کوید۱۹
په هند کې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویرس اخته ۲۱ کسان مړه شوي

له تېرو ۲۴ ګړیو په هند کې د کرونا ۱۷ زره ۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره د ټولو پېښو شمېر۴۳۴۰۷۰۴۶ ته ورسېد؛ ۲۱ کسان مړه ترې شوي او د مړیو ټول شمېر هم ۵۲۵۰۲۰ ته پورته شو.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ پر کرونا اخته ۹۸ اعشاریه ۷۵ سلنه نور رغېدلي دي.
همدارنګه د پاکستان روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کرونا ویروس اخته ۳۸۲ نوې پېښې ثبت شوې دي.
له دغو پېښو سره په پاکستان کې پر کرونا د اخته کسانو د ټولو پېښو شمېر له یو اعشاریه دري پنځوس میلیون څخه ډېر شوی او په تېرو څلیریشت ګړیو کې د دوه کسانو له مړینې هم خبر ورکړ شوی دی.
کارپوهانو ويلي، چې پاکستان کېدی شي په احتمالي توګه د کرونا ویروس د یوې بلې څپې شاهد وي؛ ځکه ، چې په نويو پېښو کې یې ډېروالی راغلی دی.
کوید۱۹
شمالي کوریا له کرونا سره په مبارزه کې خپله بریا څرګنده کړه

کیم یو جونګ دا هم ویلي، چې ورور یې د جنوبې کوریا پر وړاندې ان د مرګونې مبارزې اعلان کړی دی.
هغې ان څرګنده کړې، چې کیم جونګ اون ډېر ناروغه و؛ خو د خلکو د اندېښنو له امله یې د یوې شېبې لپاره هم پټولی نشوه.
د شمالي کوریا خبري آژانس سي ان ای هم راپور ورکړی، چې کیم د می په میاشت کې د ساري ناروغۍ ضد اقداماتو د پورته کولو امر وکړ او زیاته یې کړه، چې شمالي کوریا باید د وبا ضد قوي خنډ وساتي او د روغتیا بحران پای ته تر رسیدو پورې دې د وبا ضد کار ته دوام ورکړي.
کوید۱۹
د چین کرونایي بندیزونو د سانیا ښارګوټي ۲۵ زره سیلانیان اغېزمن کړي

د چین مشهور سیاحتي تاپو هاینان د دوشنبې پر ورځ ډېرې سیمې وتړلې؛ ځکه، چې په تېرو دوه کلونو کې د خورا لږ پېښو له ثبتولو وروسته اوس د تر ټولو بدې کرونایي ناروغۍ سره مبارزه کوي.
نشنل راپور ورکړی، چې د یکشنبې له ورځې د سیلانیانو د هاینان تاپو د سانیا په ښار شاوخوا ۲۵۰۰۰ سیلانیان بند پاتې دي.
د سویلي چین د تاپو په دې ښار کې، چې تېر کال یې د کرونا ویروس یوازې دوه پېښې ثبت کړې وې؛ په روانه میاشت میاشت کې یې پر کرونا ویروس اخته له ۱۴۰۰ څخه ډېرې مثبتې پېښې راپور کړې دي.
که څه هم دا د نړیوالو معیارونو له مخې ډېرې ندي؛ خو دا شمېر په ۲۰۱۹ کې له ووهان ولایته د خپرې شوې کرونان له شمېره د هېواد پر کچه ترټولو سترشمېر دی.
د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هایکو ولایت مرکز له شاوخوا ۲.۹ میلیون اوسیدونکیو سره او دوه کوچنيو ښارګوټيو؛ لیدونګ او چینګمای د دوشنبې پر ورځ خپل اوسیدونکي په کورونو کې بند کړل.
د یکشنبې تر ورځې پورې د چین دې تاپو له نښو نښانو سره ۲۳۱۲۶۶ پېښې د ځایي ناروغانو او نړیوالو مسافرانو په ګډون ثبت کړې.
کوید۱۹
د جو بایدن د کرونا کتنه منفي شوه

د سپینې ماڼۍ داکترانو د شنبې پر ورځ (د زمري پېنځلسمه) څرګنده کړې، چې د امریکا د ولسمشر جوبایدن د کرونا ویروس د کتنې پایله له څو ورځو راپدیخوا مثبته وه او اوس منفي شوې ده.
د رویترز په ډاګه کړې؛ داکتر کوین اوکانر په یوه لیک کې ویلي، چې بایدن به تر هغې قرنطین وي، چې د دوه یم کتنه یې هم منفي شوې نه وي.
د امریکا د ۷۹ کلن ولسمشر، چې د جولای پر ۲۱ یې د کووید – ۱۹ کتنه مثبته ښودل شوې وه؛ له دوه اوونیز قرنطین وروسته یې د بلې کتنې پایله د جولای پر ۳۰ بیا مثبته شوه.
داکتر کوین اوکانر وایي، چې دا “بیا راګرزېدل” د ناروغانو په خورا لږ سلنه کې یوه نادره پېښه ده، چې د کرونا ضد پکسلووید اخلي.
-
تازه خبرونه4 days ago
په ایران کې یوه افغان لس کسان پر چړې وژلي
-
تازه خبرونه3 days ago
یو افغان په نوي مکسیکو کې د ۲ مسلمانانو پر وژلو تورن شو
-
تازه خبرونه1 day ago
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم
-
روغتيا3 days ago
په چین کې پر لانګیا نومي نوي ویروس ۳۵ کسان اخته شوي
-
روغتيا3 days ago
په کابل پوهنتون کې د څارویو د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ علمي غونډه ترسره شوه
-
نړۍ4 days ago
د ایف بي آی ځواکونو مې پر کور چاپه اچولې
-
نړۍ5 days ago
چین د تایوان په شاوخوا کې پوځي روزنیزه ننداره روانه ساتلې
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
وآتساپ خپلو کاروونکیو ته د نویو ځانګړتیاوو د وړاندې کولو هڅه پیل کړه