لوبی
د اماراتو لوبډلې په نړیوال ۲۰ آوریز لیګ سیالیو کې شارجه وګتله
په ابوظبي کې د ام آی امارات کرکت لوبډلې د شنبې پر ورځ د دغو سیالیو دوه یمه لوبه له شارجه واریرز لوبډلې څخه پر ۴۹ منډو وګټله او د کرکت په نړیوال شل آوریز لیګ کې یې د بریاوو پر لوري ګام پورته کړ.
د سیالیو د اصولو له مخې، لوبډلې کولی شي په خپله لوبډله کې یوازې دوه ځايي لوبغاړي ولري، خو د اماراتو لوبغاړی محمد وسیم په خپله لوبډله کې د نورو ستورو پر پرتله ډېر وځلېده او پر ۳۹ توپونو یې ۷۱ منډې جوړې کړې. د اماراتو لوبډلې د ۵ لوبغاړیو پر سوځیدو ټولټال ۲۰۴ منډې جوړې کړې او د شارجه واریرز په وړاندې یې بریا خپله کړه.
وسیم پېنځه شپږیزې ووهلې او هغه مهال له وسوځېده، چې پېنځه نیم آوورونه پاتې ول. مخکې له دې، چې هغه لرې شي، کریس ووکس د دوه منډو لپاره ویل سمید لرې کړ او اندریو فلیچر یې لرې کړ؛ ځکه، چې رحمان الله ګربز د فلیچر شاته توپ ونیوه.
ووکس په څلور آورونو کې یوازې ۲۳ منډې ورکړې.
معین علي، کارتک میاپن، محمد نبي او جو دینلي په اته آورونو کې سیالې لوبډلې ته ۹۸ منډې وکړې.
د ویسټ اندیز لوبغاړی نیکولاس پورن هم ښه وځلید او ۴۹ منډې یې وکړې؛ خو نجیب الله ځدراڼ په لومړي توپ له منځه ولاړ، چې ګربز توپ له هوا ونیوه.
د شارجې لوبډلې لپاره کریس ووکس او رحمن الله ګربز په ترتیب سره ۶۲ او رحمن الله ګربز ۴۳ منډې جوړې کړې؛ خو هدف ته ونه رسید او په ۲۰ آوورونو کې یې د ۹ لوبغاړیو پر سوځیدو ۱۵۵ منډې جوړې کړې.
دا سیالۍ څنګه وګورو؟!
په ټول افغانستان کې د کرکت مینه وال کولی شي دغه نړیوالې سیالۍ په ژوندۍ بڼه په خپلو کورونو کې د آریانا تلویزیون له لارې وګوري.
د مهالوېش د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه8 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
