لوبی
د افغانستان کرکت بورد، د لوبغاړیو د وړتیاوو لوړولو لپاره نوي روزونکي ګومارلي
هندي مندیب سینګهـ او راجیش چوهان هر یو په ترتیب سره د فزیوتراپست او ځواک روزونکي په توګه ګمارل شوي.
مندیپ سینګهـ د ماسترۍ سند لرونکی دی او له ۱۳ کلونو ډېره کاري تجربه لري.
نومړی په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې هغه د فزیوتراپي په کلینیکونو کې د فزیوتراپیست په توګه کار کړی او په ۲۰۱۴ کال کې یې د جمو او کشمیر د کرکت لوبډلې لپاره فزیوتراپیست و او له لوبغاړیو سره یې د فزیکي ستونزو په تشخیص او د درملنې پرستونزو او د پروګرامونو په پراختیا کې مرسته کوله.
دغه راز راجیش چوهان له آیرلیند څخه په فزیکي زدهکړو کې لیسانس لري او له بېلابېلو پېژندل شویو ټولنو څخه د آسترالیا د فزیک او ځواک ټولنې (ASCA) په ګډون د لومړي او دوهیم نمبر جوازونه او تصدیقونه لري.
سربېره پردې هغه اوسمهال په مالیزیا کې د ۲۰۲۱ کال له جون څخه تر اوسه پورې د فزیکي ځواک روزونکي په توګه دنده ترسره کوي او د سینګاپور کرکت ټولنې، کیرالا کرکت ټولنې، له دولیپ کپ، راجستان رائل، نیپال کرکټ ټولنه او د زیمبابوې کرکت ټولنه او د هند بلیو لوبډلې سره د فزیکي ځواک روزونکي په توګه د کار کولو تجربه لري.
د افغانستان کرکت بورد ویلي، چې له دې پرېکړې سره به هېڅ لوبغاړی نور د درد و ټپ د درملنې لپاره بهر ته ونه لېږدول شي او په لګښت کې به هم د پام وړ سپما رامنځته شي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه19 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
