Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار د موسمې ناروغیو کچه لوړه شوې

د ماشومانو د واټ متخصص ډاکټر سهراب خان شینواری وایي؛ په لویانو کې تفسي، ډينکي تبې، دماغي ملاریا او په کوچنیانو کې سینه بغل، برانشونو ناروغۍ زیاتي شوې دي.

خپور شوی

د

د ننګرهار ولایتي روغتون ډاکټرانو ويلي؛ په لویانو او کوچنیانو کې د موسمي ناروغیو کچه له پخوا لوړه شوې ده.

د ماشومانو د واټ متخصص ډاکټر سهراب خان شینواری وایي؛ په لویانو کې تفسي، ډينکي تبې، دماغي ملاریا او په کوچنیانو کې سینه بغل، برانشونو ناروغۍ زیاتي شوې دي.

د داخلې متخصص ډاکټر احمدشاه دولتزی وايي؛ دا ناروغۍ د بېلابېلو لاملونو له کبله پیداکیږي او که کورنۍ ځينې وقایوي تدابیر مراعت کړي، تر یوه بریده له دې ناروغيو خوندي کیدلی شي. 

د فاطمة الزهرا په ولایتي روغتون کې پر بستر پراته ناروغان بیا د دې روغتون له خدمتونو تر ډېره راضي دي.

د فاطمه هزرا ولایتي روغتون مسوول ډاکټر فضل الله سیرت وايي؛ د ناروغانو د درملنې لپاره پوره چمتوالي لري او په تېره یوه میاشت کې يې ۱۲۲۰ بستر ناروغانو ترڅنګ د ۱۳ زره ۵۲ له بستر بهر ناروغانو درملنه ترسره کړي ده؛  ۸۹ واړه، ۴۶۰لوی عملیات، ۹ سوه ۶۶ ټلویزوني، ۸ زره ۹ سوه ۳۴ لابراتواري معاینات، ۴ سوه ۷۴ ایکسريې، ۴۰۰ سوه ۷۷ ولادتونه، ۲۸ سیزارین او د چپرهارولسوالۍ د تریلي، د فارم هډي کلینک او د شېرزاد ولسوالۍ د او ارسي ډي موبایل کلینک سره د دارو درملو مرسته د دغه روغتون مسولین خپل نور ترسره کړي فعالیتونه یادوي.

د دغه ولایت پراخه نفوس او د دغه روغتون مراجعينو ډېروالي ته په کتو دوی له يو شمېر مرستندویه بنسټونوغواړي، چې د دارو درملو او وسایلو په برخه کې دې ورسره اړیني مرستې وکړي.

ویل کیږي، چې يو شمېر نور دولتي روغتونونه او کلینکونه هم شته، چې ناروغانو ته بېلابېل ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!