تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان استازو د سیمهییزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا د مشورتي خبرو د لومړنۍ ناستې په څنډه کې د ازبکستان جمهوریت بهرنیو چارو وزارت له مرستیال بابر عثمانوف سره د لیدنې پر مهال د اړیکو د پیاوړتیا، فرصتونو او د سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.
امیرخان متقي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او د نورې همغزۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار څرګند کړ.
دغه راز بابر عثمانوف د دې سیمهییز نوښت له رامنځته کېدا د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او د نورو دېرو همکاریو پر غخېدا یې هم ټینګار وکړ.
ویل کیږي، چې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم په کابل کې د ازبکستان د صنعتي پراختیا او درملو تولید څانګې له مشر عبدالله عزیزوف او له مل پلاوي سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.
تازه خبرونه
د امریکا په کليفورنيا ایالت کې افغانانو د پاکستان پوځي رژیم بريدونه وغندل
دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.
د امریکا د کلفورنیا ایالت په مرکز سکرمنټو ښار کې افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه وغندل او په یو پرېکړهلیک کې یې له نړۍوالو څخه د دغو بریدړونو د څېړلو غوښتنه وکړه.
دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.
د کليفورنيا په سکرامنټو ښار کې راټولو شويو کسانو ويلي؛ دا بريدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې موضوع وڅېړي او عاملان یې ځواب ویلو ته راکاږي.
د غونډې ويناوالو خبرداری ورکړ، چې د تاوتريخوالي دوام کولی شي سيمه بېثباته کړي او د نړۍ له مشرانو يې وغوښتل، چې د وضعيت د خرابېدا مخه ونيسي.
دې ته ورته لاريونونه تېره اوونۍ په اروپا کې هم وشول؛ لندن مېشتو سلګونو هېوادوالو لاريون وکړ او د بېړنۍ نړيوالې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
دغه راز په اوسلو کې هم افغانان د ناروې پارلمان مخې ته راټول شول او د تاوتريخوالي د درولو غوښتنه يې وکړه.
شنونکي وايي، که سياسي هڅې ګړندۍ نهشي؛ د ډيورنډ کرښې تاوتريخوالی ښايي پراخې امنيتي ستونزې رامنځته کړي.
دا لاريونونه په داسې حال کې کېږي، چې د چین په اورومچي ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته وخت ناوخت نښتې او توپچي ډزې روانې دي.
تازه خبرونه
په اداري اسنادو کې د بهرنیو اصطلاحاتو د بدلون لپاره ځانګړې ډله جوړېږي
په دې فرمان کې راغلي، چې دا کمیټه به د عدلیې وزارت تر مشرۍ لاندې د لوړو زدهکړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، د علومو اکاډمۍ د عمومي ریاستونو او چارو ادارې له غړیتوب سره کار وکړي.
تازه خبرونه
د کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه
د “افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې” تر سرلیک لاندې لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د وري شپاړلسمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نوښت جوړه شوه.
د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه په کابل کې بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر خبرو پیل او پر اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمهییز اتصال په اړوند برخو کې د همکارۍ پراخولو راوڅرخېده.
د “افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې” تر سرلیک لاندې لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د وري شپاړلسمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نوښت جوړه شوه.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په خپله بشپړه وینا کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
دا غونډه په کابل کې د ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان په ګډون د مرکزي آسیا هېوادونو د لوړ پوړو استازو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د ډیپلوماټیکې همغږۍ د پیاوړتیا، د سیمهییزو پرمختګونو ارزونه او د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره د څو اړخیز میکانیزم جوړول ول.
متقي په پرانیستونکو څرګندونو کې د دې غونډې پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د افغانستان- منځنۍ آسیا مشورتي خبرې د نظرونو د تبادلې، د سیمهییزو پرمختګونو په اړه مشورې او د ګډې همکارۍ د پراخولو لپاره د عملي لارو چارو د لټولو لپاره یو څو اړخیز سیاسي میکانیزم دی.
په تېرو پېنځه کلونو کې د همکارۍ پراختیا
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د مرکزي آسیا هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي، ټرانزیټي او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره محسوس او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نن د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو کیسه «د فرصت، همکارۍ او سیمهییزې همغږۍ کیسه ده » او له افغانستان سره په تعامل کې د مرکزي آسیا هېوادونو عملي چلند؛ په ځانګړي توګه په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د سیمهییزې کچې د متقابل باور او همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ګڼل کیږي.
د غونډې بنسټیزې موخې
امیر خان متقي څرګنده کړې، چې غونډه پر څو اساسي موخو د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ او ډیپلوماټیکې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ د اقتصادي همکاریو پر نويو فرصتونو، سیمهییزو پرمختګونو او د ثبات او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا لپاره د نظرونو پر تبادله راڅرخیږي.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان هیله لري، چې د دې غونډې له ترسره کېدا سره به د فرصتونو او ننګونو ګډه ارزونه رامنځته او د اقلیمي بدلون، سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت په برخو کې د راتلونکي همکارۍ لپاره یوه پراخه د لارې نقشه رامنځته شي.
په نړیوال نظام کې پرمختګونه او د سیمې رول
د بهرنیو چارو وزیر د نړیوال نظام اوسني حالت ته هم د نغوتې( اشارې ) تر څنګ ویلي؛ نن نړۍ له جدي ننګونو او پوښتنو سره مخ ده او په ورته وخت کې پر نړیواله کچه متضاد بیانونه او تصورات رامنځته شوي دي.
هغه زیاته کړې؛ له یوېخوا د آسیا په ځانګړي توګه په یوریشیا سیمه کې، اقتصادي تحرک مخ پر زیاتېدا دی او له بلېخوا د لویدیځې آسیا سیمه له جګړې او ناوړه امنیتي، سیاسي او اقتصادي پایلو سره مخ ده.
د متقي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه له اړوند بدلونونو اغېزمن شوي او له همدې کبله اړتیا ده، چې ګډې ننګونې له پوره همغږۍ سره اداره شي او د سیمهییز پرمختګ او ادغام لپاره شته وړتیاوې ګټورې وکارول شي.
تاریخي او کلتوري اړیکې
متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ تاریخي او کلتوري اړیکو ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د دې هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي، جغرافیایوي، مذهبي او کلتوري ګډې ریښې لري.
هغه د سیمې د سترو اسلامي او کلتوري شخصیتونو لکه امام ابو حنیفه، امام بخاري او امام ترمذي یادونه وکړه، چې د اسلامي تمدن په جوړښت کې یې اړین رول لوبولی دی.
همدارنګه هغه علمي او کلتوري شخصیتونو لکه ابو ریحان البیروني، رودکي، مختار قلي فراهي، علیشیرنوایي او ابو نصر فارابي یادونه هم کړې، چې د سیمې د ګډ میراث یوه برخه ده.
د افغانستان بهرنۍ پالیسي
متقي ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي پر اسلامي ورورګلوۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي، توازن او اقتصاد پر بنسټ ولاړه ده.
هغه ټینګار کړی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه په دې پالیسي کې ځانګړی ځای لري او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا سربېره پر سیمهییزه همکارۍ هم ټینګار کوي.
له پاکستان سره خبرې اترې
امیر خان متقي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ځینو سیمهییزو ننګونو ته په نغوته کې څرګندوي؛ د ځینو سیمهییزو لوبغاړو امنیتي لیدلوري د اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ د پراختیا مخه نیولې ده.
هغه وایي، چې افغانستان د چین پر نوښت په اورومچي کې له پاکستان سره د خبرو د صادقانه حل لارې لپاره برخه اخیستې ده.
متقي ټینګار کړی: افغانستان تل غواړي، چې ستونزې د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل کړي؛ خو په ورته وخت کې دا حق هم لري، چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو دفاع وکړي.
امنیت او سرحدي همکاري
د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې افغانستان د مرکزي آسیا له هېوادونو سره له ۲زره ۳۲۹ کیلومټرو څخه ډېرې ګډې اوبه او ځمکنۍ پولې لري او د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا او د سرحدي نښو په عصري کولو کې همکاري هم اړینه بولي.
هغه زیاته کړې؛ د داعش فعالیتونه، د مخدره توکو قاچاق، غیرقانوني مهاجرت او د پولې هاخوا منظم جرمونه د دواړو خواوو ګډې اندېښنې دي.
د متقي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان امنیتي ادارو له دې ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین اقدامات کړي دي او اوس له مرکزي آسیا هېوادونو سره په ګډو پولو کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته.
د افغانستان داخلي وضعیت
امیر خان متقي د خپلې وینا پر مهال وویل: له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته افغانستان اوس ثبات او عمومي امنیت ترلاسه کړی او د حکومتدارۍ بنسټونه مخ پر رپیاوړي کېدا دي.
هغه زیاته کړې؛ اداري فساد له منځه وړل شوی او د بیوروکراسۍ ساده کولو او د دولتي خدماتو ډیجیټل کولو پروسه روانه ده.
هغه دا هم ویلي، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ په افغانستان کې د مخدره توکو کښت، پلور او قاچاق منع شوی او د اړوند ادارو عملي اقداماتو د نشهیي توکو کښت تقریبا صفر ته رسولی دی.
د سوداګرۍ وده او سیمهییزې پروژې
متقي څرګنده کړې؛ افغانستان د اقتصاد پر بنسټ د پالیسۍ پر غوره کولو د سوداګرۍ ودې او بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته لار اواره کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وده ۴.۳ سلنه ښودلې ده.
هغه ویلي، چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی او هدف یې دا دی، چې دا شمېر به په راتلونکو درې یا څلور کلونو کې ۱۰ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
متقي د مهمو سیمهییزو پروژو یادونه هم کړې؛ د ټاپي ګاز نللیکې پروژه، د کاسا-۱۰۰۰ برښنا لیږد پروژه، د لاجورد سړک پروژه او شپږ لارې دهلیز یې تر کار لاندې بېلګې دي.
هغه ویلي، چې تر اوسه پورې د هرات- ترکمنستان په سرحدي لار کې د ټاپي نللیکه ۲۵ کیلومټره بشپړه شوې او ۱۲۰ کیلومټره نور د پلي کېدا لپاره چمتو ده.
د همکارۍ د راتلونکي لپاره د افغانستان وړاندیزونه
د وینا په پای کې متقي د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لاندې ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړل:
- د څو اړخیز سیاسي میکانیزم په توګه د افغانستان او مرکزي آسیا ترمنځ په منظم ډول د مشورتي خبرو ترسره کول
- د همکارۍ لپاره د لارې نقشې د جوړولو لپاره د افغان او منځنۍ آسیا د څانګهوالو(متخصصینو) ترمنځ څېړنیز کنفرانس ترسره کول
- له سیمهییزو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ګډ امنیتي چلند د رامنځته کول
- د یوې ګډې لارې نقشې په چوکاټ کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د همکارۍ پراختیا
- د اقلیمي بدلون د پایلو د کمولو لپاره ګډه همکاري
په پایله کې متقي د دې غونډې د ترسره کولو لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو له شتون او ملاتړ ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا نوښت کولی شي د سیمهییزې همکارۍ پراخولو او په سیمه کې د ثبات، پراختیا او اقتصادي ادغام د پیاوړتیا لپاره لار اواره کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
نړۍ4 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه4 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
-
تازه خبرونه4 days agoله ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
-
څار5 days agoڅار: چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اترو نوی کوربه
-
تازه خبرونه4 days agoپه چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې
-
تحول5 days agoتحول: له ایران سره د امریکا او اسرئیلو روانه جګړه
