سیمه ییز خبرونه
اوس هم په نړۍ كې افغانستان د ښځو لپاره نا امن هېواد دی
اروپايي ټولنې په افغانستان كې د ښځو په وضعيت اندېښنه ښيي او وايي، افغانستان اوس هم د ښځو له پاره يو نا امنه سيمه ده. په كابل كې د اروپايي ټولنې مسئولين وايي، چې دغه ټولنه په افغانستان كې د ښځو له حقونو څخه د دفاع په موخه له پنځوسو بېلابېلو پروژو ملاتړ كوي.
په كابل كې د اروپايي ټولني شارژدافيرګرانس الفريد د نقاشۍ د نندارتون د پرانيستلو په مراسمو كې، چي په افغانستان كې د ښځو د وضعیت په اړه په كې آثار نندارې ته اېښودل شوي وو وويل:
د افغان دولت ،نړيوالې ټولني او مدني ټولنو له هڅو سره سره اوس هم په نړۍ كې افغانستان د ښځو لپاره نا امن هېواد دی.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان كې د ښځو وضعيت بايد په روښانه تو ګه انعكاس ومومي او دوى په دې برخه كې په خپله همكارۍ او مرستو ټينګار كوي.
په كابل كې داروپايي ټولنې شارژدافير ګرانس الفريد همدارنګه وایی، اروپايي ټولنه د افغانستان د ښځو د ستونزو څخه خبر دي. موږ د مدني ټولني د ۵۰ پروژو ملاتړ كوو تر څو ښځي د دې وړتيا پېدا كړي، چې خپل حق وپېژني تر څو دوی وكولای شي، چي خپل ژوند ته پراختيا وركړي.
هغه دغه راز وويل، چې دوى د ښځو د وضعيت په ښه والي سره هڅه كوي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونكي ټا كنو كې ښځو ته داسې زمينه برابره كړي تر څو له كوم ګواښ او محدوديت پرته په ټاكنو كې برخه واخلي.
په كابل كې د اروپايي ټولنې شارژدافير ګرانس الفريد همدارنګه زیاته کړه، چې موږ ته دا مهم دي، چې په راتلونكي ټاكنو كې ښځې د نارينه په څېر له كوم محدوديت او ګواښ پرته كمپاين وكړي او خپلي رايي استعمال كړي.
په كابل كې د اروپايي ټولنې دا چارواكى په تېرو يولسو كلونو كې د افغان ښځو پرمختګونه ستايي، خو وايي له دې ټولو سره سره افغان ښځې او نجونې د ناوړه دودونو له امله له تاوتريخوالي سره مخ او نشي كولاي، چي خپل حقونه تر لاسه كړي.
د هغه په وينا د دې ستونزې د اوارولو لپاره د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي قانون به ژر تر ژره د پارلمان لخوا تصويب شي.
بل خوا د ولسي جرګې غړې فوزيه كوفي وايي:
د ښځو پر وړانداي د تاوتريخوالي پر قانون كار روان دى اود دوى په لومړيتوبونو كې دی.
په غونډه کې د« سیاسر» یا«تورسرې » په نامه د یوې افغانې څو نقاشي شوي اثار، چي د افغان ښځو ستونزې په كې انځورشوې وې هم نندارې ته وړاندې شول.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنسپالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.
له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.
له زنا او همجنسبازۍ سره د مبارزې قانون همجنسبازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنسبازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.
دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.
په پیل کې د همجنسبازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.
په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنسبازي جرم نهو. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسلهوالو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.
رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنسبازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنسبازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنسبازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.
عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنسپالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنسبازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
لوبی4 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
تازه خبرونه5 days ago
روسیې پر اوکراین د شمالي کوریا توغندي توغولي
-
لوبی4 days ago
خراسان فاریاب میوند لوبډلې ته ۳ـ۱ ماته ورکړه
-
نړۍ4 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه3 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور