Connect with us

لوبی

بابر اعظم او محمد رضوان د آسیا جام د شل اوریزو سیالیو بې برخې شول

که څه هم اعظم او رضوان په تېرو وختونو کې د ټورنمنټ له غوره شخصیتونو څخه ول؛ خو دوی له ډسمبر راپدېخوا  لوبېدلي ندي.

خپور شوی

د

Salman agha

د پاکستان کرکټ بورډ د یکشنبې پر ورځ (د زمري شپږویشتمه) څرګنده کړې، چې د هېواد دوه غوره لوبغاړي بابر اعظم او محمد رضوان د آسیا جام او د افغانستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزو روزنیزو سیالیو لپاره د شل اوریزو سیالیو له لوبډلې څخه بې برخې شوي دي.

که څه هم اعظم او رضوان په تېرو وختونو کې د ټورنمنټ له غوره شخصیتونو څخه ول؛ خو دوی له ډسمبر راپدېخوا  لوبېدلي ندي.

په یوه رسنیز کنفرانس کې د لوبډلې روزونکي مایک هیسن د دې پرېکړې دلیل “د نورو لوبغاړو ښه فعالیت” یاد کړ.

د سیالیو لپاره نور راستنېدونکي لوبغاړي محمد وسیم او سلمان میرزا دي؛ میرزا په بنګله دېش کې د اووه ویکټو له اخیستلو وروسته بېرته راستون شو. دغه راز فخر زمان هم د وروستي ټپي له رغېدو وروسته  لوبډلې ته راغلل.

د پاکستان د بشپړې لوبډلې نوملړ:

سلمان آغا (لوبډلمشر)، سیم ایوب، فخر زمان، صاحبزاده فرحان، حسن نواز، سلمان میرزا، محمد آرث، محمد نواز، شاهین شاه افریدي، حارث رؤف، حسن علي، حسین طلعت، سفیان مقیم، ابرار احمد، خوشدل شاه، فهیم اشرف او محمد وسیم.

افغانستان تر اوسه د دې لوبې او آسیا جام لپاره خپله لوبډله نده اعلان کړې.

لوبی

د آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچه‌اچونه د اګست پر اته‌لسمه ترسره کیږي

په دغو سیالیو کې د آسیا غوره لیګ (ACL Elite)د آسیا اتلانو دوه‌یم لی (ACL Two) او د آسیا چلنج لیګ(ACGL)  شامل دي.

Published

on

د آسیا فوټبال کنفډراسیون (AFC) د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو د خپلو درې کلبونو سیالیو د ګډونوالو لوبډلو نوملړ خپور کړی دی. د دغه نوملړ له مخې، د ۳۸ غړو فډراسیونونو ۹۳ لوبډلې به په دغو سیالیو کې برخه واخلي، چې دا د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

په دغو سیالیو کې د آسیا غوره لیګ (ACL Elite)د آسیا اتلانو دوه‌یم لی (ACL Two) او د آسیا چلنج لیګ(ACGL)  شامل دي.

د آسیا غوره لیګ او آسیا چلنج لیګ د غوراوي پړاو سیالۍ به د زمري پر  شلمه / د اګست پر یوولسمه پیل شي او د آسیا اتلانو دوخ‌یم لیګ غوراوي پړاو لوبې به یوه ورځ وروسته د زمري پر یوویشتمه / د اګست پر دولسمه ترسره شي.

د آریانا راډیو ټلوېزیون یو ځل بیا په افغانستان کې د آسیا غوره لیګ او آسیا اتلانو دوه‌یم لیګ د خپرونو ځانګړی حق ترلاسه کړی او دا سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

د سیالیو له پیل مخکې به د آسیا اتلانو دوه‌یم لیګ د ډلو پړاو پچه‌اچونه د سې‌شنبې پر ورځ د زمري پر اووه‌ویشتمه / د اګست پر اته‌لسمه د کابل پر وخت د سهار پر ۱۰:۳۰ د مالیزیا د کوالالامپور ښار په ګرنډ حیات هوټل کې ترسره شي. ورپسې به د غرمې پر ۱۲:۳۰ د آسیا غوره لیګ د لیګ پړاو پچه‌اچونه هم ترسره شي.

په نوي پړاو کې به د آسیا د غوره لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ۳۲ لوبډلو پر ګډون ترسره شي. په داسې حال کې، چې په تېرو دوه پړاوونو کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې وه.

د آسیا فوټبال کنفډراسیون ویلي، د ګډونوالو لوبډلو د شمېر زیاتول د دې لپاره دي، چې آسیايي لوبدلو لوبو ته ډېر فرصتونه برابر شي او د وچې د لوبډلو د فوټبال لوبو کچه نوره هم لوړه شي.

په افغانستان کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د اګست د اته‌لسمې د پچه‌اچونې مراسم پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

گروهی آن از ۱۷ اکتوبر تا ۲۴ نومبر ادامه خواهد داشت.

کنفدراسیون فوتبال آسیا اعلام کرده است که افزایش تعداد تیم‌ها با هدف فراهم کردن فرصت بیشتر برای باشگاه‌های آسیایی و ارتقای سطح فوتبال باشگاهی در این قاره انجام شده است.

هواداران فوتبال در افغانستان می‌توانند مراسم قرعه‌کشی روز ۱۸ آگست را به صورت زنده و انحصاری از تلویزیون آریانا تماشا کنند. همچنین برای اطلاع از آخرین اخبار و برنامه مسابقات، می‌توانند صفحات رسمی تلویزیون آریانا و آریانا نیوز را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنند.

Continue Reading

لوبی

نن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي

په دې سیالیو کې، چې له یوې اوونۍ څخه دېرې غوره سیالۍ په کې ترسره شوې؛ د افغانستان یو شمېر تکړه غېږنیوونکو ګډون کړی و. دې لیګ د لوبغاړو وړتیا، ځواک او هوډ نندارې ته وړاندې کړی او په ټول هېواد کې یې د مینه‌والو پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.

Published

on

نن پنجشنبه(د زمري اتمه / د جولای دېرشمه ماښام مهال په کابل کې د افغانستان غېږنیونې لومړنی غوره لیګ د سترې پایلوبې پر ترسره کېدا پای ته رسېږي، چې په کې به د دې لیګ لومړنی اتل وټاکل شي.

په دې سیالیو کې، چې له یوې اوونۍ څخه دېرې غوره سیالۍ په کې ترسره شوې؛ د افغانستان یو شمېر تکړه غېږنیوونکو ګډون کړی و. دې لیګ د لوبغاړو وړتیا، ځواک او هوډ نندارې ته وړاندې کړی او په ټول هېواد کې یې د مینه‌والو پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.

تمه ده، چې پایلوبه به د غېږنیونې یوه بله زړه‌راکښونکې شپه وي؛ د غېږنیونې پاتې تکړه لوبغاړي به د لومړي غوره لیګ د اتلولۍ جام د ګټلو لپاره لېواله نندارچیانو ته سیالي وکړي.

دغه سیالۍ په افغانستان کې د غېږنیونې د ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي؛ ځکه کورنیو لوبغاړو ته یې د لوړې کچې سیالیو لپاره مسلکي ډګر برابر کړی او د نوي نسل غېږنیوونکو په هڅولو کې یې رول لوبولی دی.

د افغانستان د غېږنیونې لومړي غوره لیګ سیالیو تنظیموونکي تمه لري، چې د لومړني اتل د اعلان په درشل کې د دې بریالي لومړي پړاو پای به یوه نه هېریدونکې شېبه وي.

مینه‌وال کولی شي د کابل پر وخت د ماښام له ۶ بجو دغه پایلوبه پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون، آریانا سپورټ او آریانا نیوز فیسبوک‌پاڼو څخه وګوري.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو لپاره ټایلینډ ته ولاړه

د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې د کانټیننټال جام سیالۍ به د ۲۰۲۶ز.کال د زمري له لسمې څخه تر پېنځلسمې / د اګست له لومړۍ تر شپږمې د ټایلینډ په کوربه‌توب ترسره شي. په دغو سیالیو کې به د افغانستان، ټایلینډ، روسیې، ویټنام او نیوزیلینډ ملي لوبډلې برخه واخلي.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په کانټیننټال جام سیالیو کې د ګډون لپاره له کابله د ټایلینډ پلازمېنې بانکاک ته روانه شوه.

د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې د کانټیننټال جام سیالۍ به د ۲۰۲۶ز.کال د زمري له لسمې څخه تر پېنځلسمې / د اګست له لومړۍ تر شپږمې د ټایلینډ په کوربه‌توب ترسره شي. په دغو سیالیو کې به د افغانستان، ټایلینډ، روسیې، ویټنام او نیوزیلینډ ملي لوبډلې برخه واخلي.

ټاکل شوې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه د روان کال د زمري پر یوولسمه / د ۲۰۲۶ز.کال د اګست پر دوه‌یمه د ټایلینډ د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117