Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې ۲۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ويلي؛ د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال د دغه وزارت په یوه فرعي جومات کې د چاودنې له کبله څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

حکومت په کابل کې د دې چاودنې د بڼې او لامل په اړه سمدستي له څه ویلو ډډه کړې؛ خو څرګندوي، چې د دغې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

نوموړي د تلفاتو د شمېر د تائید تر څنګ زیاته کړې؛ دې جومات ته د لمانځه لپاره پر عامو خلکو سربېره د کورنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکيو هم تګ راتګ کاوه.  

د کابل ایمرجنسي روغتون تویت کړی، چې دوی ته له چاودنې وروسته ۲۰ ټپیان ور لېږدول شوي، چې دوه یې د درملنې پر مهال مړه شوي، ۱۶ بستر دي او دوه نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ودانۍ د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه پرته ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت استازولۍ د جمعې پر ورځ ویلي وه، چې د کابل د لویدیځ په کاج ښوونیز مرکز ۵۳ کسان ووژل، چې ډېرې یې نجونې وې.

تازه خبرونه

استخبارات باید د اسلامي نظام د دښمنانو ټول پټ او ښکاره پلانونه شنډ کړي – د اسلامي امارت رهبر

شیخ هبة‌الله آخوندزاده د استخباراتي چارواکو لپاره په یوه ورځني سیمینار کې ویلي؛ د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت لري ټول هغه پټ او ښکاره پلانونه شنډ کړي، چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي د اسلامي رژیم پر وړاندې یې پلي کړي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ويلي؛ استخبارات مکلف دي، چې د اسلامي نظام د دښمنانو ټول پټ او ښکاره پلانونه له منځه یوسي.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده د استخباراتي چارواکو لپاره په یوه ورځني سیمینار کې ویلي؛ د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت لري ټول هغه پټ او ښکاره پلانونه شنډ کړي، چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي د اسلامي رژیم پر وړاندې یې پلي کړي.

د اسلامي امارت رهبر استخباراتي ادارې د حکومت د ملا تیر ګڼلی او څرګندوي؛ هیچا ته باید اجازه ورنکړ شي، چې په ښکاره یا پټه دیني او اسلامي ارزښتونو سپکاوی وکړي.

د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې؛ استخباراتي اداره باید هیچا ته اجازه ورنکړي، چې په ښکاره یا پټه دیني او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی وکړي او باید د شرعي قانون د پلي کولو او د خلکو د پوهاوي د لوړولو لپاره له نورو ادارو سره ګډ کار وکړي.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده له استخباراتي ادارو وغوښتل، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي؛ په شکمن ډول څوک ونه نیسي او له بندیانو سره له ظلم څخه ډډه وکړي او محرمیت وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین امیر خان متقي ته د سفر بلنه ورکړه

د بهرنیو چارو وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین ځانګړي استازي د نړیوالې ټولنې پر کچه له افغانستان څخه د ملاتړ اعلانولو تر څنګ امیر خان متقي ته بلنه ورکړه، چې د روانې میاشتې تر پایه بیجینګ ته سفر وکړي.

Published

on

China special envoy meets with Muttaqi
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه سوداګریزه ناسته وشوه

دا غونډه د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین ځانګړي استازي یو شیاوینګ په شتون کې ترسره شوه.

Published

on

Afghanistan, Pakistan, China meeting

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره په جوړه شوې درې اړخیزه غونډه کې د دغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو د پانګونې د جلبولو او د ګډو پروژو د پیلولو لپاره د سټراټیژیو په اړه بحث وکړ.

دا غونډه د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین ځانګړي استازي یو شیاوینګ په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ګډو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو جوړول او د ګډو صادراتي پروسس مرکزونو د پیل په څیر اړینو مسلو بحث او خبرې وشوې.

سربېره پردې د درې اړخیزو سوداګریزو نندارتونونو جوړول او په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لپاره د ملاتړ مرکزونو جوړول هم د بحث نورې موضوعګانې وې.

همدارنګه د درې هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو آسانتیا د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره  یوه بنسټیزه اړتیا وړاندې شوه.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ دا غونډه د ګډون کوونکو هېوادونو د جدي هوډ ښکارندویي کوي، چې په سیمه کې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي او هیله لري، چې د دې خبرو اترو مثبتې پایلې به ټولو خواوو ته ګټه ورسوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!