Connect with us

تازه خبرونه

خلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په افغانستان کې هغه ننګونې روښانه کړي، چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

خپور شوی

د

 د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې د ښځو د نړیوالې ورځې پر مناسبت د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل؛ نجونو او ښځو ته اجازه ورکړئ، چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ولاړې شي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په افغانستان کې هغه ننګونې روښانه کړي، چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

دې بنسټ څرګنده کړې؛ هغه عام بنسټونه، چې یو وخت یې په افغانستان کې ښځې او نجونې سره یوځای کولې اوس تړل شوي دي.

دغه راز یې ټینګار کړی، چې دا ډول وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ دا هم ویلي: کله، چې نړیواله ټولنه له افغان ښځو سره ودریږي؛ معنالرونکی بدلون اوس هم شونی دی.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې اوس هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده‌کړې او پوهنتونونو ته د ښځو لاسرسی محدود پاتې دی، چې د نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو د بېلابېلو ډلو پراخه اندېښنه یې راپورته کړې ده.

اسلامي امارت ويلي، چې د ښځو ټول حقونه تضمین شوي او د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

په پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور

بدخشي، چې د داعش خراسان په څانګه کې سلمان هم یادېده؛ د ۲۰۲۵ ز.کال په اوکټوبر کې له افغانستان څخه وتښتېد او د خیبر پښتونخوا ایالت د داعش له فعالو مرکزونو سره یوځای شو.

Published

on

المرصاد رسنۍ د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی: زلمی بدخشي، چې د داعش خراسان څانګې لهخوا په کندوز ولایت کې د کابل بانک پر څانګې د برید له اصلي طراحانو څخه و؛ په پېښور ښار کې د ناڅرګندو وسله‌والو د برید له کبله وژل شوی دی.

بدخشي، چې د داعش خراسان په څانګه کې سلمان هم یادېده؛ د ۲۰۲۵ ز.کال په اوکټوبر کې له افغانستان څخه وتښتېد او د خیبر پښتونخوا ایالت د داعش له فعالو مرکزونو سره یوځای شو.

هغه په ​​مستقیم ډول د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر یوولسمه د کندوز پر کابل بانک د برید پلان جوړولو مسوول و، چې په کې پېنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شول.

المرصاد دا هم لیکلي، چې د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه په تیراه دره کې د داعش پر مرکزونو د لیزري لرلیدونو پر کارولو عملیات ترسره شول، چې په کې د دې ډلې ۱۰ غړي ووژل شول.

همدارنګه د مارچ پر لومړۍ د اورکزو د تورکاڼي او نریک غلجو په اړوند سیمو کې یو برید وشو، چې له کبله یې د داعش د دوه قومندانانو( عبدالرحمن(ابو ناصر) او ملا فاروقي ) په ګډون نهه غړي ووژل شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

له احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړئ – د عدلیې وزیر

د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.

Published

on

Last Updated on: کب ۱۷, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي نن( پنجشنبه د کب څوارلسمه) له سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسوولانو سره په ناسته کې د لومړنیو توکو له احتکار او کورونو د کرايې لوړېدا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو لارښوونې اتحادیه دې د خوراکي لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د کورونو د کرايې د لوړېدا د مخنیوي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي.

عبدالحکیم شرعي ټینګار کړی، چې یادې اتحادیې دې له اړوند ادارو په ځانګړي توګه له ښاروالۍ سره په همغږۍ کې د بیو د کنټرول او تنظیم په برخه کې ګډ کار او هڅې وکړي.

ویل کیږي، چې د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو رییسانو او مسوولانو د بازار د نظم او ټیکاو د ساتنې او د بیو د کنټرول ژمنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه دې یو ټولګډونه پلاوی د سلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

افریدي زیاته کړې: « زمونږ نظر دا دی، چې دا پلاوی به اغېزمنه وي او که ټولګډونه پلاوی افغانستان ته ولاړ شي؛ نو وضعیت به ښه شي.»

اسلام‌آباد تل ادعا کړې، چې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

اسلامي امارت هم تل د پاکستان د پوځي رزیم دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامیو» مسوول ندی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!