Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ختیځې آسیا ته د جوبایډن له سفر وروسته شمالي کوریا درې توغندي تجربه کړل

Published

 on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

شمالي کوریا د پیونګ یانګ د سونان له اړوند سیمې د جاپان سمندر پر لوري سږکال د درې نویو لرې واټن ویشتونکيو توغنديو په ګډون ۱۷توغندي ازمویلی دی.

د جنوبي کوریا پوځ څرګندونه کړې، چې پدې اړه یې پلټنې پیل کړي او له امریکا سره یې همکاري کړې ده.

سپینې ماڼۍ په ډاګه کړې، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان له خپل جنوبي سیال سره د شمالي کوریا د لرې ویشتونکيو توغندیو د ازموینې په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د امریکا او جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکارانو د شمالي کوریا د دغو توغندیو ازموینه غندلې او ژمنه یې کړې، چې له په دې اړه به خپل ګډ کار روان ساتو.

د امریکا د هندي او اوقیانوسیه هېوادونو قومندانۍ په یوه رسنیزه اعلامیه کې ویلي، چې ختیځې آسیا ته د جو بایډن د سفر له پای ته رسیدو څو ساعته وروسته شمالي کوریا د لرې واټن ویشتونکیو توغندیو له وروستیو ازموینو خبر شوی دی.

دغه راز څرګنده شوې؛ مونږ د شمالي کوریا د څو توغندیو له ازموینو خبر یوو او له خپلو متحدینو او شریکانو سره له نږدې مو ارزونې او مشورې روانې ساتلې دي

جاپان هم د شمالي کوریا د مشکوکو توغنديو له ازموینې خبر ورکړی دی.

د جاپان دفاع وزیر نوبو کیشي ویلي، چې جاپان شمالي کوریا ته د نن سهار د توغندي د ازمویلو په اړه خپل احتجاج کړی دی. دغه احتیجاج په بیجينګ کې د سفارت له لارې له ډيپلوماټيکو لارو ورسپارل شووی دی.

هغه ویلي، د جاپان، امریکا، آسټرالیا او هند ترمنځ له غونډې سمدستي وروسته د توغندي آزموینه یو ښکاره او په بشپړه توګه د نه منلو وړ پاروونکی عمل دی.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې د شمالي کوریا لخوا د ازمویل شویو توغندیو له کبله کوم زیان رامنځته شوی ندی.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغو توغندیو له توغولو او ازموینې یوازې څو ګړۍ مخکې  له سیمې وتلی و.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

چین د توغندیو د څارنې سیستم نندارې ته وړاندې کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۱)

رویټرز، د چین د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه هېواد له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو دفاعي سیسټم بریالی ننداره ته وړاندې کړی او په دې اړه خپلې ټاکلې موخې ته رسېدلي دي.

چین په دې وروستیو میاشتو کې تایوان تر هوایي څارنې لاندې نیولی او د توغندیو د څارنې وروستی سیستم یې هم نندارې ته بریالی وړاندې کړ. چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او اصلي ټاټوبي ته یې په سوله ییزه توګه پر ستنیدو ټینګار کړی دی.

چین د ولسمشر شي جینپینګ د سپارښتنې له مخې د څارنې د عصري کولو د یوې مهمې پروژې د یوې برخې په توګه د بېلابېلو توغندیو، چې کولی شي په فضا کې سپوږمکۍ له منځه یوسي تر پرمختللي اټومي خولۍ لرونکیو توغندیو پورې څېړنې ګړندۍ کړې دي.

د چین دفاع وزارت ویلي، دا نندارې یوازې دفاعي دي او موخه یې د کوم هېواد ویشتل ندي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

چین د فضایي سټیشن د جوړولو لپاره د کاري ډلې یو بل ماموریت پیلوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۱)

چین به د یکشنبې پر ورځ په یوه فضايي بېړۍ کې د نیمګړي فضایي سټیشن د رغولو لپاره یوه بله درې کسیزه شپږمیاشتنۍ کاري ډله د وروستیو پرمختګونو د ترسره کولو لپاره وتوغوي.

د چین د ستورمزلو فضایي ادارې چارواکو ویلي، د یکشنبې پر ورځ به په شمال لویدیځ ولایت ګانسو کې له ځايي وخت سره سم د سهار پر ۱۰:۴۴ دقیقو له شینژو-۱۴ فضايي مرکز څخه جیوکوان نومې سپوږمکۍ د لانګ مارچ- اف ۲ نومی توغندي پر مټ وتوغول شي.

د دغه ماموریت قومندان چن دونګ به له لیو یانګ او کای ژوژ سره په شینزو یا الهي بېړۍ کې سپاره وي.

د ادارې یوه چارواکي لین ژیکیانګ ویلي: د توغولو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

شینزو – ۱۴ به د ۴ ستورمزلو درېیم ماموریت او له ټولو ۱۱ ماموریتونو څخه اووم هغه وي، چې د کال تر پایه د فضایي سټیشن د بشپړولو لپاره په پام کې یول شوي دي.

چین د ۲۰۲۱ په اپریل کې د خپل درېیم ماډل فضایي سټیشن جوړول د تیاني پر مټ پیل او وتوغاوه.

تیانه د میټرو بس څخه یو څه لوی دی، چې د ټي بڼه لرونکي فضایي سټیشن له بشپړیدو وروسته به د ستورمزلو د لیدو لپاره د اوسیدو ځای وي.

دا فضایي سټیشن به یوه  لسیزه عمر ولري او له ۱۸۰ ټنه وزن سره به د روسیې له میر نومي سټیشن څخه لږ څه دروند وي او د نړیوال فضایي سټیشن شاوخوا ۲۰ سلنه ځای نیسي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۱)

انټرسپټ خبري بنسټ څرګنده کړې، فیسبوک شرکت په دې وروستیو کې د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر د خطرناکو اشخاصو په تور نوملړ کې نیولی دی.

یاد خبري بنسټ راپور ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت پخوانی مذاکره کوونکی او د افغان سرې میاشتې ټولنې یا ARCS  اوسنی مشر مطیع الحق خالص د اپریل په وروستیو کې د شرکت د سانسور په نوملړ کې راغلی دی.

هغه ډلې، ټولنې او افراد  ډېر خطرناک ګڼل کیږي، چې له دې پلیټ فارم څخه نه یوازې د ځانګړیو شویو ترهګریزو ادعاوو او کرکجنو ډلو د هڅو لپاره آزادانه کار اخیستل کیږي، بلکې له دې لارې د مخدره توکو لېږدوونکیو او ډله ییزو وژونکيو اړیکو ته هم زمینه برابریږي.

فیسبوک دا هم ویلي، چې یوشمېر کسان کولی شي د هغو خلکو مخه ونیسي، چې د فیسبوګ له لارې نورو ته د ریان زیان رسولو هڅه کوي.

د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت له ړنګیدو او د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته، خالص د دغې مرستندویې ټولنې مشر ټاکل شوی، چې له ۱۹۳۴ زېږدیز کال راپدیخوا ملکي خلکو ته روغتیایي پاملرنه، خواړه او نورې بشري مرستې چمتو کوي.

هغه د اسلامي امارت سره د تړاو له کبله د تروریستانو او خطرناکو اشخاصو په نوملړ کې له راتلو وروسته  د فیسبوک او انسټاګرام دوه میلیارد کاروونکي نور خالص له ستاینې، ملاتړ او استازیتوب څخه منع شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د آسیایي برخې ملاتړی مدیر جان سیفټن دا پوښتنه کړې، چې تر کومه حده خلکو ته اجازه ورکول کیږي، چې د خالص په اړه په آزاده توګه خبرې وکړي.  څوک یا کوم شی له خطر سره مخ کوي. هغه څنګه ‘خطرناک’ دی؟ هغه ۶۵ کلن دی. هغه ملیشه نلري. پلار يې د مجاهدينو قوماندان و، خو دلته ستونزه څه ده؟

سیفټن هغو ډلو ته اشاره کوي، چې په فعاله توګه د تاوتریخوالي د هڅولو او پراخولو لپاره دغه پلیټ فارم کاروي. په هند کې کرکه لرونکي خلک شته، چې په فیسبوک کې د مسلمانانو ضد زهرجن تاوتریخوالی خپروي، د هندو ملتپالو ډلو په برما کې کرکه لرونکې بودايي ډلې هم کرکه خپروي، چې دا یوه اصلي ستونزه ده.

د خالص آنلاین پوسټ کول، چې څنګه یې په افغانستان کې په یوه نوي روغتون کې د ویډیو  بهیر پرې کړ، د ستونزې برخه نده.

دا په داسې حال کې ده، چې نه د امریکا خزانې او نه هم بهرنیو چارو وزارت د  خالص او افغان سرې میاشتې نومونه نلري. یوازې انټرسپټ راپور ورکړی، چې د تروریزم ضد بندیزونو نوملو کې راغلی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!