سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د چاودنې له کبله ۳۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شینهوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.
د پاکستان رسنیو او چارواکو ويلي؛ د پاکستان په سوېل لویديځ بلوچستان ايالت کې د شنبې پر ورځ په يوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شینهوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.
په ځايي راپورونو کې ویل شوي، په برید کې یو لوړ پوړی پولیس افسر او د هغه د کورنۍ غړي ټپیان دي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ د ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې د برید پړه منلې؛ خو پاکستاني چارواکو د برید پخلی ندی کړی.
سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال په عراق کې هوايي بریدونه کړي دي
دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جګړې په لړ کې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د عراق هغه هدفونه وویشتل، چې د تهران له ملاتړه برخمنو وسلهوالو ډلو پورې تړلي بلل کېدل.
دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.
د راپور له مخې؛ په دغو هدفونو کې داسې ځایونه هم ول، چې له هغه ځایه د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو پر ضد د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ترسره کېدل.
همدارنګه راپور ښیي، چې ځینې وختونه د کویټ له خاورې څخه د عراق پر لور د توغندیزو بریدونو خبرونه هم ورکړ شوي؛ خو دا روښانه نهده، چې دا بریدونه په کویټ میشتو امریکایي ځواکونو کړي او که سیمهییزو ځواکونو.
په یوه بله پېښه کې د عراق د جنوب د «کتائب حزبالله» ډلې پوستې پر نښه شوي، چې له کبله یې څو جنګیالي وژل شوي او د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو یو ارتباطي مرکز هم ویجاړ شوی دی.
رویټرز څرګنده کړې، چې سعودي عربستان د جګړې پر مهال د خپلو سیمو پر ضد د بریدونو په ځواب کې د لومړي ځل لپاره د ایران پر خاوره هم مستقیم بریدونه کړي دي. متحده عربي اماراتو هم ورته عملیات ترسره کړي دي.
دغه راز له ایران سره نږدې ډلې په عراق کې د جګړې پر مهال سلګونه بېپیلوټه الوتکې د خلیج پر هېوادونو؛ په ځانګړي توګه سعودي عربستان او کویټ توغولي دي.
د دغو بریدونو له کبله د خلیج عربي هېوادونه اړ شوي، چې د عراق له حکومت څخه وغواړي د دغو ډلو فعالیتونه کنټرول کړي او ان د اعتراض پر توګه یې د عراق سفیران او استازي هم احضار کړي دي.
سیمه ییز خبرونه
محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د لنډمهالي حکومت جوړولو فورمول وړاندې کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شنبې پر ورځې ناوخته (د غويي نولسمه) د پاکستان ژغورلو لپاره په فیسبوکپاڼه کې اڅکزی نومی فورمول وړاندې کړ.
د اڅکزي په دې فورمول کې وړاندیز کړی: «پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام او اساسي قانون ولري، عدالت حاکم او مطبوعات له سانسور څخه آزاد وي. ډاډ دې ورکړ شي، چې وسلهوال ځواکونه به له سیاسي بهیره لرې پاتې کیږي او یوازې به په خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې له ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز ولري».
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.
د اڅکزي په فورمول کې راغلي: «ټول سیاسي بندیان باید خوشې او داسې لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، چې پاکستان بېرته ولسواک کړي. د ټاکنو یو روڼ او خپلواک کمیسیون باید د یو کال په دننه کې آزادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي».
دغه راز اڅکزي له سیاسي ډلو او خپلواکو شخصیتونو غوښتي، چې که له دې غوره وړاندیز لري؛ دی یې هرکلی کوي.
د یادونې ده، چې د پاکستان اوسني حکومت تر دې دمه د «اڅکزي فورمول» ته غبرګون نهدی ښودلی.
سیمه ییز خبرونه
په خیبر پښتونخوا کې د موټربم چاودنې له کبله څلور پاکستاني پولیس افسران ووژل شول
د رویټرز د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي سجاد خان ویلي؛ ښايي هغه ۱۵ پولیس افسران هم وژل شوي وي، چې د بنو ښار په څنډه کې یې د یوې امنیتي پوستې دنده ترسره کوله.»
د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د موټربم په چاودنه کې لږ تر لږه څلور پولیس افسران وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي سجاد خان ویلي؛ ښايي هغه ۱۵ پولیس افسران هم وژل شوي وي، چې د بنو ښار په څنډه کې یې د یوې امنیتي پوستې دنده ترسره کوله.»
هغه زیاته کړې، چې له چاودنې وروسته نښته هم رامنځته شوې ده.
وسلهوالو په دې برید کې بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم کارولي دي.
«اتحاد المجاهدین» نومې یوې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
-
نړۍ4 days agoله ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
-
نړۍ5 days agoد رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
-
تازه خبرونه3 days agoله اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه3 days agoچین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې سلګونه افغان ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تازه خبرونه4 days agoله افغان حکومت سره عملي تعامل د رسمیت پېژندنې معنا نهلري – اروپايي ټولنه
