Connect with us

نړۍ

د جنوبي کوریا د الوتکې د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۲ کسان وژل شوي

د سویلي کوریا د ټرانسپورټ وزارت ویلي، نن سهار پر سیمه‌ییز وخت څه نا څه ۹ بجې ججو ایر الوتکه 7C2216 چې ۱۷۵ مسافر او شپږ عمله په کې سپاره ول د ټایلینډ له پلازمېنې بنکاک څخه والوته او د دې هېواد د سویل په هوایي ډګر کې راکښته شوه.

خپور شوی

د

د جنوبي کوریا د اور وژنې ملي ادارې ویلي، لږ تر لږه ۶۲ کسان هغه مهال ووژل شول کله، چې یوه الوتکه له ځغاستلیکې ووته او د مون نړیوال هوايي ډګر له یوه دیوال سره ټکر شوه.

یاد بنسټ ویلي، چې د الوتکې دوه کسان ژغورل شوي دي.

د سویلي کوریا د ټرانسپورټ وزارت ویلي، نن سهار پر سیمه‌ییز وخت څه نا څه ۹ بجې ججو ایر الوتکه 7C2216 چې ۱۷۵ مسافر او شپږ عمله په کې سپاره ول د ټایلینډ له پلازمېنې بنکاک څخه والوته او د دې هېواد د سویل په هوایي ډګر کې راکښته شوه.

یاد وزارت د مرګ او ژوبلې راپورونه تائید کړي ندي.

د اور وژنې یوه بل چارواکي رویټرز ته ویلي چې لږترلږه ۵۸ مړي موندل شوي؛ خو دا شمېر وروستی ندی.

د مون د اور وژنې یوه چارواکي ویلي، د الوتکې د عملې دوه کسان ژوندي موندل شوي او د نورو د ژغورنې عملیات روان دي.

یونهاپ خبري سرچینې ویلي، چې درې کسان ژغورل شوي دي.

د هوايي ډګر یوه چارواکي رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، د الوتکې په دم برخه کې د خلکو د ژغورنې لپاره کار روان دی.

د ځایی رسنیو لخوا شریکې شوې ویډیو ښودلې، چې دوه انجنه لرونکې الوتکه پرته له دې، چې ټیر یې خلاص شي پر ځغاستلیکه را کښته کیږي؛ اور پرې لګیږي او له دیوال سره ټکر کوي.

یونهاپ د هوايي ډګر د چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې ښايي ټیر یې په هوا کې د مرغۍ د لګېدو له کبله خراب شوی وي.

د نیوز ۱ خبري سرچینې د راپور له مخې؛ یو مسافر خپل خپلوان ته پیغام ورکړی، چې یوه مرغۍ د الوتکې په وزر کې بنده ده. د دې سړي وروستی پیغام دا و، ” آیا خپله وروستۍ خبره ووایم؟”

د ټرانسپورټ وزارت د هوایي چلند څانګې یوه چارواکي ویلي؛ د الوتونکې نښلېدل یو نظر دی، چې تائید شوی ندی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د ټرانسپورت وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مسافرو کې دوه د ټایلینډ وګړي او پاتې نور ښایي د سویلي کوریا وګړي وي.

د هوایی ډګر ویاند ویلي؛ دا الوتکه بوینګ 737-800 جټ الوتکه وه، چې د ججو ایر لخوا اداره کېده.

بوینګ او د امریکا فډرالي هوایي چلند ادارې تر دې دمه د نظر غوښتنې پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.

یونهاپ راپور ورکړی، چې د مون په هوایي ډګر کې ټولې کورنۍ او نړیوالې الوتنې لغو شوې دي.

د سویلي کوریا چارسمبالي ولسمشر چوی سنګ موک، چې د جمعې پر ورځ د روان سیاسي کړکېچ په بهیر کې د مخکیني چارسمبالي ولسمشر له استیضاح وروسته د دې هېواد لنډمهالی مشر ټاکل شوی؛ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د ژغورنې د هر اړخیزو هڅو امر شوی دی.

د نوموړي د دفتر رییس بېړنۍ غونډه جوړه کړې ده.

نړۍ

کیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو

دا پرېکړه د یکشنبې پر ورځ د خلکو د عالي شورا د لومړۍ غونډې په بهیر کې رامنځته شوه.

Published

on

د شمالي کوریا دولتي خبري سرچینې څرګنده کړې، چې د دې هېواد رهبر کیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو د رییس په توګه وټاکل شو.

دا پرېکړه د یکشنبې پر ورځ د خلکو د عالي شورا د لومړۍ غونډې په بهیر کې رامنځته شوه.

د پیونګ یانګ په غونډه کې به د سوسیالیستي اساسي قانون د تعدیلاتو او همدارنګه د دولتي چارو د کمیسیون او نورو دولتي ادارو د رییس او مشرتابه د ټاکنو په اړه بحث وشي.

دا شورا، چې په رسمي ډول د دولت پالیسۍ تصویبوي؛ معمولاً د واکمن کارګر ګوند له کانګرس وروسته ناسته کوي، چې د ګوند پرېکړې پر قانون بدلې کړي.

یادې دولتي خبري سرچینې ویلي: غونډه به د هېواد پر پېنځه کلن اقتصادي پلان، چې د فبرورۍ په میاشت کې د ګوند نهم کانګرس اعلان کړ؛ بیاکتنه وکړي.

د کیم ځواکمنه خور کیم یو جونګ، چې له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا یې د هېواد د لوړ مشرتابه ادارې، د دولتي چارو د کمیسیون د غړو په نوملړ کې د پام وړ دندې لرلې؛ حاضره نه‌وه.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته په خپله ټروټ پاڼه کې لیکلي؛ باید په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د تګ‌ـ راتګ لپاره خلاص کړي؛ که نه امریکا به د ایران ټول برښنا کوټونه له منځه یوسي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ګواښ وکړ، چې که تهران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د تګ راتګ لپاره بشپړ خلاص نکړي؛ نو د ایران د انرژۍ ودانیز بنسټونه به “له منځه یوسي”.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته په خپله ټروټ پاڼه کې لیکلي؛ باید په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د تګ‌ـ راتګ لپاره خلاص کړي؛ که نه امریکا به د ایران ټول برښنا کوټونه له منځه یوسي.

د ټرمپ دا ضرب‌العجل به د امریکا د بریدونو ساحه هغو ودانیزو بنسټونو ته پراخه کړي، چې په ایران کې به ترې ورځنی ملکي ژوند اغېزمن شي.

د دې ګواښ وروسته د یکشنبې پر ورځ د «خاتم الانبیا» د پوځ مرکزي قومندانۍ په یوه خپور شوي پیغام کې څرګنده کړې، چې د ایران پر اړینو ودانیزو بنسټونو به هر ډول برید له سخت غبرګون سره مخ شي.

د یاد مرکز د ویاند په ټینګار کې راغلي: « که زمونږ د سون توکو او انرژۍ ودانیز بنسټونه پر نښه شي؛ نو په سیمه کې به د امریکا اړوند ټول د انرژۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ ودانیز بنسټونه پر نښه کړو».

ایران ډېری کښتۍ د تنګي له لارې له تېرېدا څخه منع کړې دي؛ دا د اوبو یوه تنګه لار ده، چې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د رسولو شاوخوا پېنځمه برخه ترې تېرېده، چې نړیوالو ته یې د انرژۍ ګواښ رامنځته کړی او په اروپايي کې یې د ګازو بیې تېره اوونۍ تر ۳۵سلنې لوړې کړې.

اسرائیلي چارواکو ویلي، چې ایراني ځواکونو د لومړي ځل لپاره اوږد واټن توغندي وویشتل، چې د منځني ختیځ هاخوا یې د بریدونو خطر پراخ کړ. ان په داسې حال کې، چې د ایران برید د اسرائیلو اټومي سایټ ته نږدې لسګونه خلک ټپیان کړل.

د اسرائیلو د پوځ مشر ایال ضمیر ویلي، ایران د هند په سمندر کې د ډیګو ګارسیا په سیمه کې د امریکا او بریټانوي پوځي اډې پر لوري دوه بالسټیک توغندي وتوغول، چې ۴۰۰۰ کیلومټره (۲۵۰۰ میله) واټن یې درلود.

د اسرائیلو پوځ ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې ایران د فبرورۍ پر اته‌ویشتمهمه د امریکا او اسرائیلو له‌خوا د ایران د بریدونو له پیل راپدېخوا اوږد واټن توغندي کارولي دي.

ایال ضمیر د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “دا توغندي د اسرائیلو د برید لپاره ندي. د دوی واټن د اروپا پلازمېنو ته رسیږي- برلین، پاریس او روم ټول د مستقیم ګواښ په ساحه کې دي.”

د بریټانیا دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دغه برید د جمعې پر ورځ د ایراني توغندیو پر ځایونو د بریدونو لپاره امریکا ته د بریټانيا د پوځي اډو د کارولو د ځانګړي واک له سپارلو دمخه شوی و.

د روانې جګړې په بهیر کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

په اسرائیلو کې د ایران پر بریدونو ۱۵ کسان وژل شوي دي.

ټرمپ د امریکا د اهدافو په اړه متناقضې خبرې لري

ټرمپ او حکومت یې د څلور اونیزې جګړې په اوږدو کې د امریکا د اهدافو په اړه بېلابېل پیغامونه لیږلي، چې د امریکا متحدین یې د ځواب ویلو لپاره له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سمندري ځواکونه او درندې کښتۍ سیمې ته روانې دي.

د صنعت او انرژۍ د مرکزونو د څرګندونو له مخې؛ د ایران د انرژۍ ترټولو لوی ودانیز بنسټونه تهران ته نږدې د دماوند برښناکوټ دی، چې (۲۸۶۸میګاواټه) ، د ایران په جنوب ختیځ کې د کرمان برښناکوټ (۱۹۱۰ میګاواټه) او په خوزستان ولایت کې د رامین بخار برښناکوټ (۱۸۹۰ میګاواټه) وړتیاوې لري.

د ایران په سویلي ساحل کې د بوشهر په سیمه کې د هېواد یوازنۍ اټومي کارخونه شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا تولیدوي.

ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې د ایران د برښنایي شبکې د ویجاړولو مفکوره راپورته کړه. په داسې حال کې، چې دې مفکورې ته یې لږ ارزښت ورکاوه.

ټرمپ د مارچ پر یوولسمه خبریالانو ته ویلي وه: “مونږ کولی شوو د دوی برښنایي وړتیاوې په یوه ساعت کې له منځه یوسو؛ خو بیارغونه به یې ۲۵ کاله وخت ونیسي، نو مونږ به دا کار ونکړو.”

د امریکا رای ورکوونکي اندېښمن ښکاري، چې جګړه پراخه کېدی شي او د انرژۍ بیو ټکانبښونکي  انفلاسیون ته وده ورکوي، مصرف کوونکي او سوداګري سخته زیانمنوي. دا د ټرمپ لپاره یو لوی سیاسي مسوولیت؛ ځکه دی، چې هغه د نومبر له ټاکنو مخکې د جګړې توجیه کولو هڅه کوي، چې په کې د کانګرس څارنه له  خطر سره مخ ده.

ټرمپ د ناټو متحدین هم د تنګي په خلاصولو کې د مرستې لپاره پر بزدلۍ تورن کړي دي.

ځینو متحدانو ویلي، چې دوی به یې په پام کې ونیسي؛ خو ډېری یې وايي، چې ټرمپ دا جګړه له دوی سره له مشورې پرته پیل کړې او ډېره لېوالتیا ورته نلري.

د ایران بریدونه سویلي اسرائیلو ته ورسېدل

د اسرائیلو پوځ د یکشنبې پر ورځ وویل، چې دوی پر سویلي اسرائیلو له بریدونو څو ساعته وروسته پر تهران بریدونه روان ساتلي.

د شنبې پر ورځ ناوخته، ایران د اسرائیلو پر جنوبي ښارونو دیمونا او آراد د توغندیو برید وکړ، چې په  کې لسګونه کسان د ماشومانو په ګډون ټپیان شول. د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې پر سهار په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دوی په سویلي اسرائیلو کې “پوځي ودانیز بنسټونه” او امنیتي مرکزونه پر نښه کړي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند برید جنرال افي ډیفرین په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د هېواد هوایي دفاع فعاله ده؛ خو د بریدونو مخ یې نده نیولې. “مونږ به یې څېړنه وکړو.»

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې

سرچینې زیاته کړې؛ واشنګټن اوس تر هغې د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي، چې د ایران پوځي وړتیاوې نورې هم کمزورې کړي.

Published

on

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د متحدانو هغه هڅې رد کړې، چې غوښتل یې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند خبرې پیل کړي.

سرچینې زیاته کړې؛ واشنګټن اوس تر هغې د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي، چې د ایران پوځي وړتیاوې نورې هم کمزورې کړي.

بل لور ته ایران هم ویلي؛ تر هغې به د اوربند خبرې ونه مني، چې د امریکا او اسرائیلو هوايي بریدونه پای ته ونه‌رسېږي او د ایران غوښتنې ونه منل شي.

دا جګړه، چې دوه اوونۍ مخکې د امریکا او اسرائیلو له پراخو بریدونو پیل شوې؛ تر اوسه په کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او د نړۍ د تېلو بازار یې سخت اغېزمن کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې ایران د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی دی. دا هغه سمندري لار ده، چې د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل ترې لېږدول کېږي.

منځګړي هېوادونه( عمان او مصر ) هڅه کوي، چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې بیا پیل کړي؛ خو تر اوسه کوم پرمختګ ندی شوی او دواړه لوري د اوږدې جګړې لپاره چمتو ښکاري.

اوربند ته د واشنګټن او تهران د لېوالتیا نشتوالی ښیي، چې دواړه خواوې د اوږدې شخړې لپاره چمتووالی ښیي. حتا په داسې حال کې، چې پراخه جګړه ملکي تلفات اړوي او د ایران له‌خوا د هرمز تنګي تړل د تېلو بیې لوړوي.

د امریکا ځینې چارواکي او د ټرمپ سلاکاران د جګړې د ژر پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر نور بیا پر ټرمپ فشار راوړي، چې د ایران پر وړاندې برید ته روان وساتي، چې د توغندیو پروګرام له منځه یوسي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

د ټرمپ له‌خوا د ډیپلوماټیکو هڅو ردول ښیې، چې د اوس لپاره د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره هیڅ پلان نلري.

دا سې ښکاري، چې امریکا او ایران دواړه د جګړې د لومړیو ورځو پر پرتله د ښکېلتیا لپاره ډېره لېوالتیا نلري.

یوې سرچینې ویلي، چې د ایران لوړ پوړي امنیتي چارواکو علي لاریجاني او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم هڅه کړې وه، چې عمان د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره د یوې لارې په توګه وکاروي؛ خو دا خبرې اترې عملي نه‌شوې؛ ځکه، چې سپاه پاسداران د هرمز تنګی ساتي او په دې اړه به هیڅ ډول اوربند، د اوربند خبرې اترې، یا ډیپلوماټیکې هڅې او د ایران سیاست ونه مني …”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!