Connect with us

سوداگري

د خواف-هرات اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۲۰ واګونه ډیزل هرات ولایت ته راورسېدل

د ټولګټو چارو وزارت ويلي؛ دا ډیزل یوه خصوصي شرکت راوارد کړي، چې د افغانستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو اړین ګام دی.

خپور شوی

د

د خواف-هرات اوسپنې‌پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره د ډیزل ۲۰ واګونونه، چې ټولټال ۱۱۲۰ ټنه وزن لري د هرات ولایت روزناک سټیشن ته راورسېدل.

د ټولګټو چارو وزارت ويلي؛ دا ډیزل یوه خصوصي شرکت راوارد کړي، چې د افغانستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو اړین ګام دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې: د اوسپنې‌پټلۍ د لویو پروژو له پلي کولو سره؛ هڅه کیږي، چې د هېواد سوداګرو ته آسانه ټرانسپورټ او غوره سوداګریز فرصتونه چمتو کړي.

د خواف-هرات اوسپنې‌پټلۍ، چې افغانستان له ایران سره نښلوي؛ د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا او د اړینو توکو د ټرانسپورټ لګښتونو کمولو لپاره د یوې مهمې لارې په توګه ګڼل کیږي.

تازه خبرونه

د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د ملي سوداګرو یو ګډ پلاوي بنګله‌دېش ته سفر وکړ

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شي.

Published

on

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ د ملي سوداګرو ۵ کسیز پلاوي د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو هوکړه‌لیکونو  د لاسلیک پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وشي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ټینګار له مخې؛ دا ډول سفرونه به د هېواد د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړین او اغېزناک رول ولري.

ویل کیږي، چې د یاد سفر موخه د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د افغانستان د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول او د سیمې پر کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل کېږي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د سې‌شنبې پر ورځ تر سره شوې؛ د دې ادارې عمومي رییس سید کریم هاشمي په افغانستان کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پورې اړوند مسلو په اړه بحث وکړ او په اقتصادي سکټورونو کې یې د بهرنیو پانګوالو پر جذب ټینګار وکړ. هغه له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د بهرنیو پانګوالو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل او د سوداګرۍ پر بېلابېلو مسلو یې بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د سې‌شنبې پر ورځ تر سره شوې؛ د دې ادارې عمومي رییس سید کریم هاشمي په افغانستان کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پورې اړوند مسلو په اړه بحث وکړ او په اقتصادي سکټورونو کې یې د بهرنیو پانګوالو پر جذب ټینګار وکړ. هغه له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د بهرنیو پانګوالو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د دوی له وړاندیزونو هرکلی کړی او ژمنه کوي، چې د بهرنیو چارو وزارت به د سوداګرۍ او ټرانزیټ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د بهرنیو پانګوالو لپاره د ډېرو آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

Continue Reading

سوداگري

په افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو

د دې وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي؛ د دغه وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې د کاري وړتیاوو د تثبیت ریاست رامنځته شوی، چې نه یوازې د کار بازار د ښه تنظیم لپاره دندې ارزوي، بلکې له دې لارې په بېلابېلو مسلکونو کې د هېوادوالو وړتیاوې تثبیت او کاري سندونه هم ورکوي.

Published

on

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرې شوې خبرپاڼې له مخې: هغه مسلکي کارګران، چې رسمي اسناد نلري؛ د اسنادو د ارزونې لپاره یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وړتیاوو د تثبیت بهیر  پیل کړی دی.

 

دغه راز ویل کیږي، چې یاد ریاست د کار په موندلو کې هم له خلکو سره مرسته کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!