Connect with us

سیمه ییز خبرونه

افغان بېسيم د مبايلونو له لارې مشورتي روغتيايي پروگرامونو ته پراختيا وركړې ده

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان بيسيم مخابراتي شركت په افغانستان كې د ښځو لپاره د مبايلونو له لارې مشورتي روغتيايي او سوداگريز پروگرامونو ته پراختيا وركړې ده.

د افغان- امريكا د سوداگرۍ خونې په اتمه كلنۍ ناسته كې  په اقتصادي او كرنيزو مسايلو مخابراتو او نوې تكنالوژي خبرې او د نظرتبادله وشوه.

د افغان بيسيم د مخابراتي شركت د سوداگريزې څانگې او بيات بنياد مرستيالې مانتي سيو موس په دې ناسته كې په بيارغاونه، د ښونځيو او روغتونونو په جوړولو او همدا راز  اړو كسانو ته د بېړنيو مرستو لپاره د بيات بنياد د فعاليتونو په باب خبرې وكړې.

نوموړې زياتوي، چې دې بنسټ له افغان بي سيم سره په گډه يو پروگرام ته پراختيا وركړې ده، چې د مبايل تكنالوژي ستر قابليت يې د پلور مستقيمې شبكې ته چې ښځې يې اداره كوي، را نغاړي. اړيكه، هيله او فرصت د افغانستان لرې ټولنو ته وړي. بيات بنياد له مبايل څخه د ډېرې استفادې په مقصد د ښځو لپاره روغتيايي پروگرام تر لاس لاندې لري، چې زيانمنې شوې ټولنې او د خوراكي توكو له اړخه زيانمنې شوې ټولنې هڅوي څو د مبايل شبكې له لارې له روغتيايي زده كړو او خوراك برخمن شي.

هغې همدا راز د افغان بيسيم مخابراتي شركت د خدمتونو د پراختيا يادونه وكړه او ټينگار يې وكړ، چې دا شركت په پام كې لري څو په ۲۰۱۳كال كې د كورنيو د بيات بنياد په همكارى په ټول افغانستان كې ښځو ته روغتيايي او سوداگريز مشورتي پروگرامونه وړاندې كړي. هغې وويل، دا پروگرامونه به د مبايلونو په ذريعه عملي شي.

د افغانستان لپاره د يو اس آى ډي د سياست سلاكارې مېرمن كيمه گوان د افغان بي سيم شركت دا اقدام وستايه او په افغانستان كې يې د مخابراتي شركتونو په ځانگړې توگه افغان بيسيم فعاليتونه وستايل.

مېرمن كيمه گوان همدارنگه زياته كړه، چې افغان بېسيم له نورو مخابراتي شركتونو لكه روشن، اتصالات او ام ټی ان  سره يو ځاى له نوي تكنالوژۍ سره چې اف ان سي نومېږي وصل شو. له دغې لارې په خوندي توگه د پېسو د لېږد زمينه برابره شوې ده. افغان بېسيم لوړمنى مخابراتي شركت دى، چې په افغانستان كې يې د گرځنده موباېل خدمتونه وړاندې كړي دي.

اقتصادي كارپوهانو او د دې ناستې برخه والوهم دا اقدام وستاېه او دا يې د افغان مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره ارزښتناك گام وباله.

په همدې حال كې د امريكا په كالفرونيا كې د افغان- امريكا د سوداگرۍ د خونې رئيس قاسم كريم د افغان بيسيم مخابراتي شركت له دې كار څخه مننه وكړه او ويې ويل، چې په دې كار سره نور خصوصي شركتونه هم هڅول كېږي، چې خلكو ته د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې كولو په ډگر كې ډېر كارونه تر سره كړي.

افغان بيسيم مخابراتي شركت په افغانستان كې لومړنى مخابراتي شركت دى. دې شركت ټول افغانستان تر خپل مخابراتي پوښښ لاندې راوستى او تل هڅه كوي څو خپل خدمتونه په ښه بڼه او چټك ډول وړاندې كړي.

دې شركت همدا راز په افغانستان كې زرگونو كسانو ته په مستقيم او غېر مستقيم ډول د كار زمينه برابره كړې ده.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

Published

on

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هم‌مهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووه‌پنځوسمه څپه پیل کړې ده.

تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.

راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.

دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!