تازه خبرونه
امریکا اسلامي امارت منزوي کولی نشي ـ فارین افیرز مجله
امریکایي مجلې فارن افیرز په یوه لیکنه کې څرګنده کړې، چې امریکا نشي کولی اسلامي امارت منزوي کړي او د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره له اسلامي امارت سره د سیمهییزو قدرتونو د نږدې اړیکو له کبله ناکامه شوې ده.
دغې مجلې په کابل کې د ۱۸ بهرنیو سفارتونو فعالیت او له افغانستان څخه بهر د اسلامي امارت د زیاتو سفارتونو او سیاسي استازولیو فعال حضور ته په نغوته کې زیاته کړې، چې د افغانستان اوسني حکومت په تېرو دوه کلونو کې ځواکمنې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي او د ګاونډ هېوادونو او د سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره يې په پرلهپسې توګه خپلې اقتصادي اړيکې پراخې کړې دي.
فارین افیرز امریکايي مجله په خپل راپور کې ښيي، چې د افغان واکمنانو د چلند د بدلون په اړه د امریکا تګلاره؛ ځکه ناکامه شوې، چې له سیمهییزو قدرتونو سره د اسلامي امارت اړیکي نږې شوي.
په دغه راپور کې، چې امریکا نشي کولی اسلامي امارت منزوي کړي، ویل شوي؛ د انزوا پالیسي نوره اغېزمنه نده او امریکا باید نورې لارې هم ولټوي.
په راپور کې راغلي: په تېرو دوه کلونو کې سپینې ماڼۍ هڅه کړې، چې د افغانستان واکمن د ښځو او نجونو، د بشري حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوې نړیوالې اجماع په رامنځته کولو او منلو ځان اړ کړي؛ خو دغه هڅې د سیمهییزو قدرتونو، چین روسیې او ایران د تګلارو له کبله ناکامې شوې دي.
د فارن افیرز د راپور له مخې؛ د طالبانو( اسلامي امارت ) د ډیپلوماټیکې انزوا په اړه د اجماع له لاسه ورکول د واشنګټن او د هغه د ملګرو لپاره مهمې پوښتنې راولاړوي. پر رسمیت نهپېژندنه له دې وروسته د قهریه فشار په توګه کار نهورکوي او که امریکا د طالبانو( اسلامي امارت ) په چلند کې د نفوذ هڅه کوي؛ باید نورې لارې ومومي.
دغه راپور په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د دوهیمې غونډې له ترسره کېدو لږ مخکې د چین د ولسمشر شي جین پینګ لهخوا د اسلامي امارت د سفیر د باورلیک منل د امریکا پر مشرۍ د لویدیځ د اجماع پر وړاندې تر ټولو مهمه ننګونه بولي.
اسلامي امارت د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر سیاستونو هم نیوکې کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغان حکومت په اړه د امریکا تګلاره بې اغېزې او ناکامه ده؛ خو اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هېوادونه باید د افغانستان د انزوا هڅه ونکړي.
د سیاسي شنونکي عزیز معارج د څرګندونو له مخې؛ دغې مجلې په کابل کې د ۱۸ بهرنیو سفارتونو فعالیت او له افغانستان څخه بهر د اسلامي امارت د زیاتو سفارتونو او سیاسي ادارو فعال حضور ته په نغوته کې زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنی حکومت په تېرو دوه کلونو کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د ټینګولو لپاره ځواکمنې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي. د ګاونډ هېوادونو او د سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره يې په پرلهپسې توګه خپلې اقتصادي اړيکې پراخې کړې دي.
ویل کیږي، چې امریکا به له اسلامي امارت سره هغه وخت تعامل پیل کړي، چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ شي او افغان چارواکي بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه22 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی22 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه21 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
