تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې؛ دیکارلو د خپلو لیدنو پر مهال اسلامي امارت هڅولی، چې د دوحې په بهیر کې بشپړ ګډون وکړي او هغه نړیوالې ژمنې پوره کړي، چې د افغانستان د بیا ادغام لپاره نړیواله ټولنه ورته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ټولنې د عمومي منشي د سولې او سیاسي چارو مرستیالې روزمري ډیکارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار د لګېدلو بندیزونو د سمدستي لغوه کېدا غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې؛ دیکارلو د خپلو لیدنو پر مهال اسلامي امارت هڅولی، چې د دوحې په بهیر کې بشپړ ګډون وکړي او هغه نړیوالې ژمنې پوره کړي، چې د افغانستان د بیا ادغام لپاره نړیواله ټولنه ورته اړتیا لري.
دواړو لوریو هوکړه کړې، چې خبرې او تعامل به روان ساتي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکې د سرحدونو له لارې د بشري مرستو د بېخنډه لېږد پر اړتیا هم ټینګار کړی او له افغان چارواکو یې غوښتي، چې د اړتیا لرونکو کسانو ته د مرستو د رسولو د آسانتیا لپاره همکاري وکړي.
همدارنګه نوموړې له افغان ښځو او د مدني ټولنې له استازو سره هم لیدلي او په هېواد کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه ښکاره کړې ده.
تازه خبرونه
له درې ځانګړو بنسټونو پرته به د نورو رسنیو ملاتړ بنسټونو جوازونه لغوه شي
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې اړوند بنسټونو ته په نغوته( اشاره ) کې څرګنده کړې؛ په هېواد کې د رسنیو ملاتړ بنسټونو شمېر ډېر شوی او ځینو یې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر ځای د غیر مسلکي فعالیتونو له لارې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور پر نړیواله کچه زیانمن کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې له درې ځانګړو بنسټونو پرته به د نورو ټولو رسنیو ملاتړ بنسټونو د فعالیت جوازونه لغوه شي.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې اړوند بنسټونو ته په نغوته( اشاره ) کې څرګنده کړې؛ په هېواد کې د رسنیو ملاتړ بنسټونو شمېر ډېر شوی او ځینو یې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر ځای د غیر مسلکي فعالیتونو له لارې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور پر نړیواله کچه زیانمن کړی دی.
یاد وزارت همدارنګه یادونه کړې، چې له دغو بنسټونو څخه د ځینو فعالیتونه له ډېر وخت راپدېخوا بشپړ درېدلي دي.
ویل کیږي، چې یوازې د درې رسنیو ملاتړ بنسټونو جوازونه به تمدید شي او د نورو ټولو بنسټونو جوازونه به لغوه شي.
تازه خبرونه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د یو این ډي پي رییس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ
عبداللطیف منصور په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لیدنې پر مهال د یو این ډي پي رییس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د یو این ډي پي (UNDP) له رییس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره ولیدل.
عبداللطیف منصور په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لیدنې پر مهال د یو این ډي پي رییس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
سټیفن ویلي؛ دوی د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژې طرحه کوي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې؛ دوی به کوښښ وکړي، چې له یاد وزارت سره همغږي زیاته او د همکاریو له لارې نور هم د پروژو په زیاتوالي کې کوښښ وکړي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) رییس سټیفن او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامدارو مرستو قدرداني کوي.
عبداللطیف منصور ټینګار کړی؛ پروژې باید په هغو لرې پرتو سیمو کې پلي شي، چې اړتیا ورته لیدل کیږي او ژمنه يې وکړه، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه تل له تاسې سره همکار دی.
ویل کیږي، چې د دواړو لوریو ترمنځ پر نورې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.
تازه خبرونه
بلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې د بلجیم د کډوالۍ ادارې رییس فرډی روزمونټ په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی دی.
د بلجیم چارواکو له اسلامي امارت سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي، چې په اروپا کې اوسیږي؛ خو قانوني اسناد نلري او یا هم جرمي مخینه لري.
د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې د بلجیم د کډوالۍ ادارې رییس فرډی روزمونټ په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی دی.
د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې، آنلین ون بوسویت د دې هېواد د یاد پلاوي په ترکیب کې ګډون تائید کړی دی.
نوموړې ویلي، دا ماموریت د اداري او تخنیکي همکاریو پر بیا پیل تمرکز درلود. په ځانګړي توګه د هغو کسانو د پېژندنې په برخه کې، چې د داوطلبانه یا اجباري بېرته ستنولو وړ دي او په کې بې اسناده افغانانو او جرمي مخینې لرونکو کسانو ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.
ون بوسویت ټینګار کړی، چې بلجیم له اسلامي امارت سره ګډ ارزښتونه نلري؛ خو اداري همکاري ورسره اړینه بولي. هغې دا ډاډ هم ورکړی: ښځې، ماشومان او نور هغه افغانان، چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کوي؛ پر زور به خپل هېواد ته ونه استول شي.
اوسمهال له ۲۰۰۰ څخه زیات افغان وګړي د بلجیم په بېلابېلو سیمو کې د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې ژوند کوي.
-
تازه خبرونه4 days agoد واورې او توپان له کبله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لويې لارې وتړل شوې
-
تازه خبرونه5 days agoمونږ باید د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت مسوول وو
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل په یوه رسټورانټ کې چاودنه وغندله
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه کراچۍ کې د سوداګریز مارکیټ د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر نږدې ۵۰ ته ورسېد
-
تحول5 days agoتحول: له افغانستان څخه د پاکستان د لومړي وزیر اندېښنه
-
تازه خبرونه1 day agoټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
-
تازه خبرونه24 hours agoبلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
-
لوبی1 day agoد افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده
