Connect with us

نړۍ

د اسرائيلو په تازه بریدونو کې فلسطینیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

ټرمپ د شنبې پر ورځ په ټروټ پاڼه کې لیکلي وه؛ اسرائیل په غزه کې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او اوربند به سمدستي پلی شي.

خپور شوی

د

 د سیمه‌ییزو روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې، د شنبې پر ورځ د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د غزې لسګونه کسان وژل شوي؛ که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسرائیلي ځواکونو غوښتي، چې بمبارډ ودروي.

ټرمپ د شنبې پر ورځ په ټروټ پاڼه کې لیکلي وه؛ اسرائیل په غزه کې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او اوربند به سمدستي پلی شي.

رویټرز خبري سرچینې په ډاګه کړې:  د اوربند خبرې به راتلونکې اوونۍ په مصر کې پیل شي.

د جمعې پر ورځ ناوخته ټرمپ پر اسرائیلو فشار راوړ، چې خپل بریدونه ودروي؛ پر ویجاړ شويو فلسطیني سیمو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول.

ډاکټرانو ویلي، چې په ځینو پېښو کې اتلس کسان ووژل شول. په داسې حال کې، چې د غزې ښار د طوفه په ګاونډ کې پر یوه کور د اسرائیلو پر هوایي برید ۱۸ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. برید نږدې څو ودانیو ته زیان ورساوه.

اسرائیلو ویلي، چې دوی د حماس یو وسلوال پر نښه کړی، چې په سیمه کې یې د دوی سرتېرو ته ګواښ جوړ کړی و او د تلفاتو راپورونه تر بیاکتنې لاندې دي.

پوځ ” ناښکېلو ملکي وګړو ته پر هر ډول زیان رسېدو خواشیني دی او ناښکېلو ملکي وګړو ته د زیان د کمولو لپاره کار کوي”.

حماس د اسرائیلو لومړي وزیر ته په نغوته کې ویلي، چې “د اشغالګرو د بمبارډ او ډله‌ییزو وژنو دوام؛ د ملکي وګړو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د کمولو په اړه د نتانیاهو دروغ افشا کوي.”

د شنبې د ورځې په پیل کې ټرمپ اسرائیل وستایل او وایي؛ اسرائیلو “په لنډمهاله توګه بمبارډ بند کړی دی” او هغه د فلسطین له وسلوالې ډلې حماس څخه وغوښتل، چې حرکت وکړي “که نه؛ نو ټول شرطونه به له منځه ولاړ شي.”

!” ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي:”زه به ځنډ ونه زغمم؛ کوم، چې ډېری یې د پېښېدو فکر کوي یا کومه پایله، چې غزې ته بیا ګواښ رامنځته کوي. راځئ، چې دا کار ژر تر ژره ترسره کړو. له هرچا سره به عادلانه چلند وشي.

حماس د جمعې پر ورځ د ټرمپ له‌خوا د هرکلي وړ ځواب ترلاسه کړ او څرګندوي، چې دوی د هغه د سولې د ۲۰ ماده‌ییزې طرحې وړاندیز ځینې مهمې برخې د جګړې د پای ته رسولو په ګؤون منلي دي. د اسرائیلو وتل او د اسرائیلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو خوشې کول.

 حماس ځینې مسلې د نورو خبرو اترو تابع پرېښي دي او همدارنګه هغه پوښتنې بې ځوابه شوي، چې آیا دا به د جګړې پای ته رسولو لپاره د اسرائیلو یوه مهمه غوښتنه بې وسلې کول وي.

ټرمپ د شنبې پر ورځ زیاته کړې: “له خبرو اترو وروسته اسرائیلو د وتلو له هغه لومړني پړاو سره هوکړه کړې،  چې مونږ حماس ته ښودلې او شریکه کړې ده.”

هغه ویلي؛ یوځل، چې حماس ورسره هوکړه وکړي اوربند به پلي شي. “د یرغمل شویو او بندیانو تبادله به پیل شي او مونږ به د وتلو د راتلونکي پړاو لپاره شرایط رامنځته کړو.”؛ خو په دې اړه یې نور توضیحات ورنکړل.

د اسرائیلو له‌خوا سمدستي تائید ندی شوی او د خپلو ځواکونو د پام وړ وتلو لپاره یې لږ لیوالتیا ښودلې ده. حماس سمدلاسه د نورو تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ویلی.

د ټرمپ له څرګندونې لږ مخکې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي؛ د پلان لومړۍ پړاو له حماس څخه غواړي، چې یرغمل شوي کسان خوشې کړي او اسرائیلي ځواکونه “په داسې ډول بیا ځای پر ځای کړي” چې دوی “د تړانګې دننه ټولې کنټرول شوې سیمې وساتي.”

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ خپل استازيو سټیو ویټکوف او جیریډ کوشنر مصر ته لېږلي، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تخنیکي توضیحات بشپړ او د تلپاتې سولې تړون پر اړه بحث وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې مصر به د دوشنبې پر ورځ د اسرائیلو او حماس د استازو کوربتوب هم وکړي.

نتنیاهو ویلي؛ د اسرائیلو او امریکا اراده دا ده، چې خبرې اترې څو ورځو ته محدودې کړي.

نتنیاهو رویټرز ته ویلي؛ هیله من دی، چې د سوکوت ( یهودي رخصتۍ په بهیر کې) د بندیانو بېرته ستنېدل اعلان کړي، چې د اوکټوبر له شپږمې څخه تر دیارلسمې پورې دوام کوي. په داسې حال کې، چې د اسرائیلو پوځ پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

نتنیاهو زیاته کړې؛ د ټرمپ د طرحې په دوه‌یم پړاو کې به حماس بې وسلې او غزه هم به بې وسلې شي او خبرداری ورکوي، چې دا به پر سیاسي یا پوځي بڼه ترسره شي.

د ټرمپ د طرحې له مخې؛ پوځ د غزې شاوخوا ته شاتګ وکړي، خو وخت ورته ټاکل شوی ندی.

د لومړي وزیر د خبرو پر مهال په تل ابیب کې لسګونه زره خلک د جګړې د پای ته رسولو لپاره سړکونو ته راووتل.

 د طرحې په اړه د حماس غبرګون د نړۍ د مشرانو خوشبینانه څرګندونې راوپارولې، چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو له جوړېدو راپدېخوا له اسرائیلو سره د تر ټولو وژونکې شخړې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه او د هغو اسرائیلیانو د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه، چې اوس هم په بند کې ساتل شوي.

د سولې هیلې د ایران د ملاتړې فلسطیني اسلامي جهاد ډلې له ملاتړ سره له احتمالي ودې برخمنې شوې، چې د حماس پرپرتله کوچنۍ ده؛ خو ډېره سخت دریځه لیدل کیږي.

دې ډلې، چې یرغمل هم لري؛ د شنبې پر ورځ د حماس غبرګون تائید کړ.

د حماس دریځ ممکن د غزې د خلکو روحیه لوړه کړي، چې په تېرو دوه کلونو کې یې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د اوربند یو بله ناکامي لیدلې وه، چې یو بشري بحران یې رامنځته کړ او ميلیونونه خلک ورسره بې ځایه شول.

نړۍ

په آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس

پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

Published

on

د آسټرالیا پولیسو څرګنده کړې، چې د سیډني ښار په بونډي ساحل کې پر یهودي نندارې مرګونی ډزې پلار او زوی کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

پولیسو زیاته کړې؛ دا پېښه د یکشنبې پر ماښام هغه وخت رامنځته شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان بونډي ساحل ته نږدې په یوه پارک کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وه. برید شاوخوا ۱۰ دقیقې روان و او د سیمې د ګډونوالو او اوسېدونکو ترمنځ یې پراخه وېره خپره کړه. د ځاني زیانمنو عمرونه د ۱۰ او ۸۷ کلونو ترمنځ راپور شوي دي.

پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

چارواکو دا پېښه هدفي او یهود ضد ګڼلې او ټینګار کوي، چې یوازې دوه بریدګر په دې پېښه کې ښکېل ول.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په بهیر کې احمد الاحمد نومی مسلمان بریالی شو، چې یو بریدګر بې وسلې کړي او د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

د آسټرالیا لومړي وزیر دا برید غندلی؛ دا یې “ترهګریز عمل” وباله او د هېواد له یهوديانو سره یې پیوستون څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دا ډزې له نږدې درې لسیزو راپدېخوا په آسټرالیا کې ترټولو بد وسلوال تاوتریخوالی ثبت شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ

د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.

د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.

د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.

د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوم‌لیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.

لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”

لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.

د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.

لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.

Published

on

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زده‌کړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.

ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.

دغه پېښه د سې‌شنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسله‌وال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.

نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زده‌کړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زده‌کړیالان دي. ډزې د زده‌کړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.

کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زده‌کړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.

د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!