سیمه ییز خبرونه
د راى وركولو په پاڼه كې د ولسمشرۍ د نوماندانو ځايونه وټاكل شول
د ټاكنو خپلواك كميسيون د دغه كميسيون كړنې د ټاكنو د نوي قانون پراساس د تېرو ټاكنو په پرتله متفاوت ګڼي او د دغه كميسيون په بې طرفى او روڼتيا ټينګار كوي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو نوى قانون د پخواني هغه په پرتله متفاوت ګڼي او وايي، د ولسمشرۍ شپاړس نوماندانو هم د نوي وضع شوي قانون له مخې لاره نه ده موندلې.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو د روڼتيا په اړه ځينې اندېښنې شته، د ټاكنو د خپلواك كميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتكي وايي:
له نورو همكارو بنسټونو سره په همغږۍ يې د ټاكنو د روڼتيا په موخه يو لړ اقدامات كړي دي.
په همدي حال کې د ټاكنو د خپلواك كميسيون كمېشنره شريفه زرمتي وردك وایي، يوه اندېښنه هم په راتلونكو ټاكنو كې د نا امنيو او ټولنيزو دودونو له مخې د ښځو لږه ونډه ده.
ولسمشر حامد كرزي د يكشنبې په ورځ ( د لیندی ۳) په دې اندېښنه وښوده، چې كه د ولسمشرۍ ټاكنې دوهم پړاو ته لاړې شي ښايي وځنډېږي، خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون كمېشنر سرير احمد برمك وايي، چې له مالي پلوه په دې برخه كې هېڅ ستونزه نه لري.
د راى وركولو په ورځ راى وركوونكو ته د آسانتيا په موخه د ټاكنو خپلواك كميسيون د پچې اچونې له لارې د راى وركولو په پاڼه كې د نوماندانو د نومونو ځايونه وټاكل. ډاكټر عبدالله عبدالله اول، داود سلطانزى دوهم، عبدالرحيم وردك درېيم، عبدالقيوم كرزى څلورم، اشرف غني احمدزى پنځم، محمد نادر نعيم شپږم، زلمى رسول اووم، قطب الدين هلال اتم، ګل آغا شيرزى نهم، عبدالرب رسول سياف لسم او هدايت امين ارسلا يوولسم ځاى لري.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مهال وېش له مخې په پام كې ده، چې د سلواغې له ديارلسمې د راتلونكي كال دوري تر ۱۳ مې پورې د ولسمشرۍ نوماندان او د كب له ديارلسمې د وري ترديارلسمې پورې د ولايتي شوراګانو نوماندان ټاكنيزې مبارزې وكړي.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”
د خان کورنۍ پرلهپسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونهرسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.
۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشهخانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.
د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو لهخوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.
قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”
د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.
قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”
-
تازه خبرونه4 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
سوداگري3 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
-
تازه خبرونه3 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه4 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
-
تحول5 days agoتحول: پر فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تازه نښتې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول

