تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان پر سیاسي او بشري حقونو خبرې کوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ژنیو کې د افغانستان پر سیاسي او بشري حقونو دوه ورځنی بحث او خبرې کوي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راپدیخوا سیاسي، بشري، اقتصادي او د کډوالۍ وضعیت د سویس په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غړیو د دوه ورځنۍ غونډې د بحث اصلي موضوع ده.
په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله څرګندوي؛ د نوي حکومت له واک ته رسېدو راپدیخوا په افغانستان کې یو پېچلی سیاسي، اقتصادي، بشري او د کډوالۍ کړکېچ را منځته شو، چې ورسره بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو په حقونو کې شاتګ راغی.
په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ديکارلو وایي: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدیخوا یو پېچلی سیاسي، اقتصادي، بشري او د کډوالۍ کړکېچ را منځته شو او بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونو له شاتګ سره مخ شول.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره میشل باچله وایي: ما په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر وکړ، له لوړ پوړیو دولتي چارواکو سره مې وکتل او په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت مې د نړیوالو اندېښنه څرګنده کړه. داسې ښکاري، چې دوی بشري حقونو ته ژمن دي؛ خو عملي ګامونو ته اړتیا ده، ځکه په افغانستان کې وضعیت خراب دی او باید عملاً په ټولو سکتورونو کې اړینې هڅې تر سره شي.
په ملګرو ملتونو کې د ناروې د دایمي استازي مرستیاله څرګندوي؛ که لنډمهالی حکومت غواړي د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د اقتصاد د مالي سیسټم برخه وي، باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.
په ملګرو ملتونو کې د ناروې د دایمي استازي مرستیاله ترینه هایمربک وایي: د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته درناوی او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کول، تلپاتې سولې او نړیوال مشروعیت ته د زمېنې برابرولو ضمانت کوي. ملګري ملتونه دې په امنیت شورا کې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي. آیا مونږ د امنیت شورا په پرتله په واضح توګه خبرې کولی شو؟ خو دا مهمه ده، چې مونږ د خپلو غوښتنو په ملاتړ کې یو موټي پاتې شو.
د بشري حقونو یو شمېر مدافعان او د ښځو د حقونو هڅاندي هم پر اوسني لنډمهالي حکومت د زیاتو نړیوالو فشارونو غوښتنه کوي.
افغان ډیپلوماټه عادله راز وایي: که طالبان تمه لري، چې نړیواله ټولنه یې پر رسمیت وپېژني او د بل هر هېواد په څیر ورسره چلند وکړي؛ نو دوی باید لومړی ګام پورته کړي او د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه یې نړیوال کنوانسیونونه پر رسمیت وپېژني او درناوی یې وکړي. که داسې ونشي؛ نو د نړۍ د نه تعامل پایلې به د خلکو او حکومت لپاره خورا ترخې وي.
د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند ګران هېواد ویلي؛ نړیوالې ټولنې د بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته ډېره پاملرنه کړې او د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کول او ښوونځي ته له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ورتګ اجازه یې د دوی له مهمو غوښتنو څخه بللي دي. طالبانو( اسلامي امارت) هم په تېرو وختونو کې ژمنه کړې، چې عملي کوي به یې. که عمل پرې وکړي، ښايي د اوسني حکومت پر وړاندې په نړیوال دریځ کې بدلون راشي او دا به د رسمیت پېژندلو برخلیک یو څه آسانه کړي.
اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو بشري حقونو ته درناوی لري او د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
تازه خبرونه19 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه22 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
