Connect with us

نړۍ

د ترکیې ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو ته رای اچونه پیل شوه

خپور شوی

د

د یکشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د ترکیې یو شمېر خلکو د ولسمشر د ټاکلو لپاره په ټاکل شویو رای مرکزونو کې رای اچونه پیل کړه.

د رویترز څرګنده کړې؛ د یکشنبې د ورځې د رایو پایله به نه یوازې د ناتو د غړیتوب لرونکی ۸۵ میلیوني هېواد د وګړیو راتلونکی ولسمشر وټاکي، بلکې ورسره به په اقتصادي او سیاسي ستونزو کې د ښکېلې ترکیې د حکومت څرنګوالی هم غوره شي.

د ترکیې ټاکنو ته ۶۰ میلیون و ۶۹۷ زره د رایې ورکولو وړ کسان شته، چې ۳۰ میلیون و ۷۱۰ زره یا ۵۰ اعشاریه ۶ یې ښځې دي.

د شنبې د ورځې د انتخاباتو دوه اصلي نوماندان د کمپاین پر وروستۍ ورځ دوه بېلابېلو ځایونو ته ولاړل، چې د ترکیې د راتلونکي لپاره د دوی د سیاسي لومړیتوبونه ښکارندویي کوي.

اوسنی ولسمشر او د پرمختګ او عدالت ګوند رییس رجب طیب اردوغان او د هغه اصلي سیال د خلکو د جمهوریت غوښتونکي ګوند رییس کمال کلیچدار اوغلو دې ټاکنو ته ولاړ دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې پر ماښام د ایبا صوفیه جومات ته ولاړ او هلته یې د ماښام لمونځ ادا کړ. په داسې حال کې، چې کمال کلیچدار اوغلو د نوې ترکیې د بنسټ ایښودونکي کمال اتاترک مزار ته ورغلی و.

په ټاکنیزو حوزو کې د یکشنبې پر سهار اته بجې رای اچونه پیل شوه. رای اچونه به د مازیګر تر پېنځه بجو روانه وي.

د ترکیې د ټاکنو قانون له مخې؛ د سهار تر ۹ بجو پورې د ټاکنو د لومړنیو پایلو هر ډول راپور ورکول منع دي. دا به د یکشنبې پر ورځ ناوخته معلومه شي، چې آیا د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې به دوه‌یم پړاو ته وغزول شي او که نه.

د ترکیې کردان، چې په هېواد کې د رای ورکولو د شرایطو وړ کسانو له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنه جوړوي، د هغو ټولنیزو ډلو په ډله کې دي، چې د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې لوی رول لوبولی شي.

د زلزلې ځپلیو یو شمېر ولایتونو، چې له ۵۰ زره ډېر کسان یې مړه شوي؛ د حکومت له لومړني سستوالي څخه په غصه دي؛ خو داسې لږ شواهد شته، چې د خلکو د رایې ورکولو طریقه دې بدله کړي.

د ترکیې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې هم ترسره کېږي.

په پارلماني ټاکنو کې د دواړو لویو ائتلافونو هر یو پراخه بریا هم کولی شي په دغه هېواد کې د اساسي قانون د بدلون یا تعدیل امکان رامنځته کړي.

په ترکیه کې د اساسي قانون تعدیل د دې هېواد د پارلمان د دوه پر درېیمې برخې غړیو؛ یعنې د ۶۰۰ څوکیو څخه د ۴۰۰ غړیو مثبتو رایو ته اړتیا لري.

۷۴ کلن پخوانی حکومتي چارواکی کلیچدار اوغلو ژمنه کړې، چې د ګټلو په صورت کې به د اردوغان له درندې ادارې څخه د ارتودوکس اقتصادي سیاستونو ته راستون شي.

د ټاکنیز کمپاین وروستۍ ورځې د بهرنیو لاسوهنو له تورونو سره مخ وې.

اوغلو روسیه تورنوي، چې د ترکیې په ټاکنوي کې د رجب طیب اردوغان لپاره لاسوهنه کوي. له بلې خوا اردوغان ادعا کوي، چې مخالفین یې د امریکا پر مرسته د ده واکمني ختمول غواړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي: په بهرني او کورني سیاست کې لاسوهنه زمونږ لپاره د منلو وړ نه‌ده؛ مونږ د نړۍ د سیمې له هېوادونو سره د خپل ستراتیژیک دریځ پر بنسټ خپلې اړیکې پراخوو، د لویدیځ لپاره له ختیځ نه شا نه ګرځو او نه هم د منځني ختیځ او آفریقا په اړه سترګې پټوو، خو له لویدیځ سره به خپلې اړیکې پیاوړې کړو.

د ولسمشرۍ نوماند کمال کلیچدار اوغلو وایي: زمونږ اصلي هدف د ظالم حکومت ختمول او د ملتپال حکومت جوړول دي. زمونږ هدف دا دی، چې د اروپايي ټولنې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړو  او د عصري نړۍ برخه واوسو. مونږ یو ملت یوو، چې د لویدیځ لوري ته متوجه یوو او ډیموکراسي غواړو.

په ترکيه کې میشت افغانان په دې هېواد کې د خپل برخليک په اړه اندېښمن دي. په تېره بيا هغه افغانان، چې له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي.

که د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان په لومړي پړاو کې په سلو کې له ۵۰ ډېرې رایې ونه‌ګټي، د ټاکنو دوه‌یم پړاو به په دوه اوونیو کې ترسره شي.

نظر پوښتنې ښيي، چې د ۶ مخالفو ګوندونو د ائتلاف مشر کمال کلیچدار اوغلو له خپل اصلي سیال رجب طیب اردوغان څخه لږ مخکې دی. که د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو له دوه مهمو نوماندانو څخه یو هم پنځوس سلنه رایې ترلاسه نه‌کړي؛ دغه ټاکنې به دوه‌یم پړاو ته وغزول شي. بیا به د دوه‌یم پړاو ټاکنې د مې پر ۲۸ ترسره شي.

نړۍ

په آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس

پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

Published

on

د آسټرالیا پولیسو څرګنده کړې، چې د سیډني ښار په بونډي ساحل کې پر یهودي نندارې مرګونی ډزې پلار او زوی کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

پولیسو زیاته کړې؛ دا پېښه د یکشنبې پر ماښام هغه وخت رامنځته شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان بونډي ساحل ته نږدې په یوه پارک کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وه. برید شاوخوا ۱۰ دقیقې روان و او د سیمې د ګډونوالو او اوسېدونکو ترمنځ یې پراخه وېره خپره کړه. د ځاني زیانمنو عمرونه د ۱۰ او ۸۷ کلونو ترمنځ راپور شوي دي.

پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

چارواکو دا پېښه هدفي او یهود ضد ګڼلې او ټینګار کوي، چې یوازې دوه بریدګر په دې پېښه کې ښکېل ول.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په بهیر کې احمد الاحمد نومی مسلمان بریالی شو، چې یو بریدګر بې وسلې کړي او د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

د آسټرالیا لومړي وزیر دا برید غندلی؛ دا یې “ترهګریز عمل” وباله او د هېواد له یهوديانو سره یې پیوستون څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دا ډزې له نږدې درې لسیزو راپدېخوا په آسټرالیا کې ترټولو بد وسلوال تاوتریخوالی ثبت شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ

د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.

د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.

د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.

د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوم‌لیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.

لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”

لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.

د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.

لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.

Published

on

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زده‌کړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.

ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.

دغه پېښه د سې‌شنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسله‌وال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.

نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زده‌کړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زده‌کړیالان دي. ډزې د زده‌کړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.

کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زده‌کړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.

د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!