تازه خبرونه
د امریکا د ولسمشر مرستیال د افغان کډوالو د بیا میشتېدو په اړه د ټرمپ له پرېکړې دفاع وکړه
هغه ویلي، چې د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې امریکا ته له ننوتلو مخکې د امنیت لپاره په سمه توګه ندي کتل شوي، چې دې کار اندېښنې راپورته کړې دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي ونس له سي بي ایس نیوز سره په یوه مرکه کې د ډونالډ ټرمپ د افغان کډوالو د بیا میشتېدنې پروګرام د ځنډولو له پرېکړې کلکه دفاع وکړه.
هغه ویلي، چې د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې امریکا ته له ننوتلو مخکې د امنیت لپاره په سمه توګه ندي کتل شوي، چې دې کار اندېښنې راپورته کړې دي.
د ولسمشر مرستیال له کار پیلولو وروسته له رسنیو سره په خپله لومړۍ مرکه کې، چې یوه برخه یې د یکشنبې پر ورځ په CBS ټلویزیون کې خپره شوه، له ونس څخه پرلهپسې د «افغان کډوالو د بیا میشتېدنې» د پروګرام د ځنډولو په اړه پوښتنې وشوې؛ خو د ټرمپ له پرېکړې یې کلک ملاتړ وکړ.
د ټرمپ مرستیال ویلي: “زه باور نلرم، چې دا ټول کډوال په سمه توګه ارزول شوي دي. داسې شواهد هم شته، چې ځینو دغو کسانو ان د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو اراده لرلې ده.”
هغه د نصیر احمد توحیدي قضیې ته داسې نغوته( اشاره ) وکړه؛ په اوکلاهوما کې یو افغان کډوال د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید پر پلانولو تورن و او وایي؛ دا ښیي، چې د پناه غوښتنې د ارزونې بهیر نیمګړې و.
ونس زیاته کړې: “د دې پناه غوښتونکو ډېر پروګرامونه د ارزونې او څرنګوالي له پلوه ستونزې لري. “مونږ یقیناً نشو کولی، چې زرګونه خلک پرته له پوښتنې خپل هېواد ته دننه کړو.”
د سیبیاس شبکې کوربه ویلي، چې ” دا خلک ارزول شوي دي” خو د ټرمپ مرستیال ویلي: “لکه د هماغه کس په څېر، چې څو میاشتې مخکې یې په اوکلاهوما کې د ترهګریز برید پلان جوړ کړی و؟ د هغه ښکاره امنیتي ارزونه شوی وه.”
هغه زیاته کړې، چې “په رسنیو او ډیموکراټ ګوند کې ډېرو خلکو ویلي، چې هغه سم ارزول شوی و” خو” روښانه ده، چې هغه ارزول شوی نه و.”
ونس ویلي: “زه نه غواړم، چې زما ماشومان په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې دا خلک [کډوال] سم ارزول شوي نه وي. لکه څنګه، چې زه خپلو ماشومانو ته دا نهغواړم؛ د نورو امریکایانو ماشومان هم اړ ندي، چې دا وګړي ومني.”
د ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د ځنډولو او د امریکا د کډوالو منلو د پروګرام پرېکړې امریکا ته له ۴۰ زره څخه د زیاتو افغانانو لیږد وځنډاوه. دغو خلکو ټول اړین پړاوونه بشپړ کړي او چمتو دي، چې متحده ایالاتو ته الوتنه وکړي.
د ټرمپ ادارې د پروګرام ځنډولو پرېکړې د کډوالو د ډېرو الوتنو د درېدو لامل شوه او په افغانستان، پاکستان، البانیا او قطر کې یې زرګونه خلک په ناڅرګند حالت کې پرېښي دي.
د الوتنو درول او د امریکایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د ایستلو د بهیر بندول په امریکا کې د ځینو قانون جوړونکو او د بشري حقونو ډلو لخوا سختې نیوکې راپارولې دي.
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغو بنسټونو تمویل، چې له کډوالو سره د کور، کارموندنې او نورو اړتیاوو په برخه کې مرسته کوي؛ ځنډولی دی.
دې وزارت په یو لیک کې ویلي، چې دا بنسټونه باید خپل ټول فعالیتونه ودروي.
د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سختو پالیسیو، چې د هغه د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین برخه وه؛ د دغو افغان کډوالو راتلونکی یې په شک کې اچولي دي.
تازه خبرونه
له چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.
« ډیپلوماټ» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو لهخوا د واخان ټرانزیټي سړک له پرانیستل کېدو سره– سره له دې لارې له چین سره د افغانستان عملي نښلېدا اوس هم له جدي خنډونو او د بېجینګ له امنیتي اندېښنو سره مخ ده.
د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.
دا سړک د بدخشان ولایت له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې غځېدلی او ټاکل شوې، چې له چین او سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.
د« ډیپلوماټ» د راپور له مخې: د دې پروژې لګښت ۳۶۵ میلیون افغانۍ دی، چې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالرو سره برابرېږي؛ د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا ورکړ شوی دی.
دې خپرونې زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د سوداګرۍ د درېدا له کبله د واخان لار له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ بدیله لار کېدی شي او د پاکستان پر سوداګریزو لارو د کابل تکیه راکمولی شي.
په راپور کې ټینګار شوی، چې چین تر اوسه خپله پوله له دې لارې د منظمې سوداګرۍ د تګ راتګ لپاره نهده پرانیستې.
همدارنګه بېجینګ د سړک د پرانیستې په مراسمو کې خپل استازی نهدی لېږلی او د دې پروژې بشپړېدل یې په ډیپلوماټیکه کچه هم تائید کړي. نهدي
د« ډیپلوماټ» د لیکنې له مخې؛ د چین امنیتي اندېښنې دې احتمال ته نغوته کوي، چې له دې لارې څخه به د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د سینکیانګ په سیمه کې د فعالیت لپاره کار واخلي. د دې لارې په اړه د بېجینګ احتیاط هم یو خنډ ګڼل کیږي.
« ډیپلوماټ» لیکلي: تر هغې، چې اسلامي امارت د چین امنیتي اندېښنې لرې نهکړي او د منظمې سوداګرۍ لپاره د پولې د پرانیستلو زمینه برابره نهشي؛ د واخان دهلیز به له افغانستان سره د چین یوه مهم سوداګریز دهلیز هم نهشي.
#آریانانیوز #افغانستان #چین #واخاندهلېز #سوداګري #بدخشان
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
اروپايي ټولنې د افغانستان په سوېلي او سویللویدیځو سیمو کې له کړکېچونو څخه زیانمنو شویو څه باندې ۳۴۷ زره کسانو ته د روغتیايي خدمتونو، خوړو، اوبو رسولو او حفظالصحې په برخو کې د مرستې لپاره ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.
دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، نږدې ۱.۲۷ میلیون نور کسان به هم په غیرمستقیم ډول له دغو مرستو ګټه واخلي.
همدارنګه اټکل شوی، چې د ناروغیو د خپرېدا، د اقلیمي بدلونونو له کبله د پېښو او بېځایه کېدا په صورت کې به ۳۹ زره او ۱۷۵ نورو کسانو ته هم بېړنۍ مرستې ورسېږي.
اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال ځانګړې کړي، چې د دې ټولنې د څرګندونو له مخې په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. له پېنځه کلونو کمعمره ماشومان، امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې مېشتې کورنۍ اوس هم بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه او دفاعي چارو کې خپله همکاري پراخه کړي.
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې له کابل سره به د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې همکاري پرلهپسې پراخه شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت دی او د دې موخې ترلاسه کول د ټولو اړوند هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې روسیې او افغانستان د مې پر اووهویشتمه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و.
-
سوداگري5 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري4 days agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
سوداگري2 days agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
تازه خبرونه5 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
لوبی3 days agoد اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه
-
تازه خبرونه5 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
نړۍ4 days agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
-
نړۍ4 days agoد اژه بحیري له لارې تېرېدونکي ۱۲ کډوالو ژوند بایللی -یوناني ساحلي ساتونکي
