تازه خبرونه
کابل ته د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې رسېدلي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مریم بنت علي ناصر المسند په ایکس پاڼه کې له دې مرستې خبر ورکړی او څرګندوي، چې د دې پر مشرۍ او د ژغورنې او پلټنې د یوې نړیوالې ډلې پر ملتیا افغانستان ته رسېدلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پر امر د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رسېدلې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مریم بنت علي ناصر المسند په ایکس پاڼه کې له دې مرستې خبر ورکړی او څرګندوي، چې د ژغورنې او پلټنې د یوې نړیوالې ډلې پر ملتیا افغانستان ته رسېدلي ده .
مریم بنت علي ناصر المسند ویلي؛ دا راته یو لوی ویاړ دی، چې په دې ماموریت کې د خپل هېواد استازیتوب کوم او خپل پیغام نړۍ ته رسوم. له نورو سره مرسته کول او د اړمنو خلکو ژغورل مو داسې ژمنه ده، چې رښتیني بشري ارزښتونه مو ځلوي.
د قطر لخوا دا هڅه د افغانستان د خلکو لپاره د پرلهپسې ملاتړ یوه برخه ده.
په تېرو کلونو کې قطر تل د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو کې بشري مرستې او د ژغورنې خدمات چمتو کړي دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بشري مرستو کې دوه ګرځنده روغتیایي مرکزونه، خوراکي توکي، اړین درمل او د بېړنۍ سرپناه لوازم شته، چې شاوخوا ۱۱ زره زلزلهځپلي به ترې برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پېښو ته د چمتوالي ملي ادارې د هېواد په کونړ ولایت کې د زلزلې له کبله د ځاني زیانونو په اړه ویلي: ۱۴۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۳۳۹۴ نور ټپیان دی او ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.
تازه خبرونه
د ایراني ځواکونو پر ډزو ګڼشمېر افغان مهاجرو ته مرګ او ژوبله اوښتې
دا پېښه د سېشنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.
دا پېښه د سېشنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.
حالوش راپور ورکړی، چې ایرانی پوځیانو پر موټر له قانوني درېدا او خبرداري پرته ډزې کړي، چې په کې یو شمېر سپرلۍ پر مرمیو لګېدلي؛ موټر چپه شوی او اور یې اخیستی دی.
د راپورونو له مخې؛ د ۶ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
تازه خبرونه
د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي
د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.
د ماشومانو ژغورنې بنسټ ويلي؛ د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان په دې ولایت کې تر خیمو لاندې ژوند کوي او د کورونو د بیارغونې لپاره ورته هیڅ ځانګړی مهالوېش رامنځته شوی ندی.
د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.
دې بنسټ ویلي، چې په دې غرنۍ سیمه کې د بیارغونې چارې ټکنۍ پیل شوې دي او ښايي ځینې کلي هیڅکله بیا ونهرغول شي.
له نږدې ۱۳۰۰ درسي ټولګیو له نیمایي څخه ډېر یا ویجاړ شوي او یا یې سخت زیانمن دي. د ښوونځیو جوړول اوس هم پیل شوي ندي او شاوخوا ۱۷ زره زدهکوونکي تر شنه آسمان لاندې په لنډمهاله درسي خونو کې زدهکړې کوي. له ۶۰۰۰ ډېرې بېځایه شوې کورنۍ، چې خپل کورونه او عاید یې له لاسه ورکړی؛ پخوا به یې پر منځني کچه هره میاشت له ۷۵ تر ۱۲۰ ډالرو پورې د کرنې او کوچنیو کارونو له لارې ګټل، اوس پر بشري مرستو تکیه لري.
د افغانستان لپاره د ماشومانو د ژغورنې بنسټ استازي بوجار هوخا ویلي: « په داسې حال کې، چې په ټول افغانستان کې اړتیاوې زیاتې او بودجه کمه شوې ده؛ باید د زلزلې له کبله زیانمن شوي خلک هېر نشي. کورنۍ د خپل ویجاړ شوي ژوند د بیارغولو لپاره پرلهپسې کار او بودجې ته اړتیا لري.»
په ۲۰۲۵ ز.کال کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۲.۹ میلیون افغانانو له راستنېدا سره د استوګنې کړکېچ نور هم پراخ شوی او ځینې بېرته راستانه شوي کسان په هغو سیمو کې میشت شوي، چې د زلزلې اغېز پرې شوی و. ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې سږ کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیون کسان سرپناه ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
پاکستان باید د خپلې «بېشرمه کړنې» ځواب ترلاسه کړي – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي بریدونه «بېشرمه کړنه» ده او وایي، «پاکستان باید ځواب ترلاسه کړي.»
هغه دا هم ویلي، چې د غچ اخیستنې د کړنې جزییات محرم دي.
-
نړۍ4 days agoټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه
-
تازه خبرونه5 days agoامیرخان متقي او روزمیري ډیکارلو د پاکستان پر هوایي بریدونو خبرې وکړې
-
International Sports5 days agoد ۲۰۲۶ ز.کال ژمنی اولمپیک د ناروې پر ځلېدا پای ته ورسېد
-
تازه خبرونه5 days agoد بښنې نړیوالې ادارې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ځاني زیانونو د څېړنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخنیوي ته چمتو یوو – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoبنیاد بیات به دهها خانواده نیازمند در فراه کمکهای رمضانی توزیع کرد
-
سوداگري4 days agoازبکستان له افغانستان سره د ۵ میلیارډ ډالرو سوداګري اعلان کړه
-
تازه خبرونه3 days agoد کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي
