سیمه ییز خبرونه
افغانانو ته د اعدام له حكم څخه په عمري بند سزا له ايران څخه د افغان حكومت عمده غوښتنه ده
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له ايران څخه غوښتي، چې په هغه هېواد كې د افغانانو د اعدامولو په باب د كابل او تهران تر منځ يوګټور ميكانيزم جوړ كړي. په ايران كې د افغانستان د سفارت له خوا له افغان بنديانو څارنه، په خپلو بشري حقونو د بنديانو لاس رسى، او بنديانو ته د اعدام له حكم څخه په عمري بند سزا له ايران څخه د افغان حكومت عمده غوښتنې دي.
افغانستان ته په ايران كې د څو اعدام شويو مړو تر لېږدولو وروسته مدني ټولنو او د بشر حقونو بېلابېل غبرګونونه وښودل.
دغو بنسټونو له حكومت څخه وغوښتل څو په ايران كې د افغانانو بشري حقونو ته پاملرنه وكړي.
په همدې حال كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په وېنا كې د تمدنونو د ايتلاف په ناسته كې د ايران د بهرنيو چارو له وزير غوښتي، چې د كابل او تهران تر منځ په ايران كې د اعدام پر سزا د محكومو افغانانو په تړاو همغږي را منځته كړي.
په ايران كې د افغان بنديانو د دقيقې شمېرې په باب معلومات نشته، خو وخت ناوخت په ايران كې د افغانانو د اعدام خبرونه خپرېږي.
بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسى زى وايې:
ژر به يو افغان پلاوى تهران ته ولاړ شي، څو په ايراني بنديخانو كې د افغان بنديانو د حالت او په دې تړاو له ايراني چارواكو سره يوې مناسبې تګلارې د هوكړې لپاره نتيجې ته ورسېږي.
شاوخوا دوه كاله وړاندې د افغانستان د پارلمان يو پلاوى، چې ايران ته د افغان بنديانو د ستونزو د حل په موخه تللى وو، له هغه هېواد څخه تر بېرته را ستنېدو وروسته ويلي وو، چې ايران هوكړه كړې څو هغه بنديان، چې دوسيې يې بشپړې شوي افغان دولت ته وسپاري.
خو د دوو كلونو له تېرېدو وروسته ويل كېږي، چې له افغانستان سره د ايران له خوا دا ژمنه نه ده عملي شوې.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.
سیمه ییز خبرونه
د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
سیمه ییز خبرونه
د کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.
بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلامآباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بېبرخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نللیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
تازه خبرونه5 days agoد پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days agoملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې
-
نړۍ4 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه4 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
-
تازه خبرونه4 days agoله ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
-
څار5 days agoڅار: چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اترو نوی کوربه

