، چې ایکس د دوشنبې پر ورځ له ‘خدماتو د ډډې’ څو څپو سره مخ شو.

ماسک د فاکس بزنس شبکې له لاري کوډلو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې سایبري برید د اوکراین په سیمه کې د IP له پتو ترسره شوی دی.

د صنعت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې هغه د ماسک له ادعا سره مخالفت وکړ او وایي، چې د X د ناوړه ټرافیکو د بمبارډ لویه برخه په امریکا، ویټنام، برازیل او نورو هېوادونو کې د IP له پتو موندل کېدی شي. د ناوړه ټرافیکو کچه، چې نېغه له اوکراین څخه راځي “بې ارزښته” ده.

په هر حال رویټرز راپور ورکړی؛ له خدماتي بریدونو څخه ډډه کول د دوی لیکوالانو ته بېرته موندل خورا ګران دي او د IP  له پتې پر کله کله د دې په اړه معنا لرونکی اند چمتو کوي، چې تر شا یې څوک و.

ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره، چې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي؛ د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره پ اوکراین د پرله‌پسې هڅو له نیوکې سره یو ځای شو.

ماسک د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین لومړۍ کرښه به د هغه د سټارلینک سپوږمکۍ له مخابراتي خدماتو پرته “ماته شي”. که څه هم هغه ویلي، چې هغه به د اوکراین لاسرسی پرې نکړي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

پنجشیر ولایت به ډېر ژر د نوري فایبر له ملي شبکې سره ونښلول شي

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛  شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر نن (چارشنبه د کب لومړۍ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له نوري فایبر سره د دې ولایت د نښلولو د ملي پروژې عملي کار به په راتلونکې میاشت کې پیل شي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛  شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا  پروژه د پنجشېر ولایتي ادارې د هڅو او د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له کبله د افغان بېسیم، افغان ټیلیکام او آی‌سي‌جي ICG شرکتونو لخوا پلي کیږي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیک‌ټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو

ټیک‌ټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیک‌ټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”

Published

on

(Last Updated On: )

له هغې وروسته، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به ټیک‌ټاک اپلیکیشن ته لاسرسی بېرته خوندي کوي؛ نو ټیک‌ټاک د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په امریکا کې خپل خدمات بېرته د لاسرسي وړ ګرځوي.

ټیک‌ټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیک‌ټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”

ټیک ټاک هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ امریکایي کاروونکي توانېدلي، چې د چینایي شرکت اوبپاڼې ته لاسرسی ومومي.

د شنبې پر شپه د امریکايي کاروونکو لپاره ټیک‌ټاک ته لاسرسی وځنډول شو.

امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د چینایي شرکت بایټ‌ډنس تر ملکیت لاندې د چین حکومت د امریکایانو له معلوماتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال شته.

د ټرمپ لخوا د ټیک‌ټاک بیارغونه د هغه د لومړۍ دورې پر پرتله د هغه په ​​دریځ کې یو بدلون ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کال کې هغه د چین حکومت لخوا د امریکایانو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د اندېښنو له کبله د اپلیکیشن د بندولو هڅه وکړه.

په دې وروستیو کې، ټرمپ ویلي، چې “ټیک‌ټاک مې په زړه کې ځانګړی ځای لري” ځکه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې د ځوانو رای ورکوونکو د جذبولو لپاره ترې ګټه پورته کړه.

د هغه قانون له مخې، چې تېر کال تصویب او د جمعې پر ورځ د امریکا سترې محکمې لخوا تائید شو؛ نو تر یکشنبې پورې ټیک‌ټاک وخت درلود، چې د چینایي شرکت بایټ‌ډنس سره اړیکې پرې کړي او په امریکایي پېرودونکو وپلورل شي.

امریکایی قانون جوړونکي اندېښمن دي، چې د چین حکومت کولی شي ټیک‌ټاک اړ کړي، چې د چینایي قانون پراساس د امریکایي وګړو په اړه معلومات وروسپاري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!