لوبی
د ابو مسلم فراه لوبډله د آسیا چلنج لیګ په غوراوي پړاو کې لوبه کوي
د افغانستان د اتلانو لیګ اتل ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د آسیا فوټبال سیالیو د تاریخي سفر په درشل کې ده او ټاکل شوې، چې دا لوبډله د سېشنبې پر ورځ د زمري یوویشتمه/ د اګست دولسمه د بوتان په نومیالي چانګلیمیټانګ لوبغالي کې د چلنج لیګ د غوراوي پړاو لوبه د بوتان له پارو فوتبال لوبډلې سره ترسره کړي.
د غوراوي په دې پړاو سیالیو کې د ابو مسلم فراه لوبډله، چې د افغانستان استازیتوب کوي؛ د بوتان له استازې پارو افسي سره لوبه کوي.
د افغانستان د اتلانو لیګ اتل ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د آسیا فوټبال سیالیو د تاریخي سفر په درشل کې ده او ټاکل شوې، چې دا لوبډله د سېشنبې پر ورځ د زمري یوویشتمه/ د اګست دولسمه د بوتان په نومیالي چانګلیمیټانګ لوبغالي کې د چلنج لیګ د غوراوي پړاو لوبه د بوتان له پارو فوتبال لوبډلې سره ترسره کړي.
دا لوبه نه یوازې د ابو مسلم فراه د چلنج لیګ په غوراوي پړاو کې لومړۍ لوبه ده، بلکې د لوبډلې لپاره یوه تاریخي شېبه هم ده، چې د AFC رسمي ټورنمنټ ګروپي پړاو ته د رسېدو لپاره لومړۍ افغان لوبډله شي.
د چلنج لیګ د غوراوي پړاو لوبې به د ۱۸ لوبډلو په شتون کې پیل شي، چې په ۹ لوبو کې د یو – یو له منځه وړلو پر بڼه ترسره کیږي. د دې سیالیو ګټونکي به د ګروپي پړاو له ۲۰ لوبډلو سره یوځای شي.
ابو مسلم فراه د چټکې ودې له مخې د پام وړ بریا ترلاسه کړې؛ ځکه، چې دې لوبډلې تېر کال د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د اتل نوم خپل کړ او په دې سختو شرایطو کې یې دا براعظمي لوبې د افغانستان فوټبال د پرمختګ څلی دی.
د لوبغالي بل لوری د بوتان پارو لوبډله ده، چې په آسیایي لوبو کې د پخوانۍ تجربې پر لرلو یوه ځواکمنه سیاله لوبډله ګڼل کیږي.
په دې سیالیو کې ابو مسلم فراه، د لاوس ازرا، د منګولیا خانګاریډ او د قرغزستان موراس یونایټډ لوبډلې ګډون کوي، چې په آسیا کې د فوټبال د نوي نسل هیلهبښونکی ځواک دی.
د دې لیګ د غوراوي پړاو لوبې به په منګولیا، میانمار، ټایپي، برونای، مالډیپ، بنګلهدېش، قرغزستان او سوریه کې ترسره شي، چې د فوټبال په وده کې د آسیا فوټبال کنفډریشن پراخ لاسرسی ښیي.
د ابو مسلم فراه لوبډلې لپاره دا شتون یوازې یوه لوبه نده، بلکې د ځوانو استعدادونو د ودې لپاره هم زمینه برابروي. په دې لوبه کې بریا به د افغانستان په فوټبال تاریخ کې یو د ویاړ وړ بدلون وي.
د آریانا راډیو ټلویزیون د دې تاریخي سیالۍ د ژوندۍ خپرونې قانوني او ځانګړي حقونه ترلاسه کړي او مینهوال کولی شي دا لوبه د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۴:۰۰ په ATN کې وګوري.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فوټسال غوره لیګ د دوه نورو پړاوونو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو د پنځم پړاو لومړۍ برخه د لیندۍ پر شپاړلسمه / د ډسمبر پر اوومه پیل او د مرغومې تر نهمې / د ډسمبر تر یودېرشمې دوام وکړي. د سیالیو دوهیمه برخه به د ۲۰۲۷ز.کال د جنورۍ پر لسمه پیل او د فبرورۍ تر شپږمې روانه وي.
آریانا راډیو ټلویزیون(ATN) او د افغانستان فوټبال فډراسیون د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان فوټسال غوره لیګ د پنځم او شپږم پړاو سیالیو د جوړولو، تولید او خپرولو تړون لاسلیک کړ.
ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو د پنځم پړاو لومړۍ برخه د لیندۍ پر شپاړلسمه / د ډسمبر پر اوومه پیل او د مرغومې تر نهمې / د ډسمبر تر یودېرشمې دوام وکړي. د سیالیو دوهیمه برخه به د ۲۰۲۷ز.کال د جنورۍ پر لسمه پیل او د فبرورۍ تر شپږمې روانه وي.
تمه ده، چې په راتلونکي پړاو کې ۱۰ لوبډلې ګډون وکړي، چې تر اوسه یې د صداقت، نورزاد، امید، زیتون، ظاهر اسد، اتحاد، جوانان میهن او پیروزي پنجشېر نومې اته لوبډلې نوملړ ته شاملې شوې دي او د دوه نورو لوبډلو نومونه به وروسته اعلان شي.
د صداقت لوبډله، چې د تېر پړاو اتلولي یې ګټلې وه؛ په راتلونکي پړاو کې به د خپلې اتلولۍ د ساتلو لپاره سیالۍ وکړي؛ خو د تېر پړاو دوه لوبډلې، دیار صنعتي او آریا فورج، له غوره لیګ څخه دوهیمې درجې ته کښته شوې دي.
د افغانستان فوټسال کمیټې مرستیال تخنیکي رییس فرید احمد یوسفزي ویلي، چې په تېر پړاو کې د ویډیويي مرستیال(VAR) سیسټم کارول یوه بریالۍ هڅه وه، چې په کور دننه او بهر یې هم مثبت غبرګونونه ترلاسه کړل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅه کېږي، چې په روان پړاو کې د فوټسال د نویو قوانینو له مخې له دې ټکنالوژۍ بېله ګټه واخیستل شي.
هغه زیاته کړې، چې دغه قوانین تر اوسه د ایټالیا په سری ای لیګ او د ډاکار د ځوانانو په المپیکي سیالیو کې پلي شوي او د افغانستان فوټسال غوره لیګ به درېیمه رسمي سیالي وي، چې یاد قوانین په کې پلي کېږي.
دغه راز یوسفزي ویلي، چې د نویو قوانینو له پلي کېدا سره به د لوبڅارۍ په برخه کې د پام وړ بدلونونه راشي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د استرالیا لوبڅار تمیم حسیني به د ډسمبر پر لومړۍ کابل ته راورسېږي او له نړیوال لوبڅار عتیقالله نیازي او خالقیار پیمان سره به یوځای د سیالیو قضاوت وکړي.
خالقیار پیمان په دې وروستیو کې د مالیزیا له یوې روزنیزې اکاډمۍ بېرته راستون شوی دی.
د آریانا ټلویزیون د خپرونو مدیر او د پروګرامونو د پېرلو برخې مشر حمیدالله شریفي ویلي، چې دا ټلویزیون تل هڅه کوي افغانانو ته د سپورټي سیالیو په برخه کې باکیفیته خپرونې وړاندې کړي.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د فوټسال د راتلونکي پړاو سیالۍ به د تولید او ټلوېزیوني خپرونو له پلوه ښه کیفیت ولري.
لوبی
نور احمد ۵ ویکټې واخیستې؛ افغانستان زیمبابوی ته ۳ بر ۰ماتې ورکړه
د افغانستان چپلاسي توپاچوونکي نور احمد د لوبې په دې پړاو کې د پام وړ لوبه وکړه او په ۳.۳آورونو کې یې د ۱۳ منډو پر جوړولو د زیمبابوې پنځه لوبغاړي وسوځول. د نوموړي په دې غوره توپاچونه کې زیمبابوی لوبډله په ۱۴.۳آورونو کې د ۷۹ منډو پر جوړولو وسوځېده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په شارجه کې د شلآاوریزو سیالیو د لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې زیمبابوی ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او د درې واړو لوبو پر ګټلو یې د سیالیو لړۍ پخپل نوم کړه.
د افغانستان چپلاسي توپاچوونکي نور احمد د لوبې په دې پړاو کې د پام وړ لوبه وکړه او په ۳.۳آورونو کې یې د ۱۳ منډو پر جوړولو د زیمبابوې پنځه لوبغاړي وسوځول. د نوموړي په دې غوره توپاچونه کې زیمبابوی لوبډله په ۱۴.۳آورونو کې د ۷۹ منډو پر جوړولو وسوځېده.
افغانستان د ۸۰ منډو هدف په ۸.۱آورونو کې د درې ویکټو پر زیان پوره کړ او د اووه ویکټو پر توپیر یې بریا خپله کړه.
دا د زیمبابوی پر وړاندې په ۲۴ شلآوریزو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان دوهویشتمه بریا وه. دغه راز، د پاتې توپونو له مخې دا د افغانستان دوهیمه ستره بریا هم وه.
د لوبې په پیل کې د افغانستان چټکو توپاچوونکو په شارجه لوبغالي کې د نوي توپ لپاره د خوځښت زمینه برابره کړه او د زیمبابوی پر لوبغاړو یې فشار راوړ.
فضلالحق فاروقي د لوبې په لومړي آور کې اینوسنټ کایا وسوځاوه او عظمتالله عمرزي، چې د لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه؛ په دوهیم آور کې براین بنیټ له ډګره بهر کړ او زیمبابوی د دوه ویکټو پر زیان یوازې اته منډې جوړې کړې.
د افغانستان نوي لوبغاړي عبدالله ترهخېل هم په خپله لومړۍ نړیواله لوبه کې د زیمبابوی لوبډلمشر سکندر رضا وسوځاوه او د سیالې لوبډلې ستونزې یې نورې هم زیاتې کړې.
راین برل د زیمبابوی لپاره تر یوه بریده مقاومت وکړ او پر ۲۹ توپونو یې ۳۰ منډې جوړې کړې، چې څو څلوریزې یې هم وهلې وې؛ خو د عبدالله احمدزي لهخوا د هغه سوځېدا د زیمبابوی د بېرته سیالۍ ته د راګرځېدا هیلې کمزورې کړې.
نور احمد په یوولسمآور کې د زیمبابوې د توپوهونکو پر وړاندې واکمن شو او پر څلور توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول، چې له دې سره یې د سیالې لوبډلې د توپوهنې وروستۍ برخه له منځه یووړه.
نوموړي لومړی وېسلي ماډیویري د سټمپ پر مټ وسوځاوه، ورپسې تفاډزوا ټسیګا د سلیپ په سیمه کې توپنیونکي ونیو. له دې وروسته ټاډیواناشي ماروماني د عمرزي پر ښکلې ټوپوهونکې توپنیونې وسوځېد او نور احمد د هیټریک له ترلاسه کولو لږ پاتې شو.
نور احمد په راتلونکو دوهآورونو کې دوه نور لوبغاړي هم وسوځول او خپله غوره لوبه یې د ۱۳ منډو په بدل کې د پنځه ویکټو پر ترلاسه کولو پای ته ورسوله او زیمبابوی لوبډله پر ۷۹ منډو وسوځېده.
دا په شلآوریزو نړیوالو سیالیو کې د نور احمد تر ټولو غوره لوبه وه.
نوموړي خپل پخوانی ریکارډ، چې په ۲۰۲۲ز. کال کې یې هم د زیمبابوی پر وړاندې په هرارې کې پر ۱۰ منډو د څلور ویکټو پر ترلاسه کولو جوړ کړی و؛ مات کړ.
افغانستان د هدف د ترلاسه کولو په هڅه کې محمد اکرم ژر له لاسه ورکړ، چې ۱۲ چټکې منډې یې کړې وې؛ خو دې چارې د کوربه لوبډلې پر چټکې لوبې اغېز ونهکړ.
صدیقالله اتل پر چټکه توپوهنه څو څلوریزې ووهلې او افغانستان یې د هدف ترلاسه کولو ته نږدې کړ.
عظمتالله عمرزي او لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ هم خپلې بریدیزه توپوهنې روانه وساتله.
ځدراڼ د ایرنسټ ماسکوکو په یوه آور کې څلور څلوریزې ووهلې او ورپسې عمرزي پر پیاوړې شپږیزې د افغانستان بریا بشپړه کړه.
افغانستان د درې ویکټو پر زیان په ۸.۱آورونو کې ۸۰ منډې جوړې کړې او زیمبابوی ته یې د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او افغانستان د شلآاوریزو نړیوالو سیالیو درېلوبیزه لړۍ ۳ پر ۰ وګټله.
د دغې لړۍ بریا یو ځل بیا په شلآوریزو سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړې لوبه وښوده او د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره یې د لوبډلې ښه چمتووالی څرګند کړ.
لوبی
افغانستان د ۲۰۲۶ز.کال د هانګکانګ د شپږآاوریزو سیالیو اتلولي وګټله
استرالیا د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په شپږآورونو کې یې ۱۱۵ منډې جوړې کړې. مکس براینټ د استرالیا پر ګټه ۴۴ منډې وکړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ د هانګکانګ د نړیوالو شپږآاوریزو سیالیو په پایلوبه کې استرالیا ته د څلور ویکټو پر توپیرماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ز.کال اتلولي یې خپله کړه.
استرالیا د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په شپږآورونو کې یې ۱۱۵ منډې جوړې کړې. مکس براینټ د استرالیا پر ګټه ۴۴ منډې وکړې.
افغانستان ټاکلی هدف په ۵.۱آورونو کې پوره کړ او لوبه یې له پنځه پاتې توپونو سره وګټله.
عمران میر پر ۱۴ توپونو ۵۳ منډې وکړې، چې اووه شپږیزې یې هم ووهلې.
فرمانالله هم ۲۶ منډې جوړې کړې.
په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی و.
افغانستان له سویلي افریقا، عمان او سکاټلینډ څخه له بریا وروسته پایلوبې ته لار موندلې وه او په پایلوبه کې یې استرالیا ته پر ماتې ورکولو د اتلولۍ جام وګاټه.
-
تازه خبرونه4 days agoد داعش غړی اوغور بهادر اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې
-
تازه خبرونه2 days agoایران د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې له جوړولو خبر ورکړ
-
نړۍ4 days agoد جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې
-
نړۍ3 days agoټرمپ له کانګرس پرته د حکومتولۍ پر پلان کار کوي- رویټرز
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس
-
تازه خبرونه2 days agoد امریکا ۶۶ سناتورانو د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه
-
نړۍ1 day agoډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
-
نړۍ1 day agoډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
