سوداگري

ایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له مشرانو سره په کتنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د کانونو په سکټور کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې یو شمېر ایراني پانګوالو او شرکتونو د افغانستان د کانونو او نفتو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له مشرانو سره په کتنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د کانونو په سکټور کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر ایران ته د دغه وزارت د مشرتابه د پخواني سفر هوکړو ته په نغوته کې د کانونو په اړه د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

عبدالرحمن قانت په دې کتنه کې ویلي؛ افغانستان بډایه معدني زېرمې لري او د کانونو او پټرولیم وزارت له هغو ټولو نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي، چې غواړي په دې سکټور کې پانګونه وکړي.

دغه راز په افغانستان کې د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر ویلي، چې د هېواد د اوسنیو شرایطو او د امنیت د ټینګښت له کبله ایراني شرکتونه او پانګوال د افغانستان د کانونو او پټرولیم په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

نوموړي همداراز ویلي، چې ایراني خصوصي شرکتونه د روزنې، تجربو د لېږد او کانونو د سپړنې او استخراج په برخه کې د تخنیکي وړتیاوو د پراختیا لپاره هم همکارۍ ته چمتو دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په پای کې ټینګار کړی، چې د نافذو قوانینو او کړنلارو په چوکاټ کې به له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره هر اړخیزې همکارۍ روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version