Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د تاریخي آثارو د خپلسرې کېندنې، قاچاق او سوداګرۍ مخه دې ونیول شي ـ طالبان

خپور شوی

د

طالب مشرتابه د روان کال د شنبې پر ورځ ( د کب ۲) خپلو ټولو سیمه ییزو مسوولينو او جنګياليو ته سپارښتنه کړی، چې د افغانستان له هنري او تاريخي آثارو نه یوازې ساتنه وکړي، بلکې د خپلسرې کېندنې، قاچاق او سوداګرۍ مخه دې هم ونیسي.

طالبانو په خپله خپره شوې اعلامیه کې له خپلو ټولو واليانو، ولسوالانو، د قطعو مسوولينو، ډلګي مشرانو، عامو جنګياليو او ټول ولس ته سپارښتنه کړې، چې تاريخي ٍثار د هېواد د هويت او بډايه فرهنګ مهمه برخه ده او ټول يې بايد په کلکه د څارنې او ساتنې هڅې وکړي.

په اعلاميه کې راغلي، چې د هېواد په هیڅ ځای کې د تاريخي آثارو د کېندلو، قاچاق او پلورلو اجازه نشته او نه بايد څوک له دې لارې د ګټې وټې تمه وکړي.

په اعلامیه په ډاګه شوې، چې؛ ټول مجاهدین دې د تاریخي سیمو لکه زړې کلاوې، تاریخي څلیو، منارونو ، برجونه او نورو پخوانيو ځایونو ښه څارنه وکړي، چې له تخریب، ویجاړۍ او ضرر څخه خوندي پاتې شي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د تاريخي آثارو د څار او ساتنې مسووليت د طالبانو فرهنګي کميسيون ته سپارل شوی او ټولو مسوولينو او جنګياليو ته سپارښتنه شوې، چې پدې اړه له فرهنګي کميسيون سره مرسته او همکاري وکړي.

طالبانو په داسې حال کې پر هېوادنیو فرهنګي آثارو د څارنې سپارښتنه کړې، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا په هېواد کې د تاريخي آثارو او قيمتي ډبرو قاچاق او د تاريخي سیمو کېندنې زور اخیستی او د يو شمېر بهرنيانو په ګډون ګڼشمېر زور واکانو خپلسرې کېندنې کړي او د آثارو د قاچاق هڅې تر سره شوې دي.

له دې مخکې د افغانستان په پارلمان کې هم د هنري او تاریخي آثارو پر نه خوندیتوب اندېښنه په ډاګه شوې وه.

د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني د سرو زرو د باختري خزانې د خوندي کولو په اړه ویلي وه، چې بايد یو باوري هېواد ته د امانت په توګه وسپارل شي، چې څو ورځې وروسته ولسمشسرۍ ماڼۍ دغه تاریخې خزانه نندارې ته وړاندې کړه او پر خوندیتوب او څارنې یې ټینګار وړاندې کړ.  

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو وختونو کې طالبان د بودا د پژو تاریخي میراث پر ویجاړولو تورن شوي دي.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!