Connect with us

لوبی

آریانا راډیو‌ټلویزیون د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ د خپرولو حق تر لاسه کړ

د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ به سې‌شنبه د شپې ۹:۳۰  د زمري له څوارلسمې څخه د وږي تر نهمې / د اګست له پېنخمې څخه د همدې میاشتې تر یودېرشمې په انګلستان کې ترسره شي.

خپور شوی

د

آریانا راډیو‌ټلویزیون نړیواله شبکه ویاړي، چې په افغانستان کې یې د افغانانو تر کورونو د ” ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍد رسولو او ژوندۍ خپرولو ځانګړی او قانوني حق ترلاسه کړی دی.

د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ به سې‌شنبه د شپې ۹:۳۰  د زمري له څوارلسمې څخه د وږي تر نهمې / د اګست له پېنخمې څخه د همدې میاشتې تر یودېرشمې په انګلستان کې ترسره شي.

دا سیالۍ اته فرنچائزي لوبدلې(هغه لوبډلې، چې تر خصوصي یا سوداګریزو امتیازاتو لاندې فعالیت کوي) د سل توپونو پر بڼه ترسره کوي، چې په ټوله نړۍ کې یې د کرکټ مینه‌والو ترمنځ شهرت مخ پر زیاتېدو دی.

 دا سیالۍ به په لارډز کرکټ ډګر کې د لندن سپیریټ او دفاعي اتل اوول اینوینسیبلز لوبډلو ترمنځ پر پرانیستونکې لوبې پیل شي. ټاکل شوې، چې وروستۍ لوبه به هم د وږي پر نهمه / د اګست پر یودېرشمه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

په سږنیو سل توپونو سیالۍ کې لاندې لوبډلې ګډون کوي:  لندن سپیریټ، اوول اینوینسیبلز، بیرمنګهام فینکس، مانچسټر اوریجنلز، نارډن سوپرشارجرز، ساوټرن بریو، ټرنټ راکیټس او ولش فایر.

په هره لوبه کې هره لوبډله به د سل توپونو یوه پاڼۍ ولري. توپ‌اچوونکي کولی شي په پرله‌پسې توګه پېنځه یا لس توپونه واچوي؛ خو تر ۲۰ توپونو پورې اچولی شي. له هرو لس توپونو وروسته، په ډګر کې د لوبغاړو د ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې نښې رامنځته کیږي، چې دې لنډمهالې لوبې ته سټراټیژیکه او ټاکټیکي اړخ وربښي.

تمه ده، چې په سږني پړاو کې د غوره نړیوالو لوبغاړو ډېر شمېر حضور ولري.

د آسټرالیا سټیو سمیت له ولش فایر سره یوځای شوی، د نیوزیلینډ ټرنټ بولټ به د برمنګهام فینکس لپاره لوبه وکړي او د افغانستان کرکټ ستوری راشد خان به یو ځل بیا د اوول اینوینسیبلز لپاره ولوبیږي.

نور احمد یوازنی افغان لوبغاړی و، چې د ۲۰۲۵ سیالیو ته د رسمي غوراوي له لارې غوره شو. هغه له مانچسټر اوریجنلز سره د ۲۰۰ زره پونډو (۲۶۷ زره ډالرو) پر ارزښت تړون ترلاسه کړ، چې هغه یې په دې سیالیو کې تر ټولو ګران بهرنی لوبغاړی کړ.

دغه راز راشد خان د غوراوي له بهیر مخکې د اوول انوینسیبلز تړون لاسلیک کړ، چې د ۱۲۰ زره پونډو (۱۶۰ډالرو) ارزښت لري.

په افغانستان کې کرکټ مینه‌وال کولی شي ټولې لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري؛ ځکه، چې آریانا راډیو‌ټلویزیون د سیالیو د خپرولو ځانګړی او قانوني حق ترلاسه کړي دي.

د نرینه‌وو ټولې لوبې به پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون ATN له لارې خپرې او د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ د افغانانو تر کورونو راورسوي.

د نړۍ د غوره ستورو پر ګډون، له ننداره‌کوونکو ډکو لوبغالو او هغه ډګرنۍ بڼه، چې سرعت او تفریح ته ډیزاین شوې؛ ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ نړیوال جام نه یوازې هیله بښونکی کوي، بلکې د کرکټ د عصري لوبې په ودې کې یو بل زړه‌راکښونکی پړاو هم ځلوي.

لوبی

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.

د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابت‌ها از افغانستان نمایندگی کنند.

Published

on

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزه‌وهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.

افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوه‌ویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال  ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!