تازه خبرونه
افغان پانګوال دې راشي او په هېواد کې دې پانګونه وکړي – عبدالسلام حنفي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د صنعت د اوونۍ د پېنځه ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې یو ځل بیا له بهر میشتو پانګوالو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.
د دغه پېنځه ورځني نړیوال نندارتون د پای په مراسمو کې عبدالسلام حنفي وویل؛ د اسلامي امارت تګلاره په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ پیاوړتیا ده او له همدې کبله د پانګوالو او د هغو د اړوند پروژو امنیت په سمه توګه خوندي شوی دی.
عبدالسلام حنفي د نندارتون ګډونوالو ته په ډاګه کړه: نن په هېواد کې دننه د پانګونې ډګر په بشپړه توګه خوندي او چمتو دی؛ الحمدالله په بشپړه توګه امنیت شته او پانګه مو په بشپړه توګه خوندي ده.
هغه زیاته کړې: د افغانستان اسلامي امارت په هر حال کې ستاسې همکار دی ان شاءالله. راځئ، چې د ګران هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړو.
عبدالسلام حنفي همداراز له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې هم ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د دې ناوړه پدیدې په مخنیوي کې همکاري وکړي؛ ځکه له نشهيي توکو څخه د افغانستان د ژغورنې یوازنۍ لار د صنعت او سوداګرۍ په ډګرونو کې پانګونه ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال دا هم څرګنده کړه: نن د افغانستان اسلامي امارت دلته د نشهیي توکو کښت، کارول او قاچاق منع کړي دي. که غواړئ، چې افغانستان، ګاونډیان، سیمه او نور هېوادونه له نشهیي توکو خلاص شي؛ تاسې باید له افغانستان سره مرسته وکړئ، چې ورسره دلته زمونږ کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه هم برابره شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي ويلي، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته ژمن دی او په همدې موخه یې د شرکتونو د معلوماتو د ثبت سیستم هم جوړ کړی دی.
نوموړی وایي: مونږ په افغانستان کې د باور وړ او اعتباري شرکتونو ته د دیتابیس سیستم جوړ کړی، چې له کوم لګښت پرته ټول به په دیتابیس کې ثبت شي. ان شاالله.
د دې ترڅنګ د اقتصاد وزیر دا هم ویلي، چې له محدودیتونو سره – سره افغانستان کولی شي خپل کلني لګښتونه له کورنیو عوایدو تمویل او ترلاسه کړي.
د یادولو ده، چې د کورنیو تولیداتو په دغه پېنځه ورځني نړیوال نندارتون کې ۵۵۰ تولیدي شرکتونو ګډون کړی و، چې څه باندې ۱۶۰ زره لیدونکي یې درلودل او یو شمېر صنعتکارانو هم د خپلو تولیداتو د پلورلو فرصت ترلاسه کړ.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو په شبکو کې پر پانګونې ټینګار وکړ
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو د حقونو او روغتیا ساتنې لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اړین دی او له حکومتونو او اړوند بنسټونو یې په دې اړه د عملي هڅو غوښتنه کړې ده.
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
ګوټرش د اوبو په اړه په سږنۍ څرګندونه کې «چېرته، چې اوبه بهېږي؛ هلته برابري وده کوي» تر سرلیک لاندې ټینګار کړی؛ اوبو ته د لاسرسي ښهکول کولی شي د جنسیتي برابرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
هغه له حکومتونو وغوښتل، چې د خدمتونو د وړاندې کولو په ښه کولو، د کاري ځواک د ظرفیت پر پیاوړتیا او دوامدار تمویل د اوبو او حفظالصحې په شبکو کې پانګونه زیاته کړي.
هغه همدارنګه له پرمختللو هېوادونو وغوښتل، چې د ټکنالوژۍ، تخصص او بودجې پر وړاندې کولو د بنسټیزو سرچینو د جوړولو لپاره له دغو هڅو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې باید د پرېکړو په بهیرونو کې برخه ولري، چې د اوبو سیسټمونه د ټولنې له اړتیاوو سره سم جوړ شي.
ګوترس ویلي، چې د اوبو کمښت کولی شي شخړو ته لمن ووهي؛ اوبه کولی شي همکاري او سوله هم پیاوړې کړي.
هغه وایي: “راځئ، چې په ګډه اوبه د جنسیت د برابرۍ لپاره پر یوه ځواک واړوو.”
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه22 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی23 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه22 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
