Connect with us

تازه خبرونه

د برښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر به چټک کړو

خپور شوی

د

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو د پنجشنبې پر ورځ د وږی لسمه ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامه کې د خپلو یو کلنو کړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې مشر داکتر فقیر محمد زیار په خبري کنفرانس کې وویل: د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په مرکز او ولایتونو کې ۲ میلیون او ۱۷۷ زره الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تېر په کال کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش او خدمتونو وړاندې کولو له درکه، یو میلیارد او ۶۰ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي. 

هغه زیاته کړې، اوسمهال د هېواد په کچه، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش ۶۸ مرکزونه، چې ۱۵ یې په کابل او ۵۳ یې په ولایتونو کې دي، فعالیت لري او د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پیله تر دې دمه، په ټولیز ډول ۸.۲ میلیون پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

فقیر محمد زیار څرګنده کړې، دغه اداره له یونیسف موسسې سره د همغږۍ د امیکس پروژې د پلي کولو هوډ لري، چې له مخې به یې ۴۵۹ تنو ته د کار زمینه برابره شي.

دغه راز، یاده اداره له نړيوالو موسسو سره په همغږۍ کې هڅه کوي، چې د عاید، لګښت، بشري ځواک، خوراکي خوندیتوب او روغتیا په برخو کې د سروې د ترسره کولو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

همداراز، د یادې ادارې په وینا، له سکتوري ادارو سره د همغږۍ له مخې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستیو زلزلو د متضررینو ارقام راټول شوي او د دغو ارقامو د تحلیل بهیر هم پیل شوی دی.

که څه هم د احصائې او معلوماتو د ملي ادارې عمومي مشر د برښنايي تذکرو د وېش د درېدو ادعاوې خبره ردوي؛ خو وايي، چې د پېژندپاڼو د کموالي له کبله یې وېش سوکه شوی دی.

د دې ادارې مشر زیاتوي، دوی هڅه کوي، چې د برښنايي تذکرو د وېش بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځوي او نوې تذکرې چاپ کړي.

د دې ادارې مسلکي مرستیال عصمت الله حکیمي وايي، چې په تېر کال کې د دولتي او ملکي مامورینو شمېر له ۴۱۴ زرو څخه ۴۰۵ زرو ته راټیټ شوی، چې ۲ سلنه نرینه وو او ۱۵ سلنه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له ۲۰۱۹ کال وروسته په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې په اړه کومه سروې نده شوې او په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې په اړه د نړیوالو موسسو لخوا وړاندې شوې شمېرې د باور وړ ندي.

عصمت الله حکیمي وایي: کوچیانو ته یې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې ټولو کوچیانو ته تذکرې ووېشل شي.

د یادې ادارې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د سوداګرۍ بیلانس او ناخالصه داخلي تولیداتو کچې سنجش، د دموګرافي شاخصونو ارزونه، د کرنې او غنمو د کر په اړه د معلوماتو راټولول، د اقتصادي، ټولنیز، ښوونې، روغتیا او چاپېریال د وضعیت په اړه د ارقامو او معلوماتو راټولول او خپرول او له سکتوري ادارو سره د اړینو معلوماتو شریکول، په تېر یو کال کې د دې ادارې له مهمو اقداماتو څخه دي.

تازه خبرونه

پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

Published

on

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.

دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بې‌پرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.

دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

Published

on

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

Published

on

په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین ويلي، چې پاکستان نه غواړي افغانستان د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره عادي اړیکې ولري.

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

دې ډیپلوماټ له ان‌ډي‌ټي‌وي خبري سرچینې سره په یوه بله مرکه کې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان برید سخت وغانده او دا یې “د انسانیت پر وړاندې جنایت” وباله.

په دې برید کې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

د شاهین د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې له بریدونو  موخه د ټي‌ټي‌پي د غړو پر نښه کول دي؛ خو دا ادعاوې بې بنسټه دي.

شاهین د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د پردې تر شاه د خبرو تورونه هم رد کړل.

هغه وایي: « اوسمهال د پردې تر شاه خبرې اترې نشته. دوی پوځي لار غوره کړې ده. په داسې حال کې، چې مونږ تل د مسایلو لپاره سوله‌ییز حل غوښتی دی. هغو لومړی پر افغانستان برید غوره کړی؛ نو فکر کوم، چې دا مسله به د هغو پخپله ژبه ځواب شي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!