Connect with us

تازه خبرونه

ازبکستان، افغانستان او پاکستان د یوه سټراټیژیک سوداګریز دهلیز پر رامنځته کولو خبرې وکړې

د دې درې هېوادونو د ټرانسپورټي چارو چارواکو د ازبکستان- افغانستان- پاکستان دهلیز د پراختیا په اړه د ګډ پلان د مسودې بیاکتنې او وروستي کولو لپاره مجازي ناسته ترسره کړه.

خپور شوی

د

Railway

ازبکستان، افغانستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره د درې اړخیز ټرانسپورټي دهلیز د پراختیا له لارې د سیمه‌ییزو اړیکو په اړه خپلې ژمنې بیا تائید کړې.

د دې درې هېوادونو د ټرانسپورټي چارو چارواکو د ازبکستان- افغانستان- پاکستان دهلیز د پراختیا په اړه د ګډ پلان د مسودې بیاکتنې او وروستي کولو لپاره مجازي ناسته ترسره کړه.

دا ناسته د ازبکستان د ولسمشر د فرمان له مخې جوړه شوې، چې د هېواد د ټرانسپورټ او لوژسټیک سیسټمونو د پرله‌پسې پراختیا غوښتنه کوي.

د ټرنډ د راپور له مخې؛ بحثونه د توکو باري حرکت پر ښه کولو، د سوداګرۍ خنډونو لرې کولو او د پولې هاخوا لوژسټیک ساده کولو لپاره د عملي اقداماتو پېژندلو راوڅرخېدل.

درې واړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې پلان وروستی کړي او اړینې کورنۍ غوښتنې د لاسلیک لپاره چمتو کړي.

دا نوښت په ټوله سیمه کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا پر لوري یو اړین ګام ګڼل کیږي. دا د څو هېوادونو د اوسپنې‌پټلۍ ګډه پروژه ده، چې ترمز- مزار شریف- کابل- پېښور سره نښلوي، چې د لومړی ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال په فبروري کې پرې درې اړخیزه رسمي هوکړه وشوه.

تمه ده، چې د ۵ میلیارډ ډالرو پر اټکل شوي لګښت د اوسپنې‌پټلۍ دهلیز به په کال کې تر ۲۰ میلیون ټنو پورې بار د لېږد وړتیا ولري، چې له بشپړېدنې سره به د ځمکې له لارې د سوداګرۍ یوه مهمه لار چمتو او اروپا، روسیه، مرکزي آسیا، افغانستان، پاکستان، هند او د سویل ختیځې آسیا پراخه سیمه سره ونښلوي.

د درې واړو هېوادونو چارواکي دا دهلیز د بدلونکې بېخبنايي پروژې په توګه ګوري، چې نه یوازې به ورسره سیمه‌ییز تجارت زیات شي، بلکې په تاریخي توګه کم تړاو لرونکې سیمه کې به ژیوپولیتیک اتصال او اقتصادي ادغام ته هم وده ورکړي.

تازه خبرونه

پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

Published

on

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.

دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بې‌پرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.

دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

Published

on

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

Published

on

په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین ويلي، چې پاکستان نه غواړي افغانستان د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره عادي اړیکې ولري.

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

دې ډیپلوماټ له ان‌ډي‌ټي‌وي خبري سرچینې سره په یوه بله مرکه کې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان برید سخت وغانده او دا یې “د انسانیت پر وړاندې جنایت” وباله.

په دې برید کې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

د شاهین د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې له بریدونو  موخه د ټي‌ټي‌پي د غړو پر نښه کول دي؛ خو دا ادعاوې بې بنسټه دي.

شاهین د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د پردې تر شاه د خبرو تورونه هم رد کړل.

هغه وایي: « اوسمهال د پردې تر شاه خبرې اترې نشته. دوی پوځي لار غوره کړې ده. په داسې حال کې، چې مونږ تل د مسایلو لپاره سوله‌ییز حل غوښتی دی. هغو لومړی پر افغانستان برید غوره کړی؛ نو فکر کوم، چې دا مسله به د هغو پخپله ژبه ځواب شي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!