سیمه ییز خبرونه
د سوداگرۍ نړيوال سازمان غړيتوب، افغان توليدات نه زيانمنوي
د سوداگرۍ وزارت وايي، چې:
د دغه سازمان غړيتوب به په هېواد كې د لويو بهرنيو پانگونو لامل شي.
د سوداگرۍ وزارت چارواكي وايي، چې افغان حكومت د دغه سازمان د غړيتوب د ترلاسه كولو لپاره د لوړ كرنيز تكس مسوده، چې له دې وړاندې يې په هېواد كې سارى نه درلود د دغه سازمان سكرتريت ته ليږلې ده.
افغانستان په ۲۰۰۳م كال كې په رسمي ډول د سوداگرۍ د نړيوال سازمان د غړيتوب د تر لاسه كولو په موخه خپل وړاندې د دغه سازمان سكرتريت ته وړاندې كړې و . يو كال ورسته افغانستان د دغه سازمان د څارونكې ډلې غړى شو، چې وكولى شي د دغه سازمان د غړيتوب لپاره نړيوال ميعارونه بشپړ كړي.
د سوداگرۍ وزارت تجارتي معين مزمل شینواری وايي، هيله ده، چې د ۲۰۱۳ م كال تر پايه به د سوداگرۍ د نړيوال سازمان غړيتوب تر لاسه شي.
نوموړى زياتوي، چې:
د دغه سازمان غړيتوب په هيڅ وجه افغان توليدات نه زيانمنوي، بلكې په هېواد كې به د لويو نړيوالو پانگونو لامل هم شي.
ويل كيږي، چې وسمهال ۱۵۹ هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري او د افغانستان په گډون دېرش هېوادونه په تمه دي، چې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه كړي.
د سوداگرۍ نړيوال سازمان په ۱۹۹۵م كال كې د نړيوالې سوداگرۍ د بهير د ښه كيدو لپاره را منځته شو، چې مركز يې په ژنيو كې دى.
سیمه ییز خبرونه
امریکا په قطر کې خپل پاتریوت توغندي ځای پر ځای کړل
شنونکي وایي، دا کړنې د توغندیو تحرک زیاتوي او د چټک لېږد یا د دفاعي جوړښت د بدلون زمینه برابروي.
رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د سپوږمکیو د وروستیو انځورونو له مخې؛ امریکايي ځواکونو له ایران سره د کړکېچ له زیاتېدا سره سم د منځني ختیځ په تر ټولو لویې اډې «العدید» کې «پاتریوت» توغندي پر هوايي دفاعي سیسټم نصب کړل، چې د احتمالي برید په صورت کې یې د کارونې زمینه برابره وي.
دا پرېکړه ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدا سره سم د نښتې خطر هم لوړ شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی، چې که خبرې اترې ناکامې شي، پر ایران به پوځي برید وکړي.
دغه راز ایران هم خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې به د امریکا ټولې اډې د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو هدف وګرځي.
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې په «العدید» اډه کې د پاتریوت توغندیو شاوخوا ۱۰ سیسټمونه پر درندو تاکتیکي لاریو ځای پر ځای شوي دي.
شنونکي وایي، دا کړنې د توغندیو تحرک زیاتوي او د چټک لېږد یا د دفاعي جوړښت د بدلون زمینه برابروي.
د سیمې له نورو اډو ترلاسه شوي ورته انځورونه هم د پوځي حضور زیاتوالی ښيي:
د اردن موفق سلطي اډه: ۱۷ F15-E جنګي الوتکې، ۸ A-10 جنګي الوتکې، ۴ C-130 ټرانسپورټي الوتکې او ۴ چورلکې؛ همداراز د اډې په بله برخه کې ۴ EA-18G برښنايي جګړې الوتکې لیدل شوې دي.
د سعودي عربستان د شاهزاده سلطان اډه: یوه C-5 او یوه C-17 الوتکه؛ د تېر ډسمبر پر پرتله زیاتوالی ښيي.
په هند اقیانوس کې دیهګو ګارسیا: د جنورۍ له پای ته رسېدو وروسته ۷ نورې الوتکې زیاتې شوې دي.
په عمان کې د دخان اډه: د فبرورۍ پر لسمه د جنورۍ د پېنځهویشتمې پر پرتله د الوتکو شمېر زیات شوی دی.
ایران هم د تهران کرمانشاه، سمنان او د فارس خلیج ساحل ته نږدې تلتوغندیزې اډې جوړې او د «شهید باقري» نومې الوتکهوړونکې بېړۍ یې بندرعباس ته نږدې ځای پر ځای کړي، چې خپل دفاعي چمتووالی زیات کړي.
دا وروستۍ پوځي هڅې په داسې حال کې، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو او د وسلهوالو ډلو له ملاتړ سره د تړاو له کبله زیات شوې دي.
سیمه ییز خبرونه
د چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چین دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې د هېواد په شمال کې د بیوټکنالوژۍ په یوه کوچنۍ شرکت کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول.
چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د شینهوا خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت قانوني استازی نیول شوی او د پېښې په اړه د څېړنې ډله ټاکل شوې ده.
د شینهوا د څرګندونو له مخې؛ شرکت په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی او د پطښې له سیمې څخه تیاره ژیړ لوګی پورته کېده.
د چاودنې علت تر دې دمه روښانه شوی ندی.
جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې جوړ شوی؛ د څارویو د خوړو، د ډبرو سکرو محصولاتو او ساختماني موادو په اړه څېړنې ترسره کوي.
تازه خبرونه
د هند او افغانستان استازیو په بشکیک کې پر هراړخیزو همکاریو خبرې وکړې
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني او په دې هېواد کې د هند جمهوریت سفیر بیرېندر سنگهـ د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو تر منځ د متقابل باور د پیاوړتیا او ګډو همکاریو د پراخېدا پر اهمیت هم ټینګار وشو.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
لوبی4 days agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف

