تازه خبرونه
د افغانستان په جنګ کې د جنګي جنایت پر تور تورن اسټرالیایي سرتېري ونیول شو
د اسټرالیا فډرالي پولیسو ویلي، چې قربانیان د وژنې په وخت کې بېوسلې او د آسټرالیایي ځواکونو تر څارنې لاندې ول او ځینې یې رابرټس سمیت یا د هغه تر قومندې لاندې او د ده په شتون کې وژل شوي او د هر تور لپاره پوره سزا عمري بند دی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د سېشنبې پر ورځ د سیډني په هوایي ډګر کې هغه اسټرالیايي سرتېری او د ویکټوریا صلیب په ګډون د څو پوځي ویاړنو لرونکی بین رابرټس سمیت ونیول شو، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ ز.کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جنګي جرمونو او د ملکي وګړو د وژنې پر ۵ تورونو تورن پېژندل شوی دی.
د اسټرالیا فډرالي پولیسو ویلي، چې قربانیان د وژنې په وخت کې بېوسلې او د آسټرالیایي ځواکونو تر څارنې لاندې ول او ځینې یې رابرټس سمیت یا د هغه تر قومندې لاندې او د ده په شتون کې وژل شوي او د هر تور لپاره پوره سزا عمري بند دی.
دا تورونه په ۲۰۱۸ ز.کال کې د رسنیو له یو لړ راپورونو وروسته، چې په کې پر یو بېوسلې افغان ځوان ډزې کول او د مرګ له امر مخکې له غره څخه د لاس تړلي بندي غورځول هم شامل ول.
رابرتس-اسمیت تر اوسه ټول تورونه رد کړي او له دې سره تړلې حقوقي قضیې، چې په کې په استرالیا کې د لوړ لګښت افترا قضیه هم شامله ده؛ په وروستیو کلونو کې د لوړو محاکمو لهخوا ارزول شوي دي.
د ځانګړو څېړنو دفتر او د آسټرالیا فډرالي پولیسو په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو لهخوا د ترسره شويو جنګي جرمونو په اړه د ۵۳ دوسیو څېړنه روانه ساتلې، چې ۱۰ یې اوس هم تر کار لاندې دي. چارواکو ویلي؛ د اړتیا له مخې به د نورو ښکېلو خلکو محاکمه هم په پام کې ونیول شي.
ټاکل شوې، چې رابرټس سمیت نن سې شنبې د نیو ساوت ولز ایالت سیمهییزې محکمې ته حاضر شي.