نړۍ
د اسرائيلو په تازه بریدونو کې فلسطینیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ټرمپ د شنبې پر ورځ په ټروټ پاڼه کې لیکلي وه؛ اسرائیل په غزه کې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او اوربند به سمدستي پلی شي.
د سیمهییزو روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې، د شنبې پر ورځ د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د غزې لسګونه کسان وژل شوي؛ که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسرائیلي ځواکونو غوښتي، چې بمبارډ ودروي.
ټرمپ د شنبې پر ورځ په ټروټ پاڼه کې لیکلي وه؛ اسرائیل په غزه کې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او اوربند به سمدستي پلی شي.
رویټرز خبري سرچینې په ډاګه کړې: د اوربند خبرې به راتلونکې اوونۍ په مصر کې پیل شي.
د جمعې پر ورځ ناوخته ټرمپ پر اسرائیلو فشار راوړ، چې خپل بریدونه ودروي؛ پر ویجاړ شويو فلسطیني سیمو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول.
ډاکټرانو ویلي، چې په ځینو پېښو کې اتلس کسان ووژل شول. په داسې حال کې، چې د غزې ښار د طوفه په ګاونډ کې پر یوه کور د اسرائیلو پر هوایي برید ۱۸ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. برید نږدې څو ودانیو ته زیان ورساوه.
اسرائیلو ویلي، چې دوی د حماس یو وسلوال پر نښه کړی، چې په سیمه کې یې د دوی سرتېرو ته ګواښ جوړ کړی و او د تلفاتو راپورونه تر بیاکتنې لاندې دي.
پوځ ” ناښکېلو ملکي وګړو ته پر هر ډول زیان رسېدو خواشیني دی او ناښکېلو ملکي وګړو ته د زیان د کمولو لپاره کار کوي”.
حماس د اسرائیلو لومړي وزیر ته په نغوته کې ویلي، چې “د اشغالګرو د بمبارډ او ډلهییزو وژنو دوام؛ د ملکي وګړو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د کمولو په اړه د نتانیاهو دروغ افشا کوي.”
د شنبې د ورځې په پیل کې ټرمپ اسرائیل وستایل او وایي؛ اسرائیلو “په لنډمهاله توګه بمبارډ بند کړی دی” او هغه د فلسطین له وسلوالې ډلې حماس څخه وغوښتل، چې حرکت وکړي “که نه؛ نو ټول شرطونه به له منځه ولاړ شي.”
!” ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي:”زه به ځنډ ونه زغمم؛ کوم، چې ډېری یې د پېښېدو فکر کوي یا کومه پایله، چې غزې ته بیا ګواښ رامنځته کوي. راځئ، چې دا کار ژر تر ژره ترسره کړو. له هرچا سره به عادلانه چلند وشي.
حماس د جمعې پر ورځ د ټرمپ لهخوا د هرکلي وړ ځواب ترلاسه کړ او څرګندوي، چې دوی د هغه د سولې د ۲۰ مادهییزې طرحې وړاندیز ځینې مهمې برخې د جګړې د پای ته رسولو په ګؤون منلي دي. د اسرائیلو وتل او د اسرائیلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو خوشې کول.
حماس ځینې مسلې د نورو خبرو اترو تابع پرېښي دي او همدارنګه هغه پوښتنې بې ځوابه شوي، چې آیا دا به د جګړې پای ته رسولو لپاره د اسرائیلو یوه مهمه غوښتنه بې وسلې کول وي.
ټرمپ د شنبې پر ورځ زیاته کړې: “له خبرو اترو وروسته اسرائیلو د وتلو له هغه لومړني پړاو سره هوکړه کړې، چې مونږ حماس ته ښودلې او شریکه کړې ده.”
هغه ویلي؛ یوځل، چې حماس ورسره هوکړه وکړي اوربند به پلي شي. “د یرغمل شویو او بندیانو تبادله به پیل شي او مونږ به د وتلو د راتلونکي پړاو لپاره شرایط رامنځته کړو.”؛ خو په دې اړه یې نور توضیحات ورنکړل.
د اسرائیلو لهخوا سمدستي تائید ندی شوی او د خپلو ځواکونو د پام وړ وتلو لپاره یې لږ لیوالتیا ښودلې ده. حماس سمدلاسه د نورو تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ویلی.
د ټرمپ له څرګندونې لږ مخکې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي؛ د پلان لومړۍ پړاو له حماس څخه غواړي، چې یرغمل شوي کسان خوشې کړي او اسرائیلي ځواکونه “په داسې ډول بیا ځای پر ځای کړي” چې دوی “د تړانګې دننه ټولې کنټرول شوې سیمې وساتي.”
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ خپل استازيو سټیو ویټکوف او جیریډ کوشنر مصر ته لېږلي، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تخنیکي توضیحات بشپړ او د تلپاتې سولې تړون پر اړه بحث وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې مصر به د دوشنبې پر ورځ د اسرائیلو او حماس د استازو کوربتوب هم وکړي.
نتنیاهو ویلي؛ د اسرائیلو او امریکا اراده دا ده، چې خبرې اترې څو ورځو ته محدودې کړي.
نتنیاهو رویټرز ته ویلي؛ هیله من دی، چې د سوکوت ( یهودي رخصتۍ په بهیر کې) د بندیانو بېرته ستنېدل اعلان کړي، چې د اوکټوبر له شپږمې څخه تر دیارلسمې پورې دوام کوي. په داسې حال کې، چې د اسرائیلو پوځ پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.
نتنیاهو زیاته کړې؛ د ټرمپ د طرحې په دوهیم پړاو کې به حماس بې وسلې او غزه هم به بې وسلې شي او خبرداری ورکوي، چې دا به پر سیاسي یا پوځي بڼه ترسره شي.
د ټرمپ د طرحې له مخې؛ پوځ د غزې شاوخوا ته شاتګ وکړي، خو وخت ورته ټاکل شوی ندی.
د لومړي وزیر د خبرو پر مهال په تل ابیب کې لسګونه زره خلک د جګړې د پای ته رسولو لپاره سړکونو ته راووتل.
د طرحې په اړه د حماس غبرګون د نړۍ د مشرانو خوشبینانه څرګندونې راوپارولې، چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو له جوړېدو راپدېخوا له اسرائیلو سره د تر ټولو وژونکې شخړې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه او د هغو اسرائیلیانو د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه، چې اوس هم په بند کې ساتل شوي.
د سولې هیلې د ایران د ملاتړې فلسطیني اسلامي جهاد ډلې له ملاتړ سره له احتمالي ودې برخمنې شوې، چې د حماس پرپرتله کوچنۍ ده؛ خو ډېره سخت دریځه لیدل کیږي.
دې ډلې، چې یرغمل هم لري؛ د شنبې پر ورځ د حماس غبرګون تائید کړ.
د حماس دریځ ممکن د غزې د خلکو روحیه لوړه کړي، چې په تېرو دوه کلونو کې یې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د اوربند یو بله ناکامي لیدلې وه، چې یو بشري بحران یې رامنځته کړ او ميلیونونه خلک ورسره بې ځایه شول.
نړۍ
د امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د امریکا سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د آیډاهو ایالت په ټوین فالز ښار کې د یوه سوداګریز مرکز دننه د ډزو په پایله کې درې کسان د بریدګر پهګډون وژل شوي او لږ تر لږه دوه نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د ټوین فالز ښار د پولیسو رییس میټیو هیکس ویلي، بریدګر د وژل شویو کسانو له ډلې دی او د خلکو پر وړاندې ګواښ پای ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د بریدګر د هویت معلومولو او د ډزو د انګېزې د څېړلو په حال کې دي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، لږ تر لږه دوه ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي؛ خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات ورکړ شوي نهدي.
له پېښې وروسته پولیسو د پېښې ځای ته غځېدلې لارې او نږدې یو پل په لنډمهاله توګه تړلي او د ډزو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.
نړۍ
څار: له پاکستان څخه د منځنۍ آسیا او ایران لوري ته د سوداګرۍ بدلون
نړۍ
د ایران جګړې ته له امریکایانو څخه د ملاتړ کچه راټیټه شوې- نوې نظرپوښتنه
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
د رویټرز/ ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې؛ یوازې له هرو درې امریکایانو یو کس د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړ کوي، چې د دې پېنځه میاشتني کړکېچ له پیل راپدېخوا تر ټولو ټیټه کچه ښیي. ډېری ګډونوال څرګندوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې موخې بشپړې روښانه کړې نهدي.
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
ټرمپ د جګړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي؛ د بېلګې په توګه: د ایران د واکمنو پر ضد د ایرانیانو ملاتړ، د ایران د بالسټیک توغندیو وړتیا له منځه وړل او ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو منع کول. د نظرپوښتنې له مخې: ۶۹ سلنه امریکایان د څلوېښت سلنه جمهوريغوښتونکو پر ګډون پدي باور لري، چې ټرمپ په ایران کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې بشپړې روښانه کړي ندي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز ویلي؛ ټرمپ خپلې پرېکړې د بدلېدونکو نظرپوښتنو پر بنسټ نهکوي او ټینګار یې کړی، چې ولسمشر به ایران ته هیڅکله د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نهکړي.
د راپور له مخې: د روان کال د فبرورۍ له اتهویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل؛ د جګړې د ملاتړ کچه له ۴۰ سلنې ټیټه پاتې شوې ده. دا وضعیت د عراق او افغانستان له جګړو سره څرګند توپیر لري؛ ځکه د عراق جګړې په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۷۰ سلنه او د افغانستان جګړې په پیل کې د امریکایانو نږدې ۹۰ سلنه ملاتړ درلود.
شنونکو ويلي، د جګړې پر وړاندې د خلکو ناخوښي د ټرمپ او جمهوريغوښتونکي ګوند لپاره د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې سیاسي فشار زیاتوي؛ ځکه د کانګرس په دواړو جرګو کې د دوی اکثریت ډېر کمزوری دی.
تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او زرګونه کسان په ایران او لبنان کې هم مړه شوي دي. جګړې د سونګ بیې هم لوړې کړې دي؛ د پټرولو بیه په امریکا کې له جګړې مخکې د هر ګیلن شاوخوا ۳ ډالره وه، خو اوس له ۴ ډالرو لوړه شوې ده.
د نظرپوښتنې له مخې؛ خپلواکه رای ورکوونکي د کانګرس لپاره د جمهوريغوښتونکو پر ځای د ډیموکراټ ګوند نوماندان غوره ګڼي. همداراز د اقتصادي سیاستونو په برخه کې هم ډېری خپلواکه رای ورکوونکي د ډیموکراټانو ملاتړ کوي.
دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول ترسره شوې؛ ۱ اعشاریه ۲۴۶ امریکايي لویانو په کې برخه اخیستې او د خطا کچه یې درې سلنه ښودل شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoآلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
-
تازه خبرونه5 days agoپه پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
-
International Sports4 days agoفیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل
-
تازه خبرونه4 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
-
لوبی4 days agoنن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoعمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت طرحه وړاندې کړه
-
لوبی4 days agoافغانستان له ایرلینډ سره د پېنځه یوورځنیو لوبو لړۍ پیلولو ته چمتو کیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
