سیمه ییز خبرونه
د هرات اوسيدونكيو د دغه ولايت د چارواكو د اختلافاتو د حل غوښتنه وكړه
د هرات ولايت لسگونه اوسيدونكيو د يو سوله ييز لاريون په ترځ كې د دغه ولايت د چارواكو په ځانگړي توگه د ولايتي شورا د چارواكو د اختلافاتو د حل غوښتنه وكړه.
لاريونكوونكي، چې د ولايت مقام مخې ته راټول شوي ول؛ مركزي حكومت يې د سيمه ييزو چارواكو په ځانگړي توگه د والي او ښاروال د روانو اختلافاتو په اړه پر بې تفاوتۍ تورن كړ.
دوى د هرات د ولايتي شوره د مشر د ټاكنې په سر د اختلافاتو پر رامنځته كولو هم نيوكه وكړه او د ولايتي شورا له غړيو يې وغوښتل، چې نور دې دغه مقام ته د رسيدو لپاره خپلو اختلافاتو ته د پاى ټكى كيدي.
دغه لاريون په داسې حال كې تر سره كيږي، چې د والي داود صبا او ښاروال محمد سليم تر منځ اختلافاتو سر راپورته كړى دى.
په هرات ولايت كې دا اختلافات هغه مهال ډېر تند شول، چې والي صبا د هرات ښاروال د انكشافي پروژو پر ځنډولو او په تړونونو كې د نه رڼښت په تور تورن كړ.
د دغو اختلافاتو تر څنگ د ولايتي شورا د رييس ټاكنې بهير هم بېلابېلې اندېښنې راپارولي دي.
د ولايتي شورا د رييس ټاكنې په لومړي پړاو كې نوماندانو هر يو عبدالظاهر فيض زاده او سيد وحيد قتالي برابرې رايې تر لاسه كړې. د ټاكنو دوه يم پړاو د ولايتي شورا د ۱۲ غړيو په گډون په كابل كې تر سره او سيد وحيد قتالي د دې شورا د رييس په توگه وټاكل شو.
ښاغلى قتالي وايي:
په كابل كې د ولايتي شورا د رياست ټاكنې د سيمه ييزو چارواكو د لاسوهنې د مخنيوي له كبله تر سره شوې دي.
له بلې خوا عبدالظاهر فيض زاده د خپل سيال ټاكنه غير قانوني بولي او په هرات كې د دغه ولايت د ولايتي شورا د رييس د بيا ټاكنې غوښتونكى شو.
د هرات ولايت سيمه ييز چارواكي په ځانگړي توگه والي صبا د ټاكنو په بهير كې هر راز لاسوهنه رد وي او وايي، چې:
د ولايتي شورا رييس ټاكنه دې په هرات كې تر سره شي.
په همدې حال كې سياسي كارپوهانو يو شمېر سياسي كړۍ روانو اختلافاتو ته په وده وركولو تورنوي.
سياسي كارپوه عبدالقادر كامل وايي:
د اختلافاتو غزول به خلكو ته زيان ورسوي، چې بايد ژر تر ژره يې مخنيوى وشي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.
سیمه ییز خبرونه
د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
سیمه ییز خبرونه
د کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.
بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلامآباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بېبرخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نللیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
نړۍ5 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
تازه خبرونه5 days agoد پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې
-
نړۍ4 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه4 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول

