Connect with us

تازه خبرونه

چین د افغانستان او د پاکستان پوځي رژیم په اوربند کې د ترکیې او قطر له منځګړیتوب ستاینه وکړه

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاقون په بیجینګ کې د یوه خبري کنفرانس پر وخت د خپل هېواد د رسمي دریځ له اعلانولو سره وویل: “چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کوي او د ښکېلو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه د ترکیې او قطر له هڅو ستاینه کوي.”

خپور شوی

د

چین د ترکیې او قطر له ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې او وایي، چې د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ  یې د اوربند په رامنځته کولو کې اړین رول لوبولی دی.

 د اوربند دا هوکړه د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې لاسلیک شوې، چې د سیمه‌ییز ثبات او ډیپلوماسۍ پر لوري یو اړین ګام ارزول کیږي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاقون په بیجینګ کې د یوه خبري کنفرانس پر وخت د خپل هېواد د رسمي دریځ له اعلانولو سره وویل: “چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کوي او د ښکېلو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه د ترکیې او قطر له هڅو ستاینه کوي.”

هغه زیاته کړې؛ پاکستان او افغانستان دواړه د چین اوږدمهاله دودیز ملګري دي.

چینایي چارواکو ټینګار کړی: بیجینګ په صادقانه توګه هیله لري، چې کابل او اسلام‌آباد کولی شي خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دوامداره اوربند د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله په سیمه‌ییز ثبات کې بنسټیز رول لوبوي.

هغه دا هم ویلي؛ چین چمتو دی، چې له دې بهیر څخه د ملاتړ لپاره رغنده هڅې وکړي. وروستۍ هوکړه د دوی ترمنځ د ژورو خبرو اترو د نوي پړاو پیل دی.

ټاکل شوې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د رسمي خبرو اترو بل پړاو د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه په استانبول کې ترسره شي، چې ترکیه به یو ځل بیا د سیمه‌ییز ثبات په یقیني کولو کې د منځګړي او آسانتیا برابرونکي رول ولوبوي.

تازه خبرونه

متقي او د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر کونسلي خدمتونو او سرحدي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ چارو مرستیال وحید جلال‌زاده کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د کونسلۍ خدمتونو د ښه‌والي او سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.

وحید جلال‌زاده هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلۍ همغږي مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې له افغان لوري سره روانې خبرې به د کونسلۍ چارو د بهیر په ښه‌والي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د آسانتیاوو پراختیا کې مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له نظامه نه لرې شوی او نه به لرې شي

فطرت زیاته کړې، چې جمعه‌خان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

Published

on

د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وايي، چې جمعه‌خان فاتح له اسلامي امارت څخه نه لرې شوی او نه به لرې شي. نوموړي د هغه او د حکومت د مشرتابه ترمنځ د اختلاف راپورونه «رسنیزې تبلیغات» وبلل.

فطرت زیاته کړې، چې جمعه‌خان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

لوی درستیز ټینګار کړی، چې دا ادعاوې حقیقت نه‌لري او موضوع یوازې د نوموړي له شخصي او کورنیو ستونزو سره تړاو لري.

هغه همداراز د جمعه‌خان فاتح د نیولو لپاره د ځواکونو د لېږلو راپورونه هم «دروغ او له حقیقته لرې» وبلل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تهران او کابل اړیکې د پراختیا پر لوري روانې دي – ایران

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ پارلماني چارو او بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال وحید جلال‌زاده د ایران او افغانستان د کونسلۍ کمېسیون د ګډې پېنځمې غونډې د جوړېدو او له افغان چارواکو سره د لیدنو لپاره کابل ته راغلی دی.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

جلال‌زاده د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان اړیکو د تېر کال پر پرتله ښه پرمختګ او پراختیا کړې ده.

هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د خپلو ګډو پولو سرحدي لارې پراخې کړي، چې له دې سره په سرحدي سیمو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي زمینه برابره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117