Connect with us

تازه خبرونه

د خپلو خلکو په خدمت کې ډېر اخلاص او کوښښ وکړئ ـ د شیخ هبةالله آخوندزاده د کوچني اختر پیغام

خپور شوی

د

د اسلامي امارت مشرتابه د سې شنبې پر ورځ د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ د افغانانو پر لاسنیوي، خدمت او اخلاص پوره ټینګار څرګند کړی دی.

په دغه پیغام کې راغلي، چې د افغانستان خلک باید شکر وباسي، چې له ډېرو جګړو وروسته مو امنیت او شرعي نظام خوندي کړ.

هغه له شتمنو هېوادوالو وغوښتل، چې په دې موده کې د کونډو، یتیمانو او د شهیدانو د کورنیو په ګډون له اړمنو سره مرستې وکړي.

هغه ویلي؛ ټول شتمن وروڼه دې د خپلو مسکینو او غریبو هېوادوالو، یتیمانو، کونډو او شهیدانو له کورنیو سره هر ډول مرسته او د هغوی لاس نیوی وکړي؛ خپلې فرضي او نفلي صدقې او خیراتونه دي په دې مبارکو شپو کې مستحقو خلکو ته ورکړي، چې خپل حاجتونه پرې پوره او د اختر خوښۍ په ښه توګه ولمانځي او د شتمنو وروڼو د روژو د نواقصو جبیره هم وشي.

 آخوندزاده د اسلامي امارت پر مسوولینو او ځواکونو غږ وکړ، چې  خلکو ته نږدې شي او د شریعت له مخې د هغوی د حقونو او د هغوی خوښي په نظر کې ونیسي.

هغه د اسلامي امارت مسوولین او مجاهدین مکلف کړي، چې د خپلو خلکو په خدمت کې ډېر اخلاص او کوښښ وکړي.

نوموړی وایي: د خلکو خدمت  عبادت دی؛ ځکه باید په ښه وجه ترسره او د هغوی شرعي حقوق او خوښي په نظر کې ونیول شي.

نوموړي دغه راز له ټولو خواوو وغوښتل، چې د قانون د ټينګښت په برخه کې له پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د فرهنګ، پوهنې، اقتصاد، رسنیو او نورو برخو کې د پام وړ اصلاحي اقدامات شوي او د اشغال ناسم فکري او اخلاقي اغېزې د پای ته رسېدو په حال کې دي… زمونږ هېوادوال باید دا اصلاحي اقدامات تر بل هر څه ډېر مهم وګڼي؛ ځکه د دیني اصولو او شریعت په رڼا کې زمونږ د دنیوي او اخروي ژوند د هوساینې ضمانت کوي او د ټولنې د خوشالۍ، سوکالۍ او دایمي نجات سبب ګرزي.

هغه د هېواد پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې په ځانګړي ډول د دین په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو او د پوهنې، لوړو زده‌کړو او اطلاعاتو او فرهنګ له وزارتونو سره د همکارۍ په برخه کې خپل مسوولیت تر سره کړي.

د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې؛ ملت او هېواد هغه وخت عزت، امنیت او رښتینې سوکالي ترلاسه کوي، چې په خلکو کې بغاوت او سرکشي نه وي.

هغه زياته کړې؛ له همدې کبله د خلکو د اصلاح او خبرولو مسووليت د علماوو پر اوږو دى او هغوى بايد په دې برخه کې خپل مکلفيت او دنده په ښه ډول ترسره او د خلکو د ذهنونو د اصلاح او روښانولو په برخو کې خپل کارونه روان وساتي او په جوماتونو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د هغو د لارښوونې ښه وسیله او د دوی ترمنځ د همغږۍ او د باور فضا رامنځته کړي. دوی باید له اختلافاتو ډډه وکړي او دین او خلکو سترو ګټو ته پام راواړوي.

آخوندزاده دا هم ويلي، چې هر څوک د خپل وطن د آبادولو مسووليت لري؛ مونږ ټول مسوول او غیر مسوول افغانان اړ یوو، چې خپل هېواد آباد او پخپلو پښو ودروو.

هغه دا هم ویلي، چې افغانان باید پر نورو تکیه ونکړي او خپله کار ته ته مټې رابډوهي؛ ځکه، چې کار عبادت دی.

دغه راز څرګنده شوې، چې د هېواد ملي سوداګر او د سوداګرۍ خاوندان د نورو پر پرتله له ډېرو حقونو برخمن دي او اسلامي امارت یې نه یوازې ملاتړ کوي،بلکې اسانتیاوې هم ورته برابروي.

هغه د ثبات او امنیت پر ټینګښت هم ټینګار څرګند کړ.

آخوندزاده له ګاونډ هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره د اړيکو په اړه ويلي: افغانستان له خپلو ګاونډیو، اسلامي هېوادونو او نړۍ سره د متقابلو ګټو پر بنسټ او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د مثبتو اړيکو غوښتونکى دى؛ ځکه افغانستان نه غواړي د چا په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې زمونږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي. دا کار د افغانستان او نړۍ دواړو پر ګټه دى.

نوموړي په هېواد کې د کوکنارو د کښت مخنيوى يوه لويه لاسته راوړنه ګڼي او څرګندوي، چې ډېر ژر به افغانستان د کوکنارو له کښت او نشه يي توکو پاک شي.

هغه یادونه وکړه، چې په کابل او ولایتونو کې پر نشه‌يي توکو روږدي کسان له سړکونو راټول شوي او راټولیږي؛ ځکه، چې دا داسلامي امارت یو بل شرعي مکلفیت دی.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د اقتصادي او ښوونیز حالت د ښه کېدو لپاره هم هڅې همغږې شوې دي او وایي؛ په ټول هېواد کې د تعلیم او تربیې پراخول او د ټولو ماشومانو ښه روزنه د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه یو مسوولیت دی او د نور پرمختګ لپاره یې پر اغېزمنو پلانونو کار روان دی.

هغه د حکومتولۍ د نورو مسلو او د قضایي سیستم پر اړه ویلي: د اسلامي امارت محاکم او قضايي نظام، چې د ټولو ارګانونو تر منځ ځانګړی حیثیت لري او کار یې ډېر مهم ګڼل کیږي؛ ځکه، چې د اسلامي نظام اساسي هدف د سر، مال، عقل، حیثیت او الله پاک ورکړیو حقونو ساتنه ده. له همدې کبله ټولو قاضیانو او د محاکمو مسوولینو ته لارښوونه کیږي، چې د خلکو د حقوقو پر ترلاسه کولو، شخړو اوارولو او پلوي نه‌کولو ټینګار وکړي؛ د مجرم پر ځای جرم ته وګوري او د مظلوم دفاع وکړي. د ظالم مخه ونیسئ او د خلکو قضیې پرته له ځنډ او خنډ څخه حل کړئ.

دغه راز هغه له امنيتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل، چې پر عدالت، سخاوت او ميړانه عمل وکړي او له کبر، غرور، ظلم، خيانت او بې ځايه لګښتونو څخه ډډه وکړي.

ویل کیږي، چې له هر ډول تبعیض څخه په کلکه ډډه وکړئ، خپلو خپلوانو ته د دندې وړاندیز مه کوئ او هره ګمارنه باید د وړتیاوو پربنسټ ترسره شي.

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

Published

on

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”

دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.

د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”

د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.

دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”

دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!