Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر

مېلر له« اې‌بي‌سي نیوز» سره په مرکه کې ویلي؛ پوهېدو، چې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي له ډېرو ستونزو سره مل وي؛ خو د کابل سقوط او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو څرنګوالي هغه ډېر خواشینی او غصه کړی و.

خپور شوی

د

د امریکا متقاعد جنرال او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخوانی قومندان آسټین سکاټ مېلر وايي، په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي و.

مېلر له« اې‌بي‌سي نیوز» سره په مرکه کې ویلي؛ پوهېدو، چې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي له ډېرو ستونزو سره مل وي؛ خو د کابل سقوط او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو څرنګوالي هغه ډېر خواشینی او غصه کړی و.

هغه ویلي:« زه په افغانستان کې د کار د پای ته رسېدا له څرنګوالي ډېر ناراضي وم. پوهیدم، چې ښايي داسې څه پېښ شي؛ خو بیا هم غصه وم.»

مېلر وایي؛ له افغانستان څخه د وتلو یوه له تر ټولو سختو برخو څخه له خپلو افغان ملګرو او همکارانو سره مخه ښه وه؛ هغه کسان، چې ځینې یې له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو پورې پېژندل.

هغه وویل:« دا ډېر ناخوښ کار و. باید هغوی ته مې ویلي وای، چې زه ځم او زمونږ ځواکونه هم له افغانستان څخه وځي.»

مېلر زیاته کړې، که څه هم هغه یوه سرتېري ته ورته یوازې د امریکا د حکومت سیاست پلي کاوه؛ خو د خپلو افغان ملګرو غبرګون لیدل ورته ډېر سخت ول.

هغه ویلي:« د هغوی له نظره داسې احساس مې کاوه لکه ما، چې ورسره خیانت کړی وي.»

مېلر څرګنده کړې، د کابل له سقوط وروسته د کابل هوايي ډګر د ګډوډ وضعیت لیدل ورته هم ډېر سخت ول.

هغه وایي:« داسې احساس مې کاوه، چې له لاسه مې هېڅ هم نه‌کېږي. که په یوه الوتکه کې سپرېدلی شم، افغانستان ته به تللی وم، چې مرسته وکړم.»

هغه د کابل په هوايي ډګر کې د هغې چاودنې په اړه هم خبرې کړي، چې په پایله کې یې یو شمېر امریکايي سرتېري او افغان ملکي وګړي ووژل شول.

مېلر ویلي:« هغه برید نږدې له پښو وغورځولم. ډېر سخت ګوزار و.»

مېلر زیاته کړې، د کابل هوايي ډګر ګډوډوونکو انځورونو د ۲۰۰۱ز.کال د سپټمبر د یوولسمې بریدونه ورپه یاد کړل.

هغه ویلي، د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو پر مهال یې داسې کسان لیدلي وه، چې د نړیوال سوداګریز مرکز له ودانۍ څخه له اور څخه د تېښتې لپاره یې لاندې ټوپ کاوه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، هغه انځورونه هم ډېر ټکان ورکوونکي وه، چې افغانانو د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکايي الوتکو د وتلو پر مهال هڅه کوله ځانونه الوتکو ته ورسوي.

مېلر وایي:« دا صحنې د ډېرو خلکو لپاره دردناکې وې؛ ځکه مونږ پوهېدو، چې دا جګړه څنګه پیل شوې وه او اوس مو د هغې د پای څرنګوالی لیده.»

مېلر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې څه شی په بل ډول ترسره کېدی شو؛ وویل؛ په افغانستان کې شته ګواښونه په کافي اندازه جدي نه‌ ول نیول شوي.

هغه ویلي؛ امریکا کولی شول مخکې له دې، چې وضعیت خراب شي، د هغو کسانو یوه برخه بل هېواد ته ولېږدوي، چې ټاکل شوې وه له افغانستان څخه وایستل شي.

تازه خبرونه

په تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري ويلي، چې هېوادوال کولی شي دافغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو ته ورشي؛ خپل زاړه او زیانمن بانکنوټونه له نویو هغو سره بدل کړي.

Published

on

دافغانستان بانک ويلي، چې په تېر یو کال کې د شاوخوا ۲،۵ میلیارډ افغانیو پر ارزښت زاړه او زیانمن بانکنوټونه له پولي چلښت څخه راټول او له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري ويلي، چې هېوادوال کولی شي دافغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو ته ورشي؛ خپل زاړه او زیانمن بانکنوټونه له نویو هغو سره بدل کړي.

یو شمېر هېوادوال او صرافان په بازارونو کې د زاړو بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د دغو پیسو کارول ستونزې لري.

دغه راز صرافان وايي، چې ځینې خلک د زاړو بانکنوټونو له اخیستلو ډډه کوي او دغه وضعیت د راکړې ورکړې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان بانک له خلکو غوښتي؛ د افغانیو بانکنوټونو په ساتنه کې پام وکړي، چې له ټاکلې مودې مخکې زاړه او زیانمن نه‌شي او د نویو پیسو د ژر چاپولو اړتیا راکمه شي.

دافغانستان بانک مسوولانو ټینګار کړی، چې د پولي سیاستونو او د بازار د اړتیا له مخې، نوې بانکنوټونه پولي چلښت ته داخلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د ستونزې د حل لپاره هڅې کوو- ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد نن د« حکومت په هېنداره کې د مطبوعاتو» په څلورم پروګرام کې ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان له هرو څلور وګړو څخه یو کس پر زده‌کړو بوخت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو موضوع اوس هم تر څېړنې لاندې ده او حکومت د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.

مجاهد نن د« حکومت په هېنداره کې د مطبوعاتو» په څلورم پروګرام کې ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان له هرو څلور وګړو څخه یو کس پر زده‌کړو بوخت دی.

هغه زیاته کړې: د زده‌کړو هغه برخه، چې له «خنډ» سره مخ ده؛ هڅه کېږي، چې په دې بهیر کې ورګډه شي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، د زده‌کړو پراختیا، د لوړو زده‌کړو پراخول، د علمي څېړنو پیاوړتیا او د بشري ځواک د وړتیا لوړول په ۱۴۴۷سپوږمیز لېږدیز کال کې د هېواد د ښوونیزو او علمي بنسټونو د فعالیتونو له مهمو برخو څخه ول.

د هغه ویلي، په تېر یو کال کې ۲۳۸ نوي ښوونځي او دیني مدرسې جوړې شوي او د ۹۷۰ نورو ښوونځیو او مدرسو د رغونې او بیارغونې چارې ترسره شوې دي.

هغه د دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر له ۳۸ زره ډېر ښودلی، چې له ۷ میلیون او ۶۲۰ زره ډېر زده‌کوونکي په کې زده‌کړې کوي.

مجاهد همداراز ویلي، چې له ۲ میلیون او ۴۰۰ زره ډېر طالب‌العلمان په دیني مدرسو کې پر اسلامي زده‌کړو بوخت دي او له ۲۱۲ زره ډېر محصلان د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړې؛ تېر کال د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت په ښوونیزو مرکزونو کې ۲ زره او ۵۸۰ نوي زده‌کوونکي او محصلان جذب شوي، چې د هغوی ټول شمېر ۷ زره او ۶۴۳ تنو ته رسېږي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د آزموینو عمومي ادارې تېر کال په ټول هېواد کې د کانکور ۵۳ دورې آزموینې اخیستې، چې ۱۸۹ زره او ۱۶۹ کسانو په کې ګډون کړی و.

هغه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په لیسو او انسټیټیوټونو کې د زده‌کوونکو او محصلانو شمېر ۷۷ زره او ۸۵۵ تنه ښودلی دی.

مجاهد ویلي، چې تېر کال ۱۴ علمي او څېړنیزې پروژې بشپړې شوي، د علومو اکاډمۍ له لوري ۱۶۴ علمي مقالې خپرې شوي او ۱۰۰ علمي کنفرانسونه او شپږ علمي سیمینارونه جوړ شوي دي.

د هغه په وینا، پر ۱۹۲ څېړنیزو پروژو هم کار روان دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

Published

on

امریکا ۱۲ افغان وګړي له خپلې خاورې ایستلي او د مرکزي افریقا جمهوریت ته یې لېږدولي دي. په ایستل شویو کسانو کې یو داسې ځوان افغان هم شته، چې د کورنۍ غړو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

افغان ایوک نومي بنسټ، چې له امریکا سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي؛ د امریکا د مدني آزادیو ټولنې او د بشري حقونو فرسټ بنسټ په ګډه تائید کړې، چې دغه افغان هم له امریکا ایستل شوی دی.

د هغه یو ورور، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي؛ د افغانستان د پخواني حکومت په پوځ کې له امریکايي ځواکونو سره یوځای خدمت کړی دی. بل ورور یې پیلوټ و، چې د امریکا له لوري روزل شوی و.

نیویارک ټایمز دغه افغان خلیل نومی یاد کړی او څرګندوي، چې پلار او خور یې هم له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د بشري حقونو فرسټ بنسټ د کډوالو د پالیسۍ او حقوقو د برخې مشر ساوي آروي ویلي، چې د دغو کسانو الوتکه د شنبې پر ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده. په دې الوتکه کې ۱۲ افغان، اته ایراني او یو شمېر نیپالي او نیکاراګویي وګړي لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې سږ کال مرکزي افریقا جمهوریت ته دا د امریکا درېیمه د ایستلو الوتنه ده.

دغو ایستنه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر وړاندې د سختې پالیسۍ یوه برخه بلل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې مرکزي افریقا جمهوریت ته سفر ونه‌کړي او د ناامنۍ، جرمونو، تښتونې، روغتیايي ستونزو او ترهګرۍ په څېر د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!