تازه خبرونه
د مسکو په ناسته کې روسیې د افغانستان د اقتصادي ستونزې د هراړخیز حل غوښتنه وکړه
د مسکو ناسته د چارشنبې پر ورځ (د لړم ۲۵ ) د اسلامي امارت د استازي په نشتون کې جوړه شوه او ګډونوالو یې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي په افغانستان کې د واک د لېږد بحران ناحله وباله او څرګندوي، چې امنيتي ستونزې شته او روسيه د دغه هېواد په شمال کې د داعش له فعاليتونو اندېښمنه ده.
ضمیر کابلوف دغه راز د مسکو په غونډه کې د افغانستان د اقتصادي بحران د حل لپاره د ټولو غړیو هېوادونو د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
ضمیر کابلوف ویلي: مونږ باید د افغانستان د اقتصادي بحران لپاره یوه جامع حللار ولټوو. زه فکر کوم، چې دا یو هراړخیز ګډ اقدام ته اړتیا لري. هغه کسان، چې شل کاله یې په دې هیواد کې شتون درلود په بې شرمۍ سره په افغانستان کې د اقتصادي بحران لامل شول او د هېواد پلازمېنه یې له ستونزو سره مخ کړه. د لویدیځ دا کړنه، چې افغانستان ته د باور صندوق جوړول او یا د نویو پیسو چاپول یوه ننداره ده او دوی دا کار په دولتي نظام کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره کوي. مونږ له امریکا او د هغه له متحدینو څخه غواړو، چې دا پیسې له شرطه وباسي.
په دې غونډه کې د چین استازی تېر کال د امریکا لپاره له ناکامۍ ډک کال ګڼي.
د افغانستان په چارو کې د چین استازي یو ژیاونګ ویلي؛ تېر کال د امریکا لپاره د افغانستان پر وړاندې د نامناسبو هڅو له کبله ناکام کال و او د افغانستان اوسنی وضعیت د افغانستان په وړاندې د امریکا د ستراتیژۍ بشپړه ناکامي ښيي.
د دې ټولو بې شرمه کړنو تر څنګ امریکا د افغانستان اووه میلیارد دالر ملی شتمنی بندې کړې او پر دغه هېواد یې ټولې اقتصادي او اکنشافي مرستې بندې کړې دي.
د افغانستان لپاره د ایران استازي حسن کاظمي قومي هم ویلي، چې ایران په افغانستان کې د امریکا د هر ډول حضور مخالف دی.
هغه زیاته کړې: ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د وضعیت په اړه خپل مسوولیتونه ادا کړی. هغه څه، چې د تردید وړ ندي؛ هغه دا دي، چې په سیاسي او امنیتي ډګرونو کې له لنډمهالي حکومت (اسلامي امارت) سره له همکارۍ پرته کړنې بریالۍ ندي. د ټولګډونه حکومت جوړول د لنډمهالي حکومت (اسلامي امارت) په ګډون د ټولو افغانانو په ګټه دي. دا کولی شي افغانستان د نړیوالې ټولنې په سترګو کې په ښه حالت کې راولي. دا ډول ترهګرې او د نشه يي توکو قاچاق او کر نورې هغه ستونزې دي، چې د لندمهالي حکومت (اسلامي امارت) له همکارۍ پرته بریالۍکېدلی نشي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازی محمد صادق هم له اسلامی امارت سره د خبرو لپاره د نړۍ پر اصولو ټینګار څرګند کړ.
محمد صادق خان وايي: مونږ د افغانستان له لنډ مهالي حکومت سره د عملي تعامل لپاره نړیوالو اصولو ته ژمن یوو، چې د حکومت په اخیستلو، د ښځو د حقونو په ګډون د اساسي بشري حقونو درناوی، له ترورېزم سره مبارزه او له افغانانو سره د تلپاتې ملاتړ په برخه کې ژمن یوو. له بده مرغه د لنډمهالي حکومت (اسلامي امارت). د نړیوالي ټولني د هیلو خلاف د ټولګډونه او سیاسي ټولګدډون په برخه کې کوم پرمختګ ندی کړی. د لنډمهاله حکومت (اسلامي امارت) له تضمین سره سره، د ښځو او نجونو حقونه کم شوي او په افغانستان کې د تروریستي بنستونو نښې اوس هم په بشپړه توګه له منځه تللې ندي.
د مسکو په غونډه کې د چین، هند، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان استازو ګډون کړی و. دغې غونډې ته د قطر، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې استازي هم بلل شوي وه.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت کوم پلاوي ګډون نه درلود. له دې مخکې د اسلامي امارت استازي ویلي وه، چې د دوی له شتون پرته د مسکو ناسته یو اړخیزه او نیمګړې بللې وه.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
-
سوداگري4 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
