Connect with us

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان غوره شل اوریز لیګ تړون لاسلیک کړ

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې قرارداد له ITW MEA شرکت سره لاسلیک شوی، چې مرکزي دفتر یې په هند کې دی او په نورو هېوادونو کې اووه څانګې لري.

خپور شوی

د

د هېواد کرکټ بورډ اعلان کړی، چې دوی په متحده عربي اماراتو کې له یوې شرکت سره د افغانستان غوره شل اوریز لیګ (APL T20) د راتلونکو ۱۰ پړاوونو د ترسره‌ کېدو لپاره رسمي قرارداد لاسليک کړ.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې قرارداد له ITW MEA شرکت سره لاسلیک شوی، چې مرکزي دفتر یې په هند کې دی او په نورو هېوادونو کې اووه څانګې لري.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا شرکت د “پانګې اچونې، تولید، پروډکشن براندینګ، مالي ملاتړ او بازار موندنې” په برخو کې فعالیت کوي. له دې مخکې دې شرکت له کرکټ نړیوالې شورا او کرکټ آسیایي شورا سره د لوبو او پروګرامونو تنظیم او مدیریت په برخو کې هم کار کړی دی او پدې برخه کې له یوې لسیزې څخه ډېره تجربه لري.

دا تړون د افغانستان کرکټ بورډ د رییس میرویس اشرف او د بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان، د ITW پر استازیتوب او د متحده عربي اماراتو او افریقا د رییس او مشر ویویک چنډرا ترمنځ لاسلیک شو.

د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان غوره شل اوریز لیګ د دوه‌یم پړاو وخت، نېټه او ځای به ډېر ژر د دواړو خواوو د مشرتابه شورا لخوا وټاکل شي، چې د دواړو ټیمونو غړي به په کې ګډون وکړي.

د هېواد کرکټ بورډ یو کال مخکې د یوه روڼ پروګرام له لارې د پانګونې ملګري لپاره داوطلبي اعلان کړې وه، چې موخه یې د یو اغېزمن او دوامداره پانګونې ملګري موندل ول، چې مالي او تخنیکي تخصص ولري او د لیګ پراختیا ته ژمن وي.

میرویس اشرف د افغانستان غوره  شل اوریز لیګ پیل او بیا تنظیم د افغانستان کرکټ بورډ یوه بله لاسته راوړنه وبلله او څرګندوي: “د افغانستان غوره شل اوریز لیګ د دوه‌یم پړاو پیل او تنظیم یو ښه خبر دی، چې زمونږ هېوادوال یې د اورېدو لپاره له ډېرې مودې راپدېخوا پر تمه دی. له نېکه‌مرغه زمونږ د هېوادوالو انتظار پای ته رسېدلی او مونږ دا تړون لاسلیک کړی او ډېر ژر به د لیګ ځای او نېټه هم شریکه شي.”

نصیب خان هم ویلي: “د افغانستان غوره شل اوریزو لیګ تنظیمول زمونږ یو لومړیتوب و او مونږ په تېرو دوه کلونو کې د دې په اړه له ډېرو شرکتونو سره بحثونه او خبرې اترې درلودې. مونږ د دې د تنظیمولو لپاره پلانونه جوړ او تنظیم کړل؛ غونډې وشوې او بالاخره زه د یو معتبر او مشهور شرکت سره یوې پایلې ته ورسېدم. مونږ غواړو، چې دا لیګ له هر اړخه ښه تنظیم کړو او لوبغاړي به یې په اغېزمنه توګه وکاروي.”

هغه زیاته کړې: “په دې کې شک نشته، چې د افغانستان غوره شل اوریزو لیګ ترسره کول یوه جدي اړتیا وه. ادارې او لوبغاړو ته به ډېرې ګټې ورسوي؛ ځکه، چې زمونږ ډېری تکړه لوبغاړي به په کې برخه واخلي. نن ورځ دا د خوښۍ خبره ده، چې مونږ پر رسمي ډول له اړوند شرکت سره تړون لاسلیک کوو او د ادارې پر استازیتوب د دې په اړه ډېر هیله من او خوشبین یوو.”

د شرکت مشر ویویک چنډرا هم ویلي: “مونږ ډېر خوښ یوو، چې په افغانستان غوره شل اوریز لیګ کې له افغانستان کرکټ بورډ سره پانګونه کوو او هیله لرو، چې په دې برخه کې د یو ښه ملګري په توګه خپل رول ولوبوو؛ ځکه، چې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ او سپورټ په نړۍ کې یو لوی نوم دی، چې په ډېر لنډ وخت کې یې لوی او بې‌ساری پرمختګ کړی دی او مونږ ژمن یوو، چې د دې لیګ د لا پرمختګ لپاره سخت کار وکړو.”

د یادونې ده، چې د افغانستان غوره شل اوریز لیګ لومړی پړاو د ۲۰۱۸ کال په اوکټوبر کې د متحده عربي اماراتو پر کوربتوب ترسره شو، چې پېنځه لوبډلې په کې حاضرې وې.

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!