تازه خبرونه
د ماشومانو د دماغ پر وده او پراختیا د یوې ۷ کلنې نجلۍ وینا، رسنیزه شوه
په ټډ ټاک پروژه کې د یوې اووه کلنې آسټرالیایي نجلۍ بې سارې وینا، چې ټاکل شوې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو د دماغي ودې او پراختیا په اړه د پالونکیو او والدینو د روزنې لیدلوری بدل کړي؛ رسنیزه شوې ده.
په دې وینا کې ځوانانو ته سپارښتنه شوې، چې له ماشومانو سره څه راز چلند وکړي.
د نړۍ په تاریخ کې پر لومړي ځل یوې آسټرالیایي اووه کلنې نجلۍ مولي رایټ د ماشومانو د روزنې او پالنې د سپارښتنو په اړه مور او پلار او پالونکیو ته بې سارې وینا وکړه.
د سترو نندارتونونو او فلمی تولیداتو مشر مایکل ګریسي په دې اړه ویلي؛ دې اووه کلنې ماشومې د ژوند بدلولو ساده لار ښیي، چې مونږ ټول یې د ماشومانو په وده کې د مرسته کولو لپاره کارولی شو.
د افغانستان په روغتیایي مرکزونو کې به د مولي وینا د بیات بنیاد لخوا میندو او پلرونو ته تشریح شي.
په آسټرالیا کې دا څرګندونې د رامسي روغتیایي مرکز لخوا په ډاګه کیږي.
د مینډرو فونډیشن مشرې نیکولا فارسټ ویلي: دغه پروژه ماشومانو ته ډاډ ورکوي، چې په هره سیمه کې زېږېدلي وي؛ د پرمختګ مساوي حقونه لري.
فارسټ په دې زیاته کړې؛ مونږ باور لرو، چې هر ماشوم کولی شي او باید وکولی شي.
ساینس پوهان وايي، چې د ماشوم د دماغ حجم تر پېنځه کلنۍ پورې ۹۰ سلنه وده کوي.
د مینډرو فاونډیشن مشرې زیاته کې: مولي دغه نړیوال حقیقت په خورا غوره لارښوونه لېږدوي. دا د ماشوم د نن او راتلونکي ژوندانه د بدلون لپاره یو ډېر اړین پړاو دی.
په دې اړه هغې زیاته کړې؛ مونږ غواړو له والدینو سره د ماشومانو په بریالي کېدو او پوهېدنې کې مرسته وکړو.
د ټډتاک پروژې مشر ویلي، چې د مولي پیغام به په ټوله نړۍ کې خپور شي.
هغه په دې اړه ویلي: زه په رښتیا دا وینا خوښوم؛ دا یو لړ اندونه دي، چې له هرې خوا راټول شوي او یوې ماشومې پرې هر اړخیزه وینا کړې ده. حیرانوونکې ده او ډېر لیدونکي به راجلب کړي.
د لومړنۍ آزموینې له مخې؛ د والدینو، پالونکیو، روغتیايي څانګوالو، په آسترالیا کې د ماشومانو د روغتیايي څانګې مشر پروفیسور دزیره سلوا، د بیات بنسټ مشرې مریم بیات او اجرائیه مشر جاسټین ګراهام
(M&C Saatchi AUNZ) هم خپل مثبت نظریات ورکړل.
نیکولا فورست څرګنده کړې؛ د مولي خبرې پر لوبو کولو، وینا کولو، روغتیایي کور او ټولنې راڅرخېدلي ، چې د ماشومتوب په لومړیو پېنځه کلونو کې باید ترسره شي. د نوموړي پر اند دا هر څه د دماغ پر ودې او د ماشومانو پر ژوند اغېزه لري.
دغه راز زیاتوي؛ دا معلومات نه یوازې والدینو او پالونکیو ته، بلکې د نړۍ مشرانو ته هم وړاندې کیږي.
په آسټرالیا کې د ماشومانو د روغتیایي مرکز مشر پروفیسوره دزیره سلوا ویلي؛ مونږ فرصت لرو، چې دا فلم د زیږنتون د برخې ناروغانو ته وړاندې کړو او دا به ښه وي که د والدینو مرکز ترې برخمن شي.
دزیرا سلوا زیاته کړې: له پېنځه کلنو ماشومانو سره د لوبو او چلند څرنګوالی د هغو د دماغ د ودې او ژوندانه لپاره ډېر اړین دی.
سلوا وایي، چې والدین دغه ویډیو زړه راکښونکې او ښوونیزه بولي.
هغې ویلي؛ د مولي وینا کولی شي په نړیواله کچه د ماشومانو روغتیایي وړتیا لوړه او پراخه کړي.
د بیات بنیاد مشرې مریم بیات په ډاګه کړې: بیات بنیاد د خپل کار له پیله د میندو او ماشومانو روغتیا ته پاملرنه کړې او د ماشومتوب پېر او پړاو ته یې لومړیتوب ورکړی دی. په افغانستان کې به له مینډرو بنسټ سره د مولي د وینا په اړه، چې ښوونیز او روزنیز اړخونه لري؛ همکاري رامنځته کړې، چې دا یو ځانګړی امتیاز او په هېواد کې یوه اړینه اړتیا ده.
مریم بیات زیاته کړې: د ژوندانه په لومړنیو کلونو کې د مور او ماشوم د مثبت او دوه اړخیزه عمل په اړه د مولي د خبرو اترو او اړینو درسونو وړاندې کول؛ د افغانستان له میندو، پلرونو او کورنیو سره په انتقادي فکر، ولولیزې پوهې او د ستونزې د حل مهارتونو رامنځته کولو کې مرسته کوي.
مریم بیات ويلي، چې د مولي دا وینا به په افغانستان کې د زرګونه ماشومانو د ودې او پراختیا لپاره ډېره ګتوره شي.
هغه وایي: مونږ ډاډه یو، چې په افغانستان کې به د مولي دغه وینا په زرګونه افغان مولي راپیدا کړي؛ دوی به تکړه، ډاډمن، زړه سوانده، مثبت او د ولولو له مخې د هېواد راتلونکي ډاکټران، پروفیسران، حقوقدانان، مشران او د افغانستان یوه ستره زیرمه شي، چې د افغان ـ آسترالیا په زړه پورې خیریه اغېزې به رامنځته کړي. د دې وینا له برکته زمونږ ماشومان کولی شي په نږدې او منځنۍ موده کې پر ننګونو بریالي شي.
اجرائیوي مشر جوسټین ګراهام (M&C Saatchi AUNZ) ویلي؛ زه ویاړم، چې په آسترالیا کې د مادرینو له بریالي شرکت سره همکار یم.
هغه په دې اړه ویلي؛ مادرینو یوه ټولنه ده، چې نړیوال بدلون رامنځته کوي او مونږ خوښ یو، چې ورسره ونډه واخلو او د تخلیقي فکر کولو له لارې به مو خوبونه رښتیني او پلي شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ14 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه9 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
تازه خبرونه12 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
