Connect with us

لوبی

بنګله دېش د کریم جنت له درې پرله‌پسې ویکتو سره – سره افغانستان ته ماتې ورکړه

خپور شوی

د

د جمعې پر ورځ د سیلهت لوبغالي د لومړۍ شل اووريزې لوبې په وروستي اوور کې افغان کريم جنت هيت تريک ( پرله‌پسې درې ويکټو) ترسره کړ؛ خو بنګلديش، چې يوازې يو توپ یې پاتې و د دوه ويکتو پر توپير بريا خپله کړه.

د افغانستان د ۱۵۴ منډو په ځواب کې د پېنځمې ویکتې لپاره د توحید او شمیم ​​حسین د ۷۳ منډو له ملګرتیا وروسته کوربه لوبډلې د دوه لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله، چې بیا ورسره په سیلهت نړیوال لوبغالي کې زړه راکښونکې ننداره پیل شوه.

د فرانسې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ راشد خان، شمیم ​​پر ۳۳ منډو وسوځاوه او ملګرتیا یې ورماته کړه؛ خو بنګله دیش د بریا پر لوري هڅې کولې، ځکه دوی له وروستي اوور څخه یوازې شپږ منډو ته اړتیا درلوده.

کریم جنت د وروستي اوور پر دوه‌یم، درېیم او څلورم توپ مهدي حسن میراز، تسکین احمد او نسیم احمد وسوځول او کوربه لوبډله یې له بریا څخه دوه منډې لرې کړه.

بیا شریف الاسلام ۱۰ نمبر میدان ته راودانګل او د خپل پیاوړي وار پر ترسره کولو یې بنګله دیش لوبډله د لوبې بریا ته ورسوله.

د بنګله دیش لوبډلمشر شکیب الحسن څرګنده کړې: مونږ باور درلود، چې د لوړې شمېرې ټول لوبغاړي مو کولی شي توپوهنه وکړي. نن د شریف الاسلام وار و؛ خو میراز کولی شول، هغه پای ته ورسوي.

افغان لوبډلمشر راشد خان د ملي لوبډلې له لوري د هدف په ساتنه کې پر پاتې راتلو خواشیني ښکاره کړه.

هغه ویلي؛ د توپ اچونې له ځانګړنې سره – سره، چې مونږ یې لرو د منډو موخه پوره وه، خو په شل اووریزو لوبو کې یو لوبغاړی کولی شي لوبه له تاسې خپله کړي.

افغان لوبډله د توپ وهنې په پیل کې له ستونزو سره مخ شوه او د ۵۲ منډو پر جوړولو یې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو د افغانستان لپاره محمد نبي پر ۴۰ توپونو ۵۴ منډې وکړې او د دفاع وړ ټکی یې ترلاسه کړ.

عظمت الله عمرزي ۳۳ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د شل اووریزو سیالیو دوه‌یمه لوبه د یکشنبې پر ورځ ترسره کېږي.

لوبی

په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

Published

on

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال په نړیوال جام کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبه کې د افغانستان لوبډلې له خپلو اغېزمنو هڅو سره – سره د ازبکستان لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه.

په هر حال د درجه بندۍ په لوبه کې یو ځل بیا یې خپل واک وښود او د روسیې پر وړاندې یې ۶ پر صفر  پرېکنده بریا خپله او د سیالۍ د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍ کې له درېیم مقام ګټلو وروسته د برونزو پر مډال سربېره د کوکپر نړیوال فډراسیون څخه د ۴۵۰۰۰۰۰ قزاقستانۍ تنګې ( شاوخوا ۵۹۰ زره افغانۍ) جایزه هم ترلاسه کړې ده.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.

د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابت‌ها از افغانستان نمایندگی کنند.

Published

on

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزه‌وهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.

افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!