Connect with us

تازه خبرونه

د بښنې نړیوالې ادارې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ځاني زیانونو د څېړنې غوښتنه وکړه

دې ادارې ټینګار کړی، چې دا پېښه باید پوره، خپلواکه او بې‌پرې وڅېړل شي.

خپور شوی

د

د بښنې نړیوالې ادارې د لیندۍ پر دوه‌یمه په ننګرهار ولایت کې د پاکستان د شپنیو هوايي بریدونو له کبله عامو خلکو ته پر رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې ادارې ټینګار کړی، چې دا پېښه باید پوره، خپلواکه او بې‌پرې وڅېړل شي.

د بښنې نړیوالې ادارې زیاته کړې؛ دا لومړی ځل ندی، چې د هوایي بریدونو په بهیر کې ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیان رسیدلی دی. له دې مخکې هم د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر او ډسمبر ترمنځ د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۷۰ ملکي وګړو د «شهادت» او د ۴۷۸ نورو د ټپي کېدا پړه پر پاکستانيو پوځیانو وراچولې وه؛ هغه مهال و، چې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستاني پوځ ترمنځ تاوتریخوالی او نښتې زیاتې شوې وې.

دې ادارې یو ځل بیا په شخړه کې له ښکېلو ټولو خواوو وغوښتل، چې نړیوالو قوانینو ته پر پاملرنه ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

تازه خبرونه

امیرخان متقي او روزمیري ډیکارلو د پاکستان پر هوایي بریدونو خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې امیرخان متقي د پاکستان له‌خوا د وروستیو هوايي بريدونو په اړه، چې په کې ملکي وګړي پر نښه شوي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د تېرو څلورو کلونو په بهیر کې د پاکستان له لوري په بريدونو کې يوازې ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سياسي چارو لپاره د عمومي منشي له مرستيالې روزميري ډيکارلو سره د پاکستان پر وروستي بريد، چې په کې د هېواد ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې امیرخان متقي د پاکستان له‌خوا د وروستیو هوايي بريدونو په اړه، چې په کې ملکي وګړي پر نښه شوي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د تېرو څلورو کلونو په بهیر کې د پاکستان له لوري په بريدونو کې يوازې ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

امیرخان متقي د پاکستاني پوځیانو د هوایي بریدونو په اړه دا هم ویلي؛ په یادو بریدونو کې هيڅکله داسې کوم وسله‌وال ندی وژل شوی، چې پاکستانی لوری یې د شتون او پر نښه کولو ادعا لري.

د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې؛ په افغانستان کې وسلوالي ډلي شتون نلري او د ملګروملتونو د استازیو په ګډون ټولې خواوې کولی شي، چې د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزميري ډيکارلو د پاکستان په وروستي بريد کې د ملکيانو پر زیانونو خپله ژوره خواشیني ښکاره کړې او څرګندوي، چې د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کړي.

ویل کیږي، چې په دي خبرو کې د دوحې پر ناستو، کاري ډلو او اړوند نورو مسائلو هم خبرې او وړانديزونه وشول او ډاډ څرګند شو، چې د شته پرمختګونو تر څنګ به د ګډو هڅو په اړه نور پرمختګ ته هم لار اواره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د روسیې ادعا ردکړه

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان په یوه باثباته امنیتي وضعیت کې دی او هیڅ بهرنۍ ډله په هېواد کې فعاله نده.

Published

on

Last Updated on: کب ۵, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د وروستۍ ادعا په ځواب کې، چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو جنګیالي حضور لري؛ رد کړه او وړاندې شوې سرچینې او معلومات یې ناسم ښودلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان په یوه باثباته امنیتي وضعیت کې دی او هیڅ بهرنۍ ډله په هېواد کې فعاله نده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ټوله جغرافیه د یو واحد حاکمیت لاندې اداره کیږي او د بهرنیو ډلو د فعالیت لپاره هیڅ زمینه نشته.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي: “مونږ خواشیني یوو، چې د روسیې له سرچینو څخه دا ډول ادعاوې وړاندې کیږي؛ هغه ادعاوې، چې په تېر کې ان د امریکا له اشغال راپدېخوا تکراریږي. مونږ یې په ټوله کې ردوو.”

هغه دا هم ویلي؛ اسلامي امارت د روسیې له چارواکو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې واقعیتونه په سمه توګه درک کړي او خپل راپورونه د عیني حقایقو او د هېواد د اوسنیو شرایطو پر بنسټ تازه کړي.

اسلامي امارت تل  ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي؛ ځکه په هېواد کې امنیت خوندي دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم پر مدرسه او عامو سیمو هوایي بریدونه کړي ـ پوهنې وزارت

 د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨  د ښوونځیو زده‌کوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بې‌ګناه افغانان، ماشومان او سپین‌ږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.

Published

on

د پوهنې وزارت ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له ټولو اسلامي، انساني او بشري اصولو ښکاره سرغړونه وکړه او ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د مٙرغې کلي پر فاروقیه مدرسه او د ننګرهار بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ پر کور او نورو سیمو وحشيانه بریدونه وکړل.

 د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨  د ښوونځیو زده‌کوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بې‌ګناه افغانان، ماشومان او سپین‌ږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړې؛ د پاکستاني پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې تعلیمي مرکز وېجاړ او د قرآن کریم نسخې او نور دیني کتابونه وسوځېدل.

دا نه بښونکې وحشیانه کړنې ښيي، چې د پاکستان پوځي رژیم دښمني یوازې د افغانانو له ژوند سره نه، بلکې د افغانانو له دین، زده‌کړې، ښوونیزو مرکزونو او فرهنګي بنسټونو سره هم ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!