تازه خبرونه
د اسلامي امارت مشر په خپل اختریز پیغام کې د نړۍ له هېوادونو سره د رغنده اړیکو غوښتنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت مشر نن (یکشنبه د چنګاښ ۳ ) د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې له ټولو هېوادونو او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره رغنده سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي؛ خو لکه څنګه، چې افغانستان د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نهکوي، له نورو هېوادونو يې هم دا تمه ده، چې زمونږ په کورنیو چارو کې دي لاسوهنه نهکوي او له سپارښتنو دې هم ډډه وکړي.
په دې پيغام کې د اسلامي امارت د مشرتابه مولوي هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې راغلي، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا او پولو څخه دفاع او ساتنه کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد کار واخلي.
د اسلامي امارت د رهبرۍ د پیغام په یوه برخه کې راغلي: موږ له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره دوستانه سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو؛ خو هیڅ هېواد باید په هیڅ ډول پلمې او عنوان زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي او مونږ ته لارښوونه وکړي. لکه څنګه، چې اسلامي امارت دا کار نهکوي، له نورو هېوادونو هم تمه ده، چې دا کار ونهکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه پر بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت پر کار او پرله پسې هلو ځلو په هېواد کې د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې او افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا کیږي.
د اسلامي امارت د مشرتابه د څرګندونو له مخې؛ په کانونو، کرنې او نورو بیخبنایي سکتورونو کې د بنسټیزو پروژو له پیلېدا سره د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي.
دغه راز د اسلامي امارت مشرتابه خصوصي سکتور ته امنیتي او حقوقي ډاډ ورکوي او وایي، چې ټولې امارتي ادارې مکلفیت لري، چې د هېواد د ښیرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پانګوالو ته لازم سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.
د اسلامي امارت مشرتابه ویلي: د افغانستان استقلال پر ملي کچه خوندي شوی او ملي یووالی ټینګ شوی دی. هر ډول توکمي، ژبني او سمتي تعصبونه له منځه وړل شوي، د بیت المال پیسې له زورواکو څخه اخیستل شوي او په زرګونه هکتاره غصب شوې ځمکې بېرته راګرزول شوي، ځمکنۍ بشپړتیا خوندي شوې، د سرحدونو دفاع او ساتنه شوې، ملي پانګه د ناوړه ګټه اخیستونکیو له منګولو څخه ایستل شوې ده. مونږ له ټولو ملي پانګوالو او سوداګرو څخه غواړو، چې په بېلابېلو برخو کې پر پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
په پيغام کې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيا پرانستلو يادونه نهده شوې؛ خو ويل شوي، چې د نجونو جبري ودونه، له ښځو او نجونو سره ناوړه چلند او ظلم پای ته رسېدلى او د هغوى ټول شرعي حقوق خوندي شوي دي.
په پیغام کې همداراز ټینګار شوی، چې د کوکنارو کښت او د مخدره توکو تولید صفر ته نږدې شوی او کروندګرو د نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته بدیل معیشت ته مخه کړې ده.
د اسلامي امارت مشرتابه هغو ته، چې امن او ثبات ګواښي غوښتنه کړې، چې نور په خپل هېواد کې له خپلو هېوادوالو سره د سوکالۍ ژوند پیل او د امن او ثبات په ټینګولو کې مرسته وکړي او د پردیو د ګټو لپاره دې راغلی امن نه متضرر کوي.
په دغه پيغام کې د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه هم غوښتل شوي، چې د خلکو په تېره بيا د کوچني اختر په ورځو کې ښه امنيت تامين کړي او پرې نهږدي، چې د افغانستان دښمنان د هېواد امنيت او ثبات ګډوډ کړي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه24 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
