سوداگري
په هېواد کې اقتصادي ځانبسیاینې لپاره صنعتي انقلاب اړین دی – عزیزي
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت چارواکي وايي؛ د هېواد پر کرنه اوصنعت بشپړ راڅرخېدل پیل شوي او تر هغې به افغانستان ځانبساینې ته ونهرسیږي، چې صنعتي انقلاب پيل نهشي.
د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ويلي، که د حکومت لخوا يي ملاتړ پراخ شي؛ خصوصي سکتور چمتو دی، چې د هېواد د صنعتي کولو لپاره نوره پانګونه هم وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په دې غونډه کې د صنعتي پراختیا لپاره له پوره پاملرنې خبر ورکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ ترهغې، چې په هېواد کې صنعتي او اقتصادي انقلاب رامنځته نهشي هېواد به اقتصادي ځانبسیاینې ته ونهرسیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي وایي: اسلامي امارت ژمن دی، چې د خپل هېواد له اقتصادي سنګروالو او کورنیو تولیداتو څخه کلک ملاتړ وکړي. باوري اوسئ، چې مونږ خپلې تولیدي پراختیا ته ژمن یوو.
هغه له ټولوهغو پانګوالو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د هېواد په اقتصادي کچه کې خپل رول ادا کړي.
نورالدین عزیزي له خصوصي سکتور بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ او په دې اړه وایي: مونږ په ډاګه دا خبره کوو، چې د خپل خصوصي سکتور هرډول ملاتړ ته ژمن یوو او دا لړۍ به همداسې پراخه ساتو.
دغه راز د اقتصاد وزارت مرستیال هم وايي، چې په هېواد کې ورځ تر بلي مثبت اقتصادي تعاملات مخ پر زیا تېدو دي او له خصوصي سکتور سره هرډول همکارۍ ته پوره چمتوالي لري.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وایي: مونږ خصوصي سکتور ته د هېواد په اقتصاد کې د یوه قوي همکار پر سترګو ګورو او چمتو یوو، چې د هېواد په اقتصادي ځانبسیاینه کې د خصوصي سکتور ونډه زیاته کړو.
د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو هم ويلي؛ که د کورنیو تولیداتو او صنعتکارانو ملاتړ زیات شي، نو د هېواد د اقتصاد سنګروال نورې پانګونې ته هم چمتوالي لري.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د اسلامي امارت لخوا د هېواد له تولیداتو څخه تر ډېره ملاتړ شوی؛ خو که دا بهیر نور هم پراخ شي، خصوصي سکتور به د هېواد د تولیدي کولو په برخه کې نوره پانګونه هم وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولینو هم د کورنیو تولیداتو په پراختیا کې د حکومت، ملت او خصوصي سکتور پر همکارۍ او ګډ مسولیت ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: حکومت، ملت او خصوصي سکتور باید له کورنیو تولیداتو پېر و پلور ولري او خصوصي سکتوريي پر لوړ کیفیت تولید کړي، شته ستونزي حل شي.
د اوسپنې د ویلي کولو فابریکو ټولني اجرائیه رییس عبدالنصیر رشتیا وایي: په هېواد کې د اوسپنې په سکتور کې نږدې ۴۰ کارخونې هڅې لري، چې د اومه توکو له کمښت سره مخ دي. هیله ده، چې حکومت د اوسپنې کانونو ځیني قراردادونه کورنیو تولیدونکیوته ورکړي.
دولتي او خصوصي سکتور غړیو دا څرکندونې په هېواد کې د اوسپنې ویلي کولو د یوې کارخونې د پرانیستلو د غونډې پرمهال وکړي. دا کارخونه د لس میلیو ن امریکايي دالرو پر ارزښت جوړه شوې او نږدې ۷۰۰ هېوادوالو ته يي د کار زمینه برابره کړې ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنېپټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریلګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د امډياف تختو واګونونه شامل دي.
مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل باروړونکی ریلګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنېپټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.
هغه له ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.
-
تازه خبرونه2 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه5 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
نړۍ4 days agoایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
-
لوبی5 days agoهندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
تازه خبرونه4 days agoکه افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
