تازه خبرونه
د خپلو خلکو په خدمت کې ډېر اخلاص او کوښښ وکړئ ـ د شیخ هبةالله آخوندزاده د کوچني اختر پیغام
د اسلامي امارت مشرتابه د سې شنبې پر ورځ د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ د افغانانو پر لاسنیوي، خدمت او اخلاص پوره ټینګار څرګند کړی دی.
په دغه پیغام کې راغلي، چې د افغانستان خلک باید شکر وباسي، چې له ډېرو جګړو وروسته مو امنیت او شرعي نظام خوندي کړ.
هغه له شتمنو هېوادوالو وغوښتل، چې په دې موده کې د کونډو، یتیمانو او د شهیدانو د کورنیو په ګډون له اړمنو سره مرستې وکړي.
هغه ویلي؛ ټول شتمن وروڼه دې د خپلو مسکینو او غریبو هېوادوالو، یتیمانو، کونډو او شهیدانو له کورنیو سره هر ډول مرسته او د هغوی لاس نیوی وکړي؛ خپلې فرضي او نفلي صدقې او خیراتونه دي په دې مبارکو شپو کې مستحقو خلکو ته ورکړي، چې خپل حاجتونه پرې پوره او د اختر خوښۍ په ښه توګه ولمانځي او د شتمنو وروڼو د روژو د نواقصو جبیره هم وشي.
آخوندزاده د اسلامي امارت پر مسوولینو او ځواکونو غږ وکړ، چې خلکو ته نږدې شي او د شریعت له مخې د هغوی د حقونو او د هغوی خوښي په نظر کې ونیسي.
هغه د اسلامي امارت مسوولین او مجاهدین مکلف کړي، چې د خپلو خلکو په خدمت کې ډېر اخلاص او کوښښ وکړي.
نوموړی وایي: د خلکو خدمت عبادت دی؛ ځکه باید په ښه وجه ترسره او د هغوی شرعي حقوق او خوښي په نظر کې ونیول شي.
نوموړي دغه راز له ټولو خواوو وغوښتل، چې د قانون د ټينګښت په برخه کې له پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: د فرهنګ، پوهنې، اقتصاد، رسنیو او نورو برخو کې د پام وړ اصلاحي اقدامات شوي او د اشغال ناسم فکري او اخلاقي اغېزې د پای ته رسېدو په حال کې دي… زمونږ هېوادوال باید دا اصلاحي اقدامات تر بل هر څه ډېر مهم وګڼي؛ ځکه د دیني اصولو او شریعت په رڼا کې زمونږ د دنیوي او اخروي ژوند د هوساینې ضمانت کوي او د ټولنې د خوشالۍ، سوکالۍ او دایمي نجات سبب ګرزي.
هغه د هېواد پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې په ځانګړي ډول د دین په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو او د پوهنې، لوړو زدهکړو او اطلاعاتو او فرهنګ له وزارتونو سره د همکارۍ په برخه کې خپل مسوولیت تر سره کړي.
د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې؛ ملت او هېواد هغه وخت عزت، امنیت او رښتینې سوکالي ترلاسه کوي، چې په خلکو کې بغاوت او سرکشي نه وي.
هغه زياته کړې؛ له همدې کبله د خلکو د اصلاح او خبرولو مسووليت د علماوو پر اوږو دى او هغوى بايد په دې برخه کې خپل مکلفيت او دنده په ښه ډول ترسره او د خلکو د ذهنونو د اصلاح او روښانولو په برخو کې خپل کارونه روان وساتي او په جوماتونو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د هغو د لارښوونې ښه وسیله او د دوی ترمنځ د همغږۍ او د باور فضا رامنځته کړي. دوی باید له اختلافاتو ډډه وکړي او دین او خلکو سترو ګټو ته پام راواړوي.
آخوندزاده دا هم ويلي، چې هر څوک د خپل وطن د آبادولو مسووليت لري؛ مونږ ټول مسوول او غیر مسوول افغانان اړ یوو، چې خپل هېواد آباد او پخپلو پښو ودروو.
هغه دا هم ویلي، چې افغانان باید پر نورو تکیه ونکړي او خپله کار ته ته مټې رابډوهي؛ ځکه، چې کار عبادت دی.
دغه راز څرګنده شوې، چې د هېواد ملي سوداګر او د سوداګرۍ خاوندان د نورو پر پرتله له ډېرو حقونو برخمن دي او اسلامي امارت یې نه یوازې ملاتړ کوي،بلکې اسانتیاوې هم ورته برابروي.
هغه د ثبات او امنیت پر ټینګښت هم ټینګار څرګند کړ.
آخوندزاده له ګاونډ هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره د اړيکو په اړه ويلي: افغانستان له خپلو ګاونډیو، اسلامي هېوادونو او نړۍ سره د متقابلو ګټو پر بنسټ او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د مثبتو اړيکو غوښتونکى دى؛ ځکه افغانستان نه غواړي د چا په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې زمونږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونهکړي. دا کار د افغانستان او نړۍ دواړو پر ګټه دى.
نوموړي په هېواد کې د کوکنارو د کښت مخنيوى يوه لويه لاسته راوړنه ګڼي او څرګندوي، چې ډېر ژر به افغانستان د کوکنارو له کښت او نشه يي توکو پاک شي.
هغه یادونه وکړه، چې په کابل او ولایتونو کې پر نشهيي توکو روږدي کسان له سړکونو راټول شوي او راټولیږي؛ ځکه، چې دا داسلامي امارت یو بل شرعي مکلفیت دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د اقتصادي او ښوونیز حالت د ښه کېدو لپاره هم هڅې همغږې شوې دي او وایي؛ په ټول هېواد کې د تعلیم او تربیې پراخول او د ټولو ماشومانو ښه روزنه د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه یو مسوولیت دی او د نور پرمختګ لپاره یې پر اغېزمنو پلانونو کار روان دی.
هغه د حکومتولۍ د نورو مسلو او د قضایي سیستم پر اړه ویلي: د اسلامي امارت محاکم او قضايي نظام، چې د ټولو ارګانونو تر منځ ځانګړی حیثیت لري او کار یې ډېر مهم ګڼل کیږي؛ ځکه، چې د اسلامي نظام اساسي هدف د سر، مال، عقل، حیثیت او الله پاک ورکړیو حقونو ساتنه ده. له همدې کبله ټولو قاضیانو او د محاکمو مسوولینو ته لارښوونه کیږي، چې د خلکو د حقوقو پر ترلاسه کولو، شخړو اوارولو او پلوي نهکولو ټینګار وکړي؛ د مجرم پر ځای جرم ته وګوري او د مظلوم دفاع وکړي. د ظالم مخه ونیسئ او د خلکو قضیې پرته له ځنډ او خنډ څخه حل کړئ.
دغه راز هغه له امنيتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل، چې پر عدالت، سخاوت او ميړانه عمل وکړي او له کبر، غرور، ظلم، خيانت او بې ځايه لګښتونو څخه ډډه وکړي.
ویل کیږي، چې له هر ډول تبعیض څخه په کلکه ډډه وکړئ، خپلو خپلوانو ته د دندې وړاندیز مه کوئ او هره ګمارنه باید د وړتیاوو پربنسټ ترسره شي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشهیي توکو قاچاق رانغاړي.
د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی؛ د اقتصادي، بشري او بنسټیزو تشو رامنځته کېدل کولی شي په دې هېواد کې بېثباتي پراخه او امنیتي ګواښونه ډېر کړي.
توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشهیي توکو قاچاق رانغاړي.
هغه ویلي: «د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې: هرکله، چې په افغانستان کې اقتصادي، بشري او بنسټیزه تشه رامنځته شوې؛ نو ژر د ورانوونکو بهیرونو لهخوا ډکه شوې ده.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان اوس هم له جدي بشري ستونزو سره مخ دی او نږدې ۲۹ میلیون کسان په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا د هېواد پر اقتصاد او عامه خدمتونو نور ډېر فشار اچولی دی.
توکوموف د افغانستان ټولنیز وضعیت ته له نغوتې سره ویلي، چې شاوخوا ۳.۷ میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او د امنیت، حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو موضوعات اوس هم د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي؛ خو هغه ټینګار کړی، چې د لومړنیو اټکلونو خلاف افغانستان په تېرو نږدې پېنځه کلونو کې له اقتصادي او سیاسي سقوط سره مخ شوی نهدی.
هغه زیاته کړې، د دولت عواید پر تدریجي ډول لوړ شوي، کوچنيو او منځنيو کاروبارونو وده کړې او د هېواد په لویو ښارونو کې صنعتي پارکونه جوړ شوي دي.
د قزاقستان ځانګړي استازي زیاته کړې، هېواد یې د افغانستان په اړه د« رسمیت له نه پېژندلو سره عملګرا تعاملي» سیاست روان ساتلی دی.
نوموړي څرګنده کړې، چې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل، د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نهلري او آستانه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو ملاتړ کوي.
دغه راز توکوموف د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د منځنۍ آسیا د مخ پر ډېرېدونکي رول یادونه کړې او څرګندوي، چې د سیمې هېوادونه افغانستان ته د انرژۍ او خوراکي توکو مهم برابرونکي ګرځېدلي دي. د توکوموف پر وینا، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
هغه ښوونه او روغتیايي خدمتونه په افغانستان کې د قزاقستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو وبللې او وړاندیز یې وکړ، چې دواړه لوري دې د روغتیايي پروژو په پلي کولو، د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او لرو پرتو سیمو ته د ګرځنده طبي خدمتونو رسولو کې همکاري وکړي.
توکوموف په پای کې ټینګار کړی، چې بشري مرستې او اقتصادي همکارۍ باید د امتیاز ورکولو په توګه ونهګڼل شي، بلکې دا د راتلونکو بحرانونو د مخنیوي او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره عملي وسیلې دي. هغه زیاته کړې، چې د ښوونې، روغتیا او بشري سرچینو د پراختیا په برخو کې پانګونه کولی شي د افغانستان او سیمې لپاره د بشپړ باثباته راتلونکي زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافيمسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو هوار شي.
ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافيمسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.
هغه زیاته کړې؛ قزاقستان د رسمي غوښتنې په صورت کې چمتو دی، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د هواري لپاره رول ولوبوي.
هغه ویلي: «هر ډول شخړه باید د خبرو له لارې حل شي. د قزاقستان ولسمشر هم پر همدې موضوع ټینګار لري او مونږ له دواړو لوریو غواړو، چې خپلې لانجمن مسائل د ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.»
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال همداراز له افغانستان سره د خپل هېواد پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او څرګندوي، چې آستانې ان په سختو کلونو کې هم خپله سفارت فعال ساتلی و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، قزاقستان له هغو لومړیو هېوادونو څخه و، چې خپل سفارت ته یې رسمي حیثیت ورکړ او په کابل کې یې میشت سفیر معرفي کړ.
ژومانګارین زیاته کړې؛ قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د اسلامي امارت نوم یې د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی دی. هغه همداراز ویلي، چې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګري اوس هم فعالیت کوي.
نوموړی هیله شوی، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع به هم د ډیپلوماټیکو او سیاسي بهیرونو په چوکاټ کې مخته ولاړه شي او په نږدې راتلونکي کې پایلې ته ورسېږي.
کابل ته د قزاقستان لوړپوړی پلاوی د سریک ژومانګارین پر مشرۍ د غبرګولي پر دېرشمه کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
د راپور له مخې، احمد کازانجي، چې تازه په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې ته د منسوب فعالیت په تور نیول شوی، څېړونکو ته ویلي، چې د بلوچستان په غرنیو سیمو کې یې د دغې ډلې لپاره پر ترکي ژبه پوسټرونه او نور تبلیغاتي توکي چمتو کول.
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه1 day agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تحول5 days agoتحول:د امریکا له سمندري محاصرې د درې ایرانیو تېللېږدوونکو کښتیو وتل
-
تازه خبرونه5 days agoد کورنیو چارو وزارت رهبرۍ غونډه؛ د امنیتي تدابیرو او د قانون پر پلي کېدا ټینګار وشو
