سوداگري
افغان او پاکستانيو چارواکي د افغان صادراتي توکو د تعرفې پر کمولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت پلاوي، چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لرله؛ د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوړ پوړي پلاوي سره د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټي آسانتیاوو او متقابلو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په اسلامآباد کې له دوه ورځو خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکي دې پایلې ته ورسېدل، چې پاکستان د افغانستان پر څلورو کرنیزو محصولاتو؛ لکه انګورو، مڼو، انارو او رومیانو او د پاکستانیو کیلو، آم، کچالو او کیوي په اړه د افغانستان تعرفې کمې کړې دي.
د اسلامي امارت پلاوي، چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لرله؛ د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوړ پوړي پلاوي سره د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټي آسانتیاوو او متقابلو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده ويلي؛ دا تړون د یو کال لپاره دی او دواړو هېوادونه کولی شي، چې د اړینو ارزونو پر بنسټ یې وغځوي او نور توکي هم وراضافه کړي.
دغه راز د ټرانزیټي آسانتیاوو، د تخنیکي ډلو جوړولو او د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې هم اغېزمنو هوکړو ته رسیدلي دي.
جواد آخوندزاده دا هم ویلي، چې د دوه ورځو هر اړخیزو خبرو اترو وروسته، کابل او اسلام آباد بالاخره په کرنیزو محصولاتو د ترجیحي تعرفو کمولو موافقه وکړه. د تړون له مخې؛ څلور افغان کرنیز محصولات د انګورو، مڼو، انارو او رومیانوپه ګډون به د ترجیحي تعرفو لاندې پاکستان ته صادر شي. په داسې حال کې، چې څلور پاکستاني محصولات هم د کیلې، کچالو او کیوي په ګډون به له دې تعرفو سره افغانستان ته وارد شي.
مخکې له دې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نږدې یو میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې ۲۷۷ میلیون ډالر یې پاکستان ته د افغانستان صادرات دي.
ویل کیږي، چې دا تړون د یو کال لپاره اعتبار لري.
سوداگري
افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.
دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.
د لاجورد دهلیز یوه سیمهییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمهییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سوداگري5 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
نړۍ5 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
